جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 177

لینډسي ګراهام:د ایران خلکو ته اوس او د تل لپاره ازادي، مرګ د آیت‌الله پر حکومت

0

د امریکا جمهوري‌پال سناتور لیندسي ګراهام د ایران د اعتراض کوونکو په ملاتړ د ډونالډ ټرمپ د نوي پیغام په بیا خپرولو سره لیکلي:«ښاغلی ولسمشر، لکه د تل په شان، تاسو سل په سلو کې سم وایاست.»

ګراهام ویلي، چې اوس باید د تل لپاره د ایران خلک ازاد شي او دوی اوږده کړاوونه ګاللي دي.

هغه دغه راز زیاته کړې:«مرګ د آیت‌الله پر حکومت.»

ګراهام په پای کې ویلي، راځئ چې ایران ته بیا ځل عظمت ور وګرځوو.

د افغانستان تولید؛د ترکیې په دوموتکس نندارتون کې د ۱۹ هیوادونو ترمنځ سیالۍ کې افغاني غالۍ لومړی مقام خپل کړی

د ترکیې په استانبول ښار کې دوموتکس(DOMOTEX) نړیوال نندارتون پر مهال، د افغانستان یوې غالۍ‌جوړوونکې کمپنۍ د ۱۹ هېوادونو له شرکتونو سره تر سیالۍ وروسته د نندارتون د غوره تولیداتو لوړه جایزه ګټلې.

یاد نندارتون، د جنورۍ په ۸مه پیل شوی و چې د نړۍ د غالیو د صنعت له سترو شرکتونو سره یو مهم نړیوال فورم بلل کېږي.

افغان شرکت په دې نندارتون کې د لاس‌اوبدل شوو غالیو نوې ټولګه وړاندې کړې وه چې د کیفیت، نوښت او دودیز هنر د یوځای کېدو له امله د نړیوالو داوریانو پام ور واړاوه.

امریکا؛په سوریه کې د داعش پر ضد پراخ هوايي او ځمکني بریدونه کړي

0

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) ویلي، چې د خپلو سیمه‌ییزو شریکانو په همکارۍ یې د سوریې په بېلابېلو سیمو کې د داعش ډلې پر مرکزونو، پټنځایونو او تحرکاتو هممهاله بریدونه کړي دي.

د سنتکام له مخې، دغه عملیات د شنبې په ورځ شاوخوا د غرمې پر مهال د «هاک‌آی سټرایک» تر نوم لاندې ترسره شوي، هغه لړۍ چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې پیل شوې ده.

امریکايي پوځ ویلي، دا بریدونه د هغه خونړي حملې په ځواب کې دي چې د تېر کال د ډسمبر پر ۱۳مه په پالمیرا کې د داعش له لوري پر امریکايي او سوریایي ځواکونو شوې وه.

سنتکام ټینګار کړی چې هدف یې د داعش د بیا منظمېدو مخنیوی، د احتمالي بریدونو شنډول او د امریکايي ځواکونو خوندیتوب دی.

محمد محقق:پر ما هیڅ برید نه دی شوی، ټولې اوازې دروغ دي

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر او پخواني لوړپوړي سیاستوال، محمد محقق هغه راپورونه په کلکه رد کړي چې ګواکې هغه په ایران کې د وسله‌وال برید هدف ګرځېدلی دی.

محقق په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې دغه اوازې هغه مهال خپرې شوې چې دی د خپل شخصي سفر پر مهال ایران ته تللی و او د انټرنېټ اړیکه یې د لنډ وخت لپاره پرې شوې وه، چې له امله یې د هغه د برخلیک په اړه ناسمې ګونګوسې رامنځته شوې.

نوموړي ټینګار کړی چې ایران ته یې سفر یوازې د خپلوانو د لیدو لپاره و او هلته هېڅ ډول امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

په همدې حال کې، د هغه زوی محمدصادق محقق هم له تهران څخه دا راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د محقق د وژل کېدو یا ټپي کېدو خبرونه بې‌اساسه دي.

نتانیاهو: ښايي دا د ایران د خلکو لپاره د برخلیک ټاکلو شیبه وي

0

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د «اکونومیست» له مجلې سره په مرکه کې وویل چې کېدای شي دا هماغه شیبه وي چې د ایران خلک خپل برخلیک په خپلو لاسونو وټاکي.

اسرائیلي لومړي وزیر ټینګار وکړ چې انقلابونه هغه مهال تر ټولو ښه پایله لري چې له دننه څخه راټوکېږي.

نتانیاهو د ایران پر ضد د احتمالي برید په اړه وویل: «که ایران پر موږ برید وکړي، چې دا امکان لري، نو د هغوی لپاره به ډېرې ویرونکې پایلې ولري، او دا خبره حتمي ده.

نوموړي زیاته کړه:«د نورو مسایلو په اړه، زه فکر کوم باید ووینو چې د ایران دننه څه روان دي.»

ټرمپ:ایران د پخوا په پرتله ازادۍ ته ډیر نږدې شوې

0

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «تروت سوشال» کې په یوه خپره کړې لیکنه کې لیکلي:
«ایران د هر بل وخت په پرتله ازادۍ ته نږدې شوی.»

هغه په دوام کې ټینګار کړی چې امریکا ایراني ولس سره مرستې ته چمتو ده.

ایران؛تهران کې پر محمد محقق وسله‌وال برید شوی

یو شمېر سیمه‌ییزو سرچینو ویلي چې په تهران کې د وحدت اسلامي ګوند پر مشر محمد محقق وسله وال برید شوی.

د انټرنېټ د پرې کېدو له امله تر اوسه د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه کره او تایید شوي معلومات نه دي ترلاسه شوي.

د سرچینو په وینا، برید هدفمند و او وضعیت د اندېښنې وړ بلل کېږي.

د یادونې ده چې محمد محقق د جمهوري نظام پر مهال د ډاکټر عبدالله عبدالله، د اجرائیه رئیس، د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

محقق له څو لسیزو راهیسې د افغانستان په سیاست کې فعاله ونډه لري او د هزاره ټولنې له اغېزناکو مشرانو څخه ګڼل کېږي.

مزاحمت د احساساتو نه، د سلني د منطق سره!

لیکوال: احمد شاه ساحل

د منظور پښتین دریځ د هر څه او هر چا په اړه روښانه، سپین او له هر ډول ابهام څخه پاک دی. هغه پنجاب دښمن بولي، مخامخ یې دښمن بولي، او د ټي ټي پي په ګډون هغه ټولې ډلې چې د پنجاب پر وړاندې ”زرګري جګړه“ کوي، پراکسي ډلې ګڼي. دا يې په خپل تازه بیان کې یو وار بیا هم روښانه کړې ده. دا یو غیر مذبذب او صریح دریځ دی.

دښمن مانا هغه چې نه ورسره دعا کوو او نه سلام؛ بلکې هره شېبه د مقابلې او مزاحمت په حالت کې ورسره ولاړ یو. او پراکسي مانا نیابتي؛ نیابتي مانا اجیر؛ او اجیر مانا مزدور. یعني هغه ډلې چې په غیر مستقیم ډول د دښمن اهداف پوره کوي. دا ډلې هڅه کوي چې د جګړې، بمبار او عملیاتو لپاره دښمن ته بهانه په لاس ورکړي؛ او هغه ته د کور، ښوونځي، بازار او سړک د ورانولو پلمه برابره کړي. په ظاهره د دښمن پر وړاندي درېږي، خو په حقیقت کې نه یوازې خلک په دوامداره جګړه کې ساتي، بلکې هغوی د معاصر ژوند او د عصري نړۍ له پرمختګونو هم راګرځوي.

اصلاً پاکستان د همدې پراکسي ډلو له لارې غواړي پښتونخوا په ”تور بازار“ بدله کړي؛ لکه اوس یې چې عملاً دا کار کړی. د تور بازار اساسي مانا دا وي چې ډېر ګران پکې ډېر ارزانه پلورل کېږي. که وګورو، همدا اوس د پښتونخوا په طبیعي وسایلو چور ګډ دی؛ پنجاب پخپله هم پکښي اخته دی او نړۍ یې هم شریکه کړې. نادره منرالونه چې د نړیوال سیاست مسیر ټاکي، نن د پښتونخوا له خاورې په خورا بې رحمۍ او وړیا ډول ایستل کېږي.

دا تور بازار د همدې پراکسي ډلو په شتون کې ممکنه او رامنځته شوی دی. که دا ډلې نه وای، نو پنجابي پوځ به هلته له چا سره جګړه کوله؟ او که جګړه نه وي، هلته به امن وي. چې امن وي، پرمختګ حتمي دی؛ او چې پرمختګ راشي، نو هلته مېشت پښتانه به د روان عصر برخه وي، او که دا کار وشي، بیا به هېڅوک ونه شي کولی چې د هغوی پر سرونو او معدنونو سودا وکړي.

همدا لامل دی چې منظور پښتین د پنجاب او د هغه د ټولو پراکسي ډلو په اړه واضح دریځ لري او مخالف دی. خو دا مخالفت یو ډول نه دی، او نه باید یو ډول اوسي. د پنجاب پر وړاندې به مخالفت ښکاره، مستقیم او بې‌ پروا وي، خو د دې لپاره چې دا مخالفت کمزوری نه شي، او پنجاب د پښتنو له وار او ګوزار څخه خوندي پاتې نه وي، د هغه د نورو مزدورو ډلو پر وړاندي به مخالفت له تدبیر او سنجش سره مل وي.

حتمي نه ده چې پر یوه وخت په ټولو جبهو کې جګړه وشي. زمان او مکان به ارزول کېږي، او ټوله انرژي به لومړی پر هغه لوري مصرفېږي چې له منځه تګ یې د ستونزو ۹۹ سلنه برخه حل کوي. دلته د ګټې بحث باید منطقي او پر سلنه ولاړ وي. په کوم مخالفت کې چې د ګټې کچه لوړه وي، لومړی به هغه کیږي.

پاکستان او د هغه تبلیغاتي چینلونه به په بېلابېلو بڼو هڅه وکړي چې پي‌ ټي‌ اېم د خپلو پراکسي ډلو سره په یو نوعه ښکیل کړي او دوی ترې پاته شي. خو دا نه کیږي سړیه، ”منظور“ هم یو چاته ویل کیږي اخیر.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

ایران؛ګیلان ولایت کې د وسله‌والو برید کې یو امنیتي کس وژل شوی

0

ایراني دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د ګیلان ولایت د رودبار ولسوالۍ د پولیسو پر تمځاي په یوه وسله‌وال برید کې لومړی بریدمن پورابراهیم وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، نوموړی افسر د برید پر مهال د وسلوالو له‌خوا د مستقیمو ډزو له امله سخت ټپي شوی و چې وروسته یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د یادونې ده چې په ایران کې د تیرو څو میاشتو راهیسې د وسله والو لخوا پر امنیتي ځواکونو غلچکي بریدونه زیات شوي.

تسنیم اژانس:د معترضینو د مهار پر مهال اووه امنیتي سرتېري وژل شوي

0

د ایران په خراسان رضوي ولایت کې د وروستیو ناکراریو پر مهال لږ تر لږه اووه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د ایران دولتي رسنۍ تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، دغه مرګ‌ژوبله په تېرو څو ورځو کې د اعتراضاتو پر مهال رامنځته شوې ده.

د راپور له قوله، وژل شوي کسان هغه مهال په نښتو کې ووژل شول چې امنیتي ځواکونه د ګډوډیو د مهارولو او د وضعیت د کنټرول هڅه کوله.