یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 175

ډونالډ ټرمپ:ایران کې که یو کس هم وژل شوی وي ډېر دی، خو کره شمېر به په ۲۴ ساعتونو کې معلوم شي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په ایران کې د روانو اعتراضونو پر مهال د وژل شویو کسانو کره شمېر تر اوسه معلوم نه دی، خو ټینګار یې کړی چې مرګ ژوبله «ډېره لوړه» ده.

ټرمپ د فاکس نیوز د یو خبریال دې پوښتنې ته چې وایي ” څو کسان تر دې دمه د ایران په مظاهرو کې وژل شوي” ویلي:
«هیڅوک تر اوسه نه دي توانېدلي چې ماته دقیق ارقام راکړي. ما بېلابېلې شمېرې اورېدلي دي… ځینې ډېرې کمې دي او ځینې بیا ډېرې لوړې. خو هره مرګ ژوبله ډېره ده، حتی که یو کس هم وژل شوی وي.»

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې ښايي د راتلونکو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو په اړه روښانه معلومات ترلاسه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:د ولسمشر په فرمان د اخوان‌المسلمین درې څانګې رسمي ترهګرې وبلل شوې

0

د امریکا متحده ایالاتو د اخوان‌المسلمین (Muslim Brotherhood) او د لبنان، مصر او اردن څانګې د ترهګرو سازمانونو په توګه نومولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې رسمي خبرپاڼې له مخې، دا اقدام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرائیوي فرمان په چوکاټ کې شوی، چې هدف یې د هغو اسلامي ډلو له منځه وړل دي چې د امریکا ملي امنیت او نړیوال ثبات ته ګواښ ګڼل کېږي.

د اعلان له مخې، د لبنان اخوان‌المسلمین د “بهرني ترهګر سازمان” (FTO) او همدارنګه د “نړیوال ځانګړي ترهګر” (SDGT) په توګه ثبت شوی، او د دې ډلې مشر محمد فوزي تقوش هم د نړیوال ترهګر په توګه نومول شوی دی.

همدارنګه، د امریکا د خزانې وزارت د مصر او اردن د اخوان‌المسلمین څانګې د حماس د مالي او لوژستیکي ملاتړ له امله د نړیوالو ترهګرو په تور لېست کې شاملې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې دا ګام د یوه “اوږدمهاله او جدي نړیوال کمپاین” پیل دی څو د اخوان‌المسلمین هغه شبکې له منځه یوړل شي چې تاوتریخوالی، افراطیت او سیمه‌ییزه بې‌ثباتي پیاوړې کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې امریکا به د دغو ډلو ټولې مالي سرچینې، بانکي حسابونه او نړیوالې اړیکې په نښه کړي څو د ترهګرۍ د ملاتړ توان ترې واخیستل شي.

دا پرېکړه به نه یوازې د دغو ډلو پر نړیوال فعالیت سخت بندیزونه ولګوي، بلکې هر هغه هېواد، بنسټ او شخص به هم تر قانوني تعقیب لاندې راولي چې له دغو سازمانونو سره مرسته وکړي.

بریتانیا؛یو افغان تبعه په منچسټر کې پر دوو ۱۴ کلنو نجونو د جنسي تېري په تور محکمې ته معرفي شوی

د بریتانیا په منچسټر کې پولیسو ویلي، یو ۲۸ کلن افغان تبعه پر دوو ۱۴ کلنو نجونو د جنسي تېري او ځورونې په تور د بولټن شاهي محکمې ته معرفي شوی دی.

د پولیسو په وینا، پېښې د بولټن په ښار کې رامنځته شوې او تورن کس تر لیدنې مخکې له قربانیانو سره د انټرنېټ له لارې اړیکه لرله.

پولیسو د تورن او قربانیانو هویت نه دی خپور کړی او ټینګار یې کړی چې په دې قضیه کې بل شکمن کس تر څېړنې لاندې نه دی.

د بریتانیا قضایي چارواکو ویلي، د قربانیانو د کم عمر له امله به د هغوی هویت د قانون له مخې پټ ساتل کېږي.

ډونالډ ټرمپ د ایران معترضینو ته:دولتي بنسټونه تر کنټرول لاندې راولئ، «مرسته په لاره ده.»

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټویټ کې ویلي، چې ایراني مینه‌وال دې مظاهرو ته دوام ورکړي او خپل دولتي بنسټونه دې تر کنټرول لاندې راولي.

نوموړي زیاته کړې چې لاریونوال باید د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره مبارزه جاري وساتي، د خپلو وژل شویو همسنګره لاریونوالو نومونه دې خوندي وساتي، چې د ایراني رژیم لخوا په بې رحمانه ډول وژل شوي، څو قاتلان یې د درنې بیې ورکړې لپاره اماده شي.

ټرمپ همدارنګه ویلي، تر هغه به د ایران له چارواکو سره ټولې ناستې لغوه وي ترڅو د مظاهره‌چیانو وژنو ته د پای ټکی کېښودل شوی نه وي.

هغه په ټویټ کې ټینګار کړی: «مرسته په لاره ده.»

ننګرهار؛جلال اباد ښار کې پر عمومي سړکونو د ریکشاګانو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

د ننګرهار ولایت د طالبانو حکومت مسوولانو پرېکړه کړې، چې له دې وروسته ریکشا چلوونکي د ښار دننه پر عمومي سړکونو د تګ راتګ اجازه نه لري.

د ترافیکو مدیریت د ریکشاګانو لپاره ځانګړي خط‌السیرونه او ساحې ټاکلې او چلوونکي مکلف دي یوازې په هماغو سیمو کې فعالیت وکړي.

د پرېکړې له مخې، د ښار پر یو شمېر مهمو لارو لکه د جاندارم پل، زراعت ریاست، چپرهار او لغمان هډو او د چشمه خانجي چوک پر لارو د ریکشا تګ راتګ منع شوی او د سرغړونکو پر وړاندې به قانوني چلند کېږي.

مسوولان وایي، دا اقدام د ښاري نظم، د ترافیکي خوندیتوب او د بې‌نظمۍ د مخنیوي لپاره دی.

بل لورته ریکشاچلوونکي او یو شمېر اوسېدونکي دا پرېکړه پر ځانونو ظلم بولي او ټینګار کوي، چې د بدیلو ترانسپورتي اسانتیاوو له برابرولو پرته به عام خلک، په ځانګړي ډول سپین ږیري او ښځې، له ستونزو سره مخ شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت:نږدې ۴۰۰افغان پناه غوښتونکي به ډېر ژر المان ته انتقال شي

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي چې شاوخوا ۴۰۰ افغان پناه‌غوښتونکو ته به ژر په دې هېواد کې د ځای ورکولو زمینه برابره شي.

په دې کې ۳۶۰ کسان د فدرال پروګرام له لارې او ۵۰ نور د محلي کارکوونکو له لارې انتقالېږي.

ځانګړې توجه به هغو کسانو ته وي چې د بشري حقونو مدافعین یا د ښځو د حقونو فعالان دي.

همدارنګه، نږدې ۶۳۰ افغانان چې د بشري حقونو په لیست کې دي، په اوس وخت کې په پاکستان کې میشت دي.

عباس عراقچي د المان صدرآعظم ته:جرمني د دوه‌مخو سیاستونو له امله د بشري حقونو اعتبار له لاسه ورکړی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جرمني صدراعظم فریدریش مرتس څرګندونې وغندلې او ویې ویل چې د برلین حکومت د دوه مخو سیاستونو له امله د بشري حقونو د دفاع هېڅ اعتبار نه لري.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې جرمني کله د ایران د وسله‌والو ډلو پر وړاندې د عملیاتو غږ پورته کوي او تاوتریخوالی کمزوری ګڼي، خو په ورته وخت کې د اسرائیلو په غزه کې د لسګونو زرو فلسطینیانو د وژنې ملاتړ کوي او د امریکا لخوا د یوه دولت د مشر د تښتولو په اړه چوپ پاتې کیږي

عراقچي لیکلي، د جرمني دا دوه مخی چلند د نړیوالو بشري حقونو او مشروعیت د ارزښتونو بشپړ سپکاوی دی او غوښتنه یې وکړه چې برلین باید له ناقانونه لاسوهنو، د نسل‌وژنې ملاتړ او ترهګرۍ تمویل څخه لاس واخلي او د سیمې په چارو کې د خپل رول د اغیزو حساب ورکړي.

وړاندې د المان صدراعظم فردریس مرتس ویلي وو چې د ایران اوسنی نظام د لاریونوالو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخلي، او المان د امریکا او اروپایي متحدینو سره د ایران په بشپړه همغږۍ کې دی.

د آلمان صدراعظم:د ایران اوسنی رژیم د سقوط وروستیو شېبو ته رسېدلی

0

د آلمان صدراعظم فریدریش مرتس ویلي، چې د ایران اوسنی نظام خپل وروستي پړاو ته داخل شوی او ښايي د «وروستیو ورځو او اوونیو» شاهدان واوسو.

مرتس چې دا مهال هند ته په رسمي سفر تللی، ټینګار کړی چې په ایران کې روانې پراخې مظاهرې نور یوازې د اقتصادي ستونزو پر ضد نه دي، بلکې د خلکو غوښتنه د ټول نظام نسکورېدل دي.

هغه وویل، داسې حکومت چې یوازې د زور او تاوتریخوالي له لارې ځان ساتي، نور خپل مشروعیت له لاسه ورکوي او د پای پر لور روان وي.

د المان صدراعظم وویل جرمني له امریکا او اروپايي متحدینو سره د ایران پر سر په بشپړه همغږۍ کې دی او نوموړي همدا رنګه تهران ته د توند پیغام په استولو ویلي چې که پر ولسي پاڅونونو خونړۍ پرځونې ته دوام ورکړي، نړیوال غبرګون به پرې ډېر دروند تمام شي.

پاکستان؛کراچۍ کې لیونیو سپیانو لسګونه کسان مړه او زرګونه داړلي

0

په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان د سندھ ایالت په مرکز کراچۍ ښار کې د کوڅه‌ډبو او لیونیو سپیانو د بریدونو پېښې په بې‌ساري ډول زیاتې شوې دي.

د راپورونو له مخې، شاوخوا ۲۹ زره کسان د سپیانو له خوا داړل شوي، چې له ډلې یې لږ تر لږه ۲۲ تنه مړه شوي دي.

روغتیايي چارواکي وایي، ډېری قربانیان پر وخت واکسین او درملنې ته لاسرسی نه درلود.

له بلې خوا، ځایي محکمې د وضعیت د جدي والي له امله حکومت ته سپارښتنه کړې، چې په عاجل ډول د لیونیو سپیانو د واکسین او کنټرول منظم پروګرام پیل کړي.

هند:له افغانستان سره د سوداګرۍ د ځنډ خبرونه حقیقت نه لري او دا د پاکستاني رسنیو پروپاګند دی

د هند د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوې رسمي ادارې د هغو راپورونو پخلی رد کړی، چې ګواکې هند د ایران د روانو کړکېچونو له امله له افغانستان سره سوداګري موقتي درولې ده.

د وزارت په وینا، په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي اسناد او خبرونه، چې دا ډول ادعاوې کوي، له حقیقت سره هېڅ تړاو نه لري او جعلي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه ډول معلومات د پاکستاني جعلي ټولنیزو حسابونو له لوري د پروپاګند په موخه خپرېږي، څو عامه ذهنیت مغشوش کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي، چې په دې وروستیو کې ځینو رسنیو راپورونه خپاره کړل، چې ګواکې د ایران د زیاتېدونکې بې ثباتۍ او امنیتي ستونزو له امله هند له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې پرې کړې دي.