رویټرز وايي، د وینزویلا چارواکو د پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو نږدې متحد او سوداګر الیکس ساب امریکا ته سپارلی دی.
د وینزویلا د کډوالۍ ادارې (SAIME) ویلي، الیکس ساب د امریکا او وینزویلا د ګډو عملیاتو پر مهال په فبرورۍ میاشت کې په کاراکاس کې نیول شوی و.
نوموړی مخکې هم په ۲۰۲۰ کال کې د «کېپ ورد» په هېواد کې نیول شوی او امریکا کې د بډو او فساد په تور زنداني شوی و.
راپور کې راغلي، چې الیکس ساب په ۲۰۲۳ کال کې د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې بښل شوی و، خو اوس بیا امریکا ته لېږدول شوی دی.
امریکايي سرچینې وایي، نوموړی ښايي د مادورو پر ضد د جنایي دوسیې لپاره مهم معلومات ورکړي.
همداراز، نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلوریس هم په نیویارک کې د مخدره توکو د قاچاق او نورو جرمونو له تورونو سره مخ دي، خو دواړه دغه تورونه ردوي.

