نن په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو ۱۷۰۰ ورځې پوره شوې؛ هغه پرېکړه چې د میلیونونو نجونو د زدهکړو، هیلو او راتلونکي پر وړاندې یې لوی خنډ جوړ کړی دی.
د ۲۰۲۱ کال د اګست له تحولاتو وروسته، د طالبانو حکومت د شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل. که څه هم د طالبانو حکومتي چارواکو څو ځله ویلي چې د نجونو ښوونځي “تر امر ثاني” پورې تړل شوي؛ خو تر اوسه دغه امر نه دی صادر شوی او د نجونو د زدهکړو د بېرته پیل لپاره کوم عملي اقدام نه دی لیدل شوی.
په دې موده کې میلیونونه نجونې له زدهکړو بې برخې پاتې شوې دي. د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او ګڼو اسلامي هېوادونو له لوري پرلهپسې غوښتنې شوې چې افغان نجونو ته د زدهکړو حق ورکړل شي؛ خو دغو غوښتنو تر اوسه کومه پایله نه ده لرلې.
نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې د نجونو د زدهکړو دوامداره بندیز نه یوازې د افغانستان پر اقتصاد او ټولنیز پرمختګ منفي اغېز کوي، بلکې راتلونکي نسلونه هم له جدي ستونزو سره مخامخ کوي.
بل لور ته، ګڼې کورنۍ وایي چې د ښوونځیو د تړل کېدو له امله د نجونو د زدهکړو انګېزه کمه شوې او ډېری نجونې له روحي فشارونو، نا امیدۍ او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.
سره له دې محدودیتونو، ځینو نجونو هڅه کړې چې د انلاین زدهکړو، کورنیو کورسونو او شخصي مطالعې له لارې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي؛ خو لا هم زرګونه نورې نجونې د زدهکړو له حقه محرومې دي او ځینې حتی جبري ودونو ته اړ شوې دي.

