چهارشنبه, مې 20, 2026
Home Blog Page 172

واشنګټن:ملګرو ملتونو ته د ۲.۱۹میلیارده ډالرو د پورونو ورکړې اعلان کړی

0

د امریکا حکومت پلان لري چې په راتلونکو څو اونیو کې د ملګرو ملتونو پورونو یوه برخه ورکړي.

په دې اړه د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا استازي، مایک والټرز، ویلي چې دغه ګام به سازمان ته مالي ثبات راولي او ملګري ملتونه به وکولی شي خپلې اصلي دندې، لکه د سولې او امنیت ساتنه، په ښه ډول ترسره کړي.

مایک والټرز د ملګرو ملتونو ځینې تشکیلات هم انتقاد کړي او ویلي یې دي، چې ځینې ادارې له اړتیا پرته فعالیت کوي.

هغه د امریکا د اقدام اصطلاح «سخته مینه» یاده کړې، چې موخه یې د سازمان اصلاح او له بیوروکراسي پاکول دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د سازمان د عادي بودجې د پورونو ۹۵ سلنه امریکا ته پاتې ده، چې د فبرورۍ تر پیل پورې ۲٫۱۹ میلیارد ډالره ته رسېدلي.

همدارنګه امریکا د سوله ساتو ماموریتونو لپاره ۲٫۴ میلیارد او د ملګرو ملتونو محکمو ته ۴۳٫۶ میلیون ډالر پاتې دي.

تیر کال امریکا ۸۲۷ میلیونه او د ۲۰۲۶ کال لپاره ۷۶۷ میلیونه ډالر د عادي بودجې په توګه نه‌دي ورکړي.

د ایران سپاه پاسداران استخباراتو؛اسرائیل او امریکا ته د جاسوسۍ په تور د یوې ښځې په ګډون څلور سیاسي څېرې نیولي

0

ایراني چارواکو څلور سیاسي څېرې د هېواد د «سیاسي او ټولنیز نظم د ګډوډولو» په تور نیولي دي او ادعا کوي چې یاد کسان د امریکا او اسراییلو په ګټه فعالیت کاوه.

د الجزیرې د راپور له مخې، د ایران د قضایي ادارې له قوله، دغه کسان د جنورۍ د پراخو اعتراضونو پر مهال د حکومت پر ضد فعالیتونه تنظیم کړي او هڅه یې کړې چې په هېواد کې بې‌ثباتي رامنځته کړي.

په نیول شویو کې درې تنه د اصلاح غوښتونکي جریان مخکښ سیاستوال دي:
آذر منصوري – د ایران د اصلاحاتو جبهې مشره
محسن امین‌زاده – د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال
ابراهیم اصغرزاده – پخوانی پارلماني غړی
څلورم کس لا تر اوسه رسماً نه دی معرفي شوی.

د اصلاحاتو جبهې ویلي چې آذر منصوري د کور له دروازې د سپاه پاسداران د استخباراتي ځواکونو له‌خوا نیول شوې او یو شمېر نورو لوړپوړو غړو ته هم د حاضرېدو احضاریې ورکړل شوې دي.

دا نیونې وروسته له هغو خونړیو اعتراضونو ترسره کېږي چې د روان کال په جنورۍ کې د اقتصادي بحران له امله پیل شول او وروسته په ټول هېواد کې د حکومت ضد پاڅونونو ته واوښتل.

د ایران حکومت وایي چې د دغو اعتراضونو پر مهال ۳،۱۱۷ کسان وژل شوي، خو د امریکا مېشت د بشري حقونو فعالانو اداره (HRANA) ادعا کوي چې تر دې دمه یې ۶،۸۵۴ وژل شوي کسان ثبت کړي او د لس زره نورو قضیې تر څېړنې لاندې دي.

ایراني چارواکو معترضان «ترهګر» بللي او تور یې پورې کړی چې دا پاڅونونه د امریکا او اسراییلو له لوري تنظیم شوي، خو ملګري ملتونه او نړیوال بشري بنسټونه وایي چې ډېری وژنې د دولتي ځواکونو له‌خوا شوې دي.

چین، هند، امریکا، ترکیه او ایران؛د ۲۰۲۵ کال د سرو زرو تر ټولو ستر پېرېدونکي بلل شوي

0

د نړیوالو شمېرو له مخې، ایران په ۲۰۲۵ کال کې د سرو زرو د پېر په برخه کې د نړۍ په کچه د پنځو سترو هېوادونو په ډله کې ځای خپل کړی دی.

راپورونه ښيي چې چین د ۸۳۰ ټنه تقاضا سره د جدول په سر کې ولاړ دی او هند د ۷۱۰.۹ ټنه تقاضا سره دوهم مقام لري.

امریکا د ۱۷۵.۳ ټنه تقاضا سره درېیم ځای خپل کړی دی.

له ترکیې وروسته چې ۱۰۳.۹ ټنه تقاضا لري، ایران د ۷۲.۷ ټنه سرو زرو په پېر سره د نړۍ په کچه پنځم مقام ترلاسه کړی دی.

کارپوهان وايي، د ایران له لوري د سرو زرو لوړه تقاضا د اقتصادي بې‌ثباتۍ، د اسعارو د ارزښت ټیټېدو او د پانګې د خوندي کولو د هڅو پایله ده.

ایران او افغانستان؛د لوړپوړو سرحدي چارواکو رسمي غونډه تهران کې پیلېږي

کابل کې د ایران سفارت وایي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب‌آبادي د طالبانو حکومت د سرحداتو، اقوامو او قبایلو له وزیر مولوي نورالله نوري سره په ټیلیفوني تماس کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي همکاریو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو د سرحدي چارو په برخه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو بهیر مثبت ارزولی او د سرحدي اسنادو او نښو د نوي کولو پر دوام یې هوکړه کړې ده.

سفارت خبر ورکړی، چې د ایران او افغانستان د لوړپوړو سرحدي چارواکو راتلونکې رسمي غونډه به په ۱۴۰۵ کال کې د ایران په کوربتوب ترسره شي.

امریکایي سناتوره:د «آیت‌الله» رژیم لاسونه د امریکایانو په وینو ککړ دي

0

امریکایي سناتورې، کیتي بریت د ایران پر ضد د «اعظمي فشار» د سیاست د دوام هرکلی کړی او د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ څخه یې مننه کړې ده.

هغې په اېکس کې د هغه خبر له بیا خپرولو سره، چې د ایران د سوداګریزو شریکانو پر ضد د اضافي تعرفو د لګولو حکم پکې شوی، لیکلي چې د «آیت‌الله» رژیم لاسونه د ګڼو امریکایانو په وینو ککړ دي.

بریت ټینګار کړی، هر هېواد یا فرد چې له دې حکومت سره سوداګریزې اړیکې لري، باید په خپلو پرېکړو کې له سره غور وکړي.

د نوموړې په وینا، د امریکا د حکومت نوې اقدامات به د ایران سوداګریز شریکان دې ته اړ کړي چې خپلې اقتصادي اړیکې بیا وارزوي.

امریکا:ایران دې راتلونکو اټومي خبرو ته له عملي امتیازونو سره حاضر شي

0

امریکا د ایران له مذاکره‌کوونکي پلاوي غوښتي چې د اټومي پروګرام او نورو لانجمنو موضوعاتو په اړه له عملي وړاندیزونو سره راتلونکو خبرو ته حاضر شي.

د راپورونو له مخې، دواړو لورو د جمعې په ورځ په عمان کې مهم مذاکرات وکړل، چې پکې د امریکا سیاسي او پوځي چارواکي هم شامل وو.

ایراني لوري دا خبرې اوږدې او ستونزمنې بللې؛ خو دواړو هېوادونو د ډیپلوماسۍ د دوام نیت ښودلی دی.

واشنګټن غواړي خبرې یوازې پر اټومي موضوع محدودې نه‌وي، بلکې د توغندیو پروګرام او سیمه‌ییزو فعالیتونو ته هم وغځېږي.

ټرمپ بیا خبرداری ورکړی چې د هوکړې نشتون ښايي خطرناکې پایلې ولري.

امرالله صالح:که پاکستان رښتیا د برید اصلي طراح نیولی وي، نو پوځ دې د ټویټونو پرځای عملي اقدام وکړي

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي، که رښتیا هم اسلام‌اباد د وروستي خونړي برید اصلي طراح نیولی وي، نو دا د پاکستان لپاره یو تاریخي ازمېښت دی.

صالح په خپله ایکس پاڼه ویلي، پاکستان چې د نړۍ له سترو پوځونو څخه یو لري، باید یوازې په اعلامیو او ټولنیزو رسنیو بسنه ونه کړي، بلکې عملي ګامونه دې واخلي او د هغو ټولو پر ضد دې پوځي عملیات وکړي چې د اسلام‌اباد په برید کې لاس لري.

نوموړي زیاته کړې: «د دومره لوی پوځ موخه دا ده چې د خلکو وینه خوندي کړي، نه دا چې یوازې ټویټونه خپاره کړي.»

د هغه په خبره، که پاکستان د خپلو خلکو د قاتلانو پر وړاندې عملي اقدام ونه کړي، نو دا به د دې پوځ د موجودیت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

سنتکام:د KC-135 ستراتېتانکر الوتکه د امریکا پوځي الوتکو ته د اوږدې جګړې کولو توان ورکوي

0

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) په تازه خپرو شویو عکسونو سره ویلي، چې د KC-135 ستراتېتانکر الوتکه د هوايي ځواک لپاره حیاتي رول لري او د دې وړتیا لري چې پوځي الوتکې د اوږدې مودې لپاره په هوا کې وساتي.

سنتکام په خپله ایکس پاڼه ویلي، دغه الوتکه تر ۲۰۰ زره پونډه زیات تېل نورو الوتکو ته د الوتنې پر مهال لېږدوي، چې له امله یې جنګي او څارګریزې الوتکې کولی شي له بېړنۍ ناستې پرته خپل مأموریتونه وغځوي.

په راپور کې راغلي، د KC-135 الوتکې په شا برخه کې یو ځانګړی عمله، چې «بوم آپرېټر» بلل کېږي، ځای پر ځای وي او د ځانګړي پایپ له لارې نورو الوتکو ته په هوا کې تېل ورکوي.

بنیامین نتانیاهو:پر ایران هیڅ ډول باور نشته او هر ګواښ به خطرناک ځواب ولري

0

د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر اعلان کړی چې د امریکا سره په هر احتمالي تړون کې د ایران د حکومت پر ژمنو باور نه شي کېدای.

د نتانیاهو دفتر ټینګار کړی چې د ایران سره هر ډول خبرې اترې باید د دې هېواد د بالستیک توغندیو د پروګرام محدودول هم پکې شامل وي.

په بیان کې همدارنګه ویل شوي چې که ایران د اسراییلو د زیانمنولو لپاره هر ډول هڅه وکړي؛ نو دا به جدي او خطرناکې پایلې ولري.

د نتانیاهو دفتر زیاته کړې چې اسراییل به د خپلې امنیتي دفاع لپاره له هېڅ اقدام څخه ډډه ونه کړي او د هر ډول ګواښ پر وړاندې به کلک غبرګون وښيي.

د بلخ امنیه قومندانۍ؛د ټولنیزو رسنیو له لارې د خلکو “بلک میل” کولو په تور اووه کسان نیولي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونو یې په دې ولایت کې د هدفمندو عملیاتو پر مهال د خلکو “بلک میل کولو” په تور اووه کسان نیولي.

د مسولینو په وینا، یادې ډلې به د ټولنیزو شبکو له لارې له خلکو شخصي معلومات او انځورونه ترلاسه کول او وروسته به یې د افشا کولو په ګواښ ترې پیسې غوښتې.

یادو انلاین مجرمینو په خپلو جرمونو اعتراف کړی.

امنیې قوماندانۍ ویلي، چې له نیول شویو کسانو څخه قانوني څېړنې روانې دي او د ورته شبکو د له منځه وړلو لپاره نورې پلټنې هم دوام لري.