چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 163

جاپان؛افغانستان سره د درې میلیونه ډالرو بشري مرستې اعلان کړی

د ملګرو ملتونو د نفوسو نړیوال صندوق اعلان وکړ چې جاپان افغانستان ته درې میلیونه ډالر بشري مرسته ځانګړې کړې ده.

دا مرسته به شاوخوا ۲۱۰ زره کسانو ته، په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته د روغتیا، رواني ملاتړ او ټولنیزو خدماتو د برابرولو لپاره وکارول شي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو نړیوال صندوق، ویلي چې دا بودیجه به هغو کسانو ته ځانګړې شي چې د طبیعي پېښو او بې‌وزلۍ له امله زیانمن شوي دي.

جاپان د طالبانو حکومت له واکمنۍ راهیسې ۵۴۹ میلیونه ډالره بشري مرسته افغانستان ته ورکړې.

د آلمان د پارلمان غړی:سپاه پاسداران باید د ترهګرو په نوملړ کې شامل شي

0

د آلمان د پارلمان غړي نوربرت روتگن ویلي، د سپاه پاسداران د ترهګرو په فهرست کې شاملول به د ایران د رژیم مالي او سیاسي منابع محدودې کړي او د زور او پرځونې بنسټونه به یې تر فشار لاندې راولي.

هممهاله، د ایران حکومت د اعتراضونو د ځپلو او انټرنېټ د قطع کولو دوام، د نړیوالو انتقادونه را پارولي.

یو شمېر هېوادونو ایران ته د احتمالي نویو تحریمونو خبرداری ورکړی او نړیوالو د ایران د اعمالو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ولادیمیر پوتین؛نن د طالبانو حکومت د سفیر په ګډون د یو شمېر بهرنیو سفیرانو باورلیکونه ترلاسه کړي

کرملین اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د څو هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه په رسمي ډول ترلاسه کړي.

د خپاره شوي لېست له مخې، په دې مراسمو کې د طالبانو حکومت سفیر، ګل حسن حسن، چې د روسیې فدراسیون ته ټاکل شوی، هم شامل دی او خپل باورلیکونه به ولسمشر پوتین ته وسپاري.

دا ګام د مسکو او کابل ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو په چوکاټ کې مهم پرمختګ بلل کېږي.

ایران؛خپله هوایي فضا د لنډمهال بندښت وروسته بیرته پرانیسته

0

ایران د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د احتمالي پوځي برید د ګواښونو په ځواب کې خپل هوايي فضا لنډمهاله پر ډېرو سوداګریزو پروازونو وتړله، خو څو ساعته وروسته یې بیا پرانیستله.

د امریکا د فدرالي هوايي ادارې (FAA) له مخې، د بندیز پر مهال یوازې څو الوتکې د ایران په فضا کې وې، او زیات شمېر نورې الوتکې د هیواد پر سرحدونو تېرېدې.

د بندیز په جریان کې ټولو تجارتي پروازونو اړتیا درلوده چې د ایران د ملکي هوايي چارو ادارې (CAO) څخه مخکې جواز ترلاسه کړي.

وروسته له دې چې ایران خبرداری ورکړی و که امریکا برید وکړي، په سیمه کې به د امریکا ځواکونه هدف ګرځول شي، امریکا او برتانیا هم په قطر کې د العدید هوايي اډې څخه یو شمېر سرتیري ایستلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:ایران د معترضینو پر ضد پوځي ډرونونه کاروي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د فارسي ژبې رسمي حساب په ایکس کې لیکلي چې د روانو اعتراضونو پر مهال د ایران رژیم د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) ټکنالوژي د سوله‌ییزو معترضینو پر ضد کارولې ده.

دغه حساب زیاتوي چې دا ډرونونه د خلکو د پېژندنې، څارنې او تعقیب لپاره کارول کېږي، تر څو امنیتي ځواکونه وکولای شي هغوی ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې ایران خپلو وګړو ته د دښمن جنګیالیو په سترګه ګوري او د هغوی پر ضد جګړه پر مخ وړي.

د دوی په وینا، نړۍ د دې رژیم کړنې ویني او دا به هېڅکله هېرې نه شي.

ډونالډ ټرمپ:رضا پهلوي محترم شخصیت دی؛ خو انتخاب او نه انتخاب به یې د ایران د خلکو په خوښه وي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که څه هم شاهزاده رضا پهلوي یو «محترم شخصیت» ښکاري، خو لا هم شک شته چې نوموړی به د ایران دننه پراخ ولسي ملاتړ ترلاسه کړي.

ټرمپ د رویټرز خبري اژانس ته په یوه ځانګړې مرکه کې ټینګار کړی چې د داسې ملاتړ لپاره لا وخت نه دی رسېدلی او دا روښانه نه ده چې ایرانیان به هغه د رهبر په توګه ومني.

د امریکا ولسمشر دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې تېره اوونۍ یې ویلي وو، د رضا پهلوي سره د لیدنې نیت نه لري او په غیرمستقیم ډول یې د هغه د سیاسي مشرتابه وړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې وه.

ټرمپ تر دې مخکې څو ځله ګواښ کړی چې د ایران د معترضینو د ملاتړ لپاره به اقدام وکړي، خو تر اوسه یې د پخواني شاه د زوی، رضا پهلوي، د بشپړ ملاتړ څخه ډډه کړې ده.

رضا پهلوي:سیکولر او دموکراتیک ایران د سیمې ثبات تضمینوي

0

د ایران د پخوانۍ شاهي کورنۍ غړي، رضا پهلوي، په یوه پیغام کې نړیوالو ته وویل، چې د ده په وینا «له اسلامي جمهوریت وروسته ایران» به له نړیوالې انزوا ووځي او نوې بهرنۍ او کورنۍ تګلاره به پیل کړي.

هغه وویل، په یو ازاد ایران کې به له امریکا سره ډیپلوماتیکې اړیکې عادي شي، له اسرائیل سره به رسمي اړیکې ټینګې شي او ایران به د سیمې له عربي هېوادونو سره د نوو همکاریو محور جوړ کړي.

پهلوي ټینګار وکړ چې راتلونکی نظام به د شفافیت، حساب ورکونې او نړیوالو معیارونو پر بنسټ ولاړ وي، فساد به له منځه وړل کېږي او دولتي ادارې به د خلکو پر وړاندې ځواب ویونکي وي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي جمهوریت پای او د یو سیکولر، دموکراتیک حکومت جوړېدل به نه یوازې د ایران لپاره، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره هم د ثبات او فرصت نوې دروازې پرانیزي.

د امریکا د خزانې وزیر:د ایران مشران د نظام له راتلونکي ناامیده شوي او خپلې شتمنۍ باسي

0

د امریکا د خزانې وزیر، سکات بسنت، ویلي چې دا مهال د ایران لوړپوړي چارواکي د هېواد شتمنۍ بهر ته قاچاق کوي او له نظام څخه د تېښتې په حال کې دي.

بسنت په یوه مرکه کې وایي: «موږ وینو چې اوس موږکان له بېړۍ وځي؛ ځکه لسګونه میلیونه ډالر د رژیم د مشرانو له‌خوا بهر ته انتقالېږي.»

نوموړي زیاته کړه، دا پیسې د نړۍ بېلابېلو بانکونو او مالي بنسټونو ته ننوځي، خو د امریکا د خزانې وزارت یې د بانکي سیستم او ډیجیټلي شتمنیو له لارې په دقیق ډول څاري.

د بسنت په وینا، واشنګټن د ایران د تېلو پر صادراتو د «اعظمي فشار» کمپاین پلي کړی، څو د رژیم مالي سرچینې پرې کړي، او یوازې په تېره یوه میاشت کې د ایران مالي جوړښت له بشپړې نړېدنې سره مخ شوی دی.

ان‌بی‌سي:ټرمپ د ایران جګړه لنډه غواړي، خو د قوي ضربې په شرط

0

ان‌بی‌سي نیوز د سپینې ماڼۍ له نږدې سرچینو او چارواکو د راپورونو له مخې ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل ملي امنیتي ټیم ته سپارښتنه کړې چې که د ایران پر ضد هر ډول پوځي اقدام کېږي، باید محدود، چټک او پرېکنده وي او امریکا باید له داسې جګړې ځان وساتي چې اوونۍ یا میاشتو وغځېږي.

راپور زیاتوي، سره له دې چې په واشنګټن کې پر بېلابېلو سناریوګانو بحث روان دی، د ټرمپ سلاکارانو تر اوسه ولسمشر ته دا ډاډ نه دی ورکړی چې له احتمالي برید وروسته به د ایران حکومت په لنډ وخت کې نسکور شي.

خو له بلې لخوا، د تهران د احتمالي غبرګون، د سیمې پر امنیتي وضعیت او د امریکا پر ځواکونو د متقابل ځواب په اړه جدي اندېښنې شته.

د ان‌بی‌سي نیوز په وینا، همدا ناڅرګندتیاوې د دې لامل شوې چې د سپینې ماڼۍ دننه د پوځي اقدام د پایلو او لګښتونو په اړه بحثونه لا هم روان دي، او ټرمپ هڅه کوي له داسې سناریو ځان وژغوري چې امریکا یو ځل بیا په اوږدمهاله او ستړې کوونکې جګړه کې ښکېله شي.

عباس عراقچي ډونالډ ټرمپ ته:د جون تېروتنه بیا مه تکراروئ

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې د جون میاشتې تېروتنه دې بیا تکرار نه کړي، ځکه د ناکامو تجربو پایله تل یوه وي.

نوموړي ویلي، که امریکا یو ځل بیا هماغه ناکامه لاره خپله کړي؛ نو پایله به یې خطرناکه وي، او ایران به د هر ډول بهرني اقدام پر وړاندې غبرګون وښيي.

عباس عراقچي فاکس‌نيوز ته ويلي، هیواد کې وضعیت عادی دی او حکومت د حالاتو بشپړ کنټرول په لاس کې لري.

دغه څرګندونې وروسته له هغه شوې چې د امریکا ولسمشر د ایران دننه د معترضینو د ملاتړ او د احتمالي اقداماتو په اړه خبرې کړې وې.

د ایران حکومت دا ډول څرګندونې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې وه.