پنجشنبه, مې 21, 2026
Home Blog Page 169

زلمی خلیلزاد:خواجه اصف دې د پاکستان د دوه‌ګوني سیاست په اړه نور وضاحت هم ورکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف اعتراف کړی چې هېواد یې د سپټمبر له ۱۱مې وروسته ځان امریکا ته «په کرایه» ورکړی و.

خلیلزاد په اېکس کې پوښتنه کړې چې ایا پاکستان په هماغه موده کې د امریکا پر ضد جګړه کوونکو ته هم پناه نه ورکوله؟ او که دا کار شوی وي؛ نو په بدل کې یې له چا او څه ترلاسه کول؟

هغه زیاته کړې چې دا به مهمه وي که د پاکستان د دفاع وزیر په دې اړه نور وضاحت ورکړي، څو څرګنده شي چې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال د اسلام‌اباد تګلاره څه وه او کومې ګټې یې ترلاسه کړې.

تر اوسه د پاکستاني چارواکو له لوري د خلیلزاد دغو څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

پاکستان؛۱۱۰۰ پاکستاني محصلین بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي

د پاکستان د پارلماني چارو وزیر طارق فضل چودري وايي، تر اوسه شاوخوا ۱۱۰۰ پاکستاني زده‌کړیالان له افغانستانه خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

نوموړي د پاکستان ملي اسمبلۍ ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د ځانګړو اسانتیاوو تر برابرېدو وروسته دغه زده‌کړیالان د الوتنو له لارې بېرته ستانه شوي دي.

د هغه په وینا، دا مهال نږدې زر نور پاکستاني زده‌کړیالان لا هم په کابل او جلال‌اباد کې پر خپلو زده‌کړو بوخت دي او د پاکستان له سفارت سره په دوامداره اړیکه کې دي.

بل لور ته، د طالبانو حکومت ویلي، چې د پاکستان ډیپلوماتیک استازولۍ باید د پاتې زده‌کړیالانو بشپړ نوملړ په رسمي ډول او د اړوندو اسنادو له تایید سره شریک کړي، څو د هغوی د وتلو بهیر اسانه کړي.

امریکا؛د حزب‌الله د مالي تمویل پر شبکو تازه بندیزونه ولګول

0

د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی چې د حزب‌الله له مالي شبکو سره د اړیکو په تور یې پر دوو کسانو، څلورو شرکتونو او دوو کښتیو بندیزونه لګولي دي.

د اوفاک د معلوماتو له مخې، دا بندیزونه هغه اشخاص او بنسټونه په نښه کوي چې د پېر، لېږد او مالي راکړې ورکړې له لارې د ایران په ملاتړ د حزب‌الله تمویل اسانه کوي.

روسی وګړی اندري بوريسوف او لبنانی وګړی محمد ماجد محمد نايف هم د ثانوي بندیزونو تر لست لاندې شامل شوي دي.

همداراز د پاناما، لبنان، اذربایجان او ترکیې اړوند څلور شرکتونه او د «برېلیانس» او «لارا» په نوم دوې بېړۍ هم تحریم شوې دي.

د دې اقدام له مخې امریکايي وګړي له یادو کسانو او شرکتونو سره له هر ډول معاملې منع دي او شتمنۍ یې کنګل کېږي.

امریکا وایي، دا ګام د حزب‌الله د مالي سرچینو د محدودولو او د سیمه‌ییز امنیت د پیاوړتیا په موخه اخیستل شوی دی.

انتونیو ګوترېش:په علومو کې د ښځو برابري د بشریت د پرمختګ لپاره حیاتي ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، په علومو کې د ښځو او نارینه‌وو برابر ګډون د بشریت د پرمختګ لپاره اړین دی.

هغه خبرداری ورکړی چې که څه هم زده‌کړو ته د لاسرسي په برخه کې پرمختګ شوی؛ خو لا هم په نړۍ کې یوازې درېیمه برخه څېړونکي ښځې دي.

ګوترېش د داسې چاپېریال د رامنځته کېدو غوښتنه کړې چې ښځې او نجونې وکولای شي د علم په ډګر کې خپلې موخې ترلاسه کړي او ټینګار یې کړی چې دا چاره نه یوازې د ښځو حق دی، بلکې په ټوله کې د ټولنې د پرمختګ لپاره مهمه ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو محرومې دي او د پوهنتونونو دروازې هم پر هغوی تړلې دي.

کاناډا؛په برېټش کولمبیا ایالت کې د ډزو په پېښه کې ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د کاناډا او یو شمېر نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د کاناډا د برېټش کولمبیا ایالت په ټمبلر ریج سیمه کې په یوه ښوونځي او ورسره تړلي کور کې د ډزو خونړۍ پېښه رامنځته شوې چې له امله یې د شکمن په ګډون لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.

د سیمه‌ییزو پولیسو په وینا، په دې پېښه کې تر ۲۵ زیات کسان ټپیان شوي چې د ځینو روغتیایي وضعیت نازک بلل شوی دی.

ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي او د ځینو د ژغورنې هڅې روانې دي.

امنیتي چارواکو ویلي چې د پېښې انګېزه لا نه ده روښانه شوې؛ خو د سیمې د خوندیتوب لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او پلټنې دوام لري.

پولیسو له خلکو غوښتي چې د سیمې له نږدې کېدو ډډه وکړي او یوازې له رسمي سرچینو معلومات تعقیب کړي.

ډونالډ ټرمپ:یا به له ایران سره تاریخي تړون ته رسېږو، یا به سخت اقدام ته مجبورېږو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که له ایران سره هوکړې ته ونه رسېږي، نو امریکا به د «تېر ځل په څېر» سخت اقدام ته مجبوره شي.

ټرمپ ویلي، دا مهال د منځني ختیځ پر لور د دویمې الوتک‌وړونکې بېړۍ د لېږلو ارزونه روانه ده، چې د «ابراهام لینکلن» ترڅنګ به نورې جګړه‌ییزې بېړۍ او جنګي الوتکې هم سیمې ته واستول شي.

نوموړي د یوې اسرائیلي رسنۍ Channel 12 خبریال بارک راوید سره په مرکه کې ویلي، چې ایران د «۱۲ ورځنۍ جګړې» پرتله اوس ډېر نرم دریځ خپل کړی او په روانو اړیکو کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

هغه وویل: «دا خبرې له پخوا سره بشپړ توپیر لري، مخکې ایرانیانو باور نه درلود چې زه به پرې برید وکړم او ډېر لوی خطر یې واخیست.»

ټرمپ زیاته کړه، چې فکر نه کوي د امریکا او ایران مذاکرات به پر اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو فشار راوړی وي. د هغه په خبره، نتانیاهو هم یو ښه او قوي تړون غواړي.

هغه وویل، امریکا کولای شي له ایران سره یو «عالي تړون» ته ورسېږي، خو ایران به نه اټومي وسلې ولري او نه هم توغندي.

ټرمپ ټینګار کړی چې اټومي موضوع باید حتماً د هر ډول تړون اساسي برخه وي.

ټرمپ همداراز وویل چې د جمعې په ورځ پیل شوې نوې خبرې ښيي چې ایران تر پخوا ډېر انعطاف ښيي، او امکان شته چې د مذاکراتو بل پړاو حتا له راتلونکې اوونۍ پیل شي.

سي‌اېن‌اېن:نتانیاهو د ایران پر ضد د احتمالي پوځي بریدونو په اړه له ټرمپ سره خبرې کوي

0

د سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به د دې اونۍ په جریان کې واشنګټن ته د سفر پر مهال له د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ایران پر ضد د احتمالي پوځي بریدونو په اړه خبرې وکړي.

د راپور له مخې، اسرائیل اندېښنه لري چې که د امریکا او ایران روانې خبرې ناکامې شي، نو تهران به په لنډ وخت کې د بالستیک توغندیو لوی زېرمتون بیا ورغوي.

د اسرائیلي سرچینو په وینا، ایران کولای شي په څو اوونیو یا میاشتو کې له ۱۸۰۰ تر ۲۰۰۰ پورې بالستیک توغندي ولري.

راپور وایي اسرائیل هڅه کوي امریکا دې ته وهڅوي چې هر ډول احتمالي تړون کې باید ایران د غني شوي یورانیمو زېرمې له منځه یوسي، د یورانیم غني کول بند کړي، د توغندیو پروګرام محدود کړي او له سیمه‌ییزو وسله‌والو ډلو ملاتړ پای ته ورسوي
خو ایران ټینګار کړی چې یوازې د هستوي موضوع په اړه خبرو ته تیار دی.

د راپور له مخې، ټرمپ دا امکان رد نه کړ چې یوازې د هستوي وسلو پر محدودولو تړون ومني، خو ویې ویل: «تر ټولو مهمه دا ده چې ایران باید هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي.»

راپور زیاتوي، د نتانیاهو لپاره تر ټولو بده سناریو دا ده چې امریکا له ایران سره داسې محدود تړون وکړي چې یوازې د یورانیمو غني کول کنټرول کړي او د ایران پوځي ځواک سره کار ونه لري.

علي لاریجاني:نتانیاهو په غلط پیغام رسولو امریکا ته پر لاره دی، خو امریکا باید د وضیعت جدیت په فکر کې ولري

0

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاريجاني، خبرداری ورکړی چې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو اوس د امریکا په لور روان دی، او امریکایان باید په دې برخه کې ډېر هوښیار اوسي.

لاریجاني ټینګار کړی چې امریکایان باید اجازه ورنه کړي چې نتانیاهو د سفر پر مهال داسې تاثر ورکړي چې ګواکې غواړي د ایران د اټومي مذاکراتو د چوکاټ په اړه امریکایانو ته «ښوونه» وکړي.

هغه ویلي، امریکا باید د اسرائیلي رول د مخربو تاثیراتو په اړه هوښیار اوسپ او د وضعیت جديت په پام کې ونیسي.

جاپان؛یونیسف سره افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره ۶.۳ میلیونه ډالره مرسته وکړه

یونیسف وايي، د جاپان حکومت د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) له لارې د ۶.۳ میلیونه امریکایي ډالرو په مرسته له دې ادارې سره خپله همکاري نوې کړې، څو په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو او د منظم واکسین د پیاوړتیا لپاره هڅې چټکې کړي.

د یونیسف لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه مرسته به د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د ماشومانو د واکسین د پوښښ د پراخولو، د روغتیايي کارکوونکو د ملاتړ، د سړې زنځیر (کولډ چین) د سیستم د پیاوړتیا او د ټولنې د پوهاوي د لوړولو لپاره ولګول شي.

یونیسف زیاتوي، دا پروګرام به په ځانګړي ډول هغو لېرې پرتو سیمو ته لاسرسی زیات کړي چې ماشومان یې لا هم له منظم واکسین څخه پاتې دي، او دا به د افغانستان د ماشومانو د روغتیا د خوندي کولو لپاره یو مهم ګام وي.

کابل؛احمدشاه بابا مېنه کې په یوه مارکیټ کې اور لګېدلی

کابل ښار د دوولسمې ناحیې، احمدشاه بابا مېنې لومړي څلورلارې ته نږدې په یوه مارکیټ کې اور لګېدلی دی.

تر اوسه پورې مسؤلینو د اور د لګېدنې علت په اړه څه نه دي ویلي.

ددغې اور د مالي او ځاني زیان په اړه هم څه نه دي ویل شوي.