جمعه, جولای 10, 2026
Homeافغانستانزلمی خلیلزاد:د نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینه خواشینوونکې او ناعادلانه...

زلمی خلیلزاد:د نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینه خواشینوونکې او ناعادلانه ده

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، ټاکل شوې چې افغانستان ډېر ژر د دولتي پوهنتونونو د شاملېدو ازموینه (کانکور) ترسره کړي، خو د نجونو نه ګډون یې خواشینوونکی او ناعادلانه بللی دی.

خلیلزاد په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي، دا د افسوس وړ ده چې ځوانو نجونو ته به د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه ورنه کړل شي.

تر دې مخکې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د نجونو او ښځو د کانکور له ازموینې د محرومېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

کرزي د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیزي او هغوی ته د زده‌کړو او کانکور په ازموینه کې د ګډون فرصت برابر کړي.

د يادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو او پوهنتونونو څخه محرومې کړي دي او د کانکور په ازموینه کې هم د ګډون اجازه نه ورکوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here