پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 162

نټ‌بلاکس:په ایران کې د ۲۳۸ ساعته انټرنټ بندیز وروسته حکومت محدود او فلټر شوی لاسرسی بېرته فعال کړی

0

د نړیوال انټرنټ د څار بنسټ NetBlocks په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ایران کې د عام انټرنټ خدمتونه لا هم د بندیز تر سخت اغېز لاندې دي او دا وضعیت تر اوسه د ۲۳۸ ساعتونو لپاره دوام لري.

خو د نټ‌بلاکس د ترافیکي معلوماتو له مخې، په عین حال کې د ځینو انلاین خدمتونو کارونه یو ځل بیا تر سترګو کېږي.

دغه بنسټ وايي چې د ګوګل په ګډون یو شمېر نړیوالو پلېټفارمونو ته محدود او سخت فلټر شوی لاسرسی بېرته فعال شوی، چې دا موضوع د کاروونکو له راپورونو سره هم سمون لري.

راپور زیاتوي چې دا بېرته‌راګرځېدلی لاسرسی بشپړ نه دی، بلکې د حکومت تر سخت کنټرول لاندې دی، او ښيي چې چارواکو د انټرنټ عمومي بندیز پر ځای د انتخابي او فلټر شوي انټرنټ تګلاره غوره کړې ده.

سراج‌الدین حقاني؛د هرات له ۹ کلن نابغه ماشوم سره لېدلي او هغه یې ستایلی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د هرات له ۹ کلن ماشوم محمد امیري سره لیدلي او هغه یې نادر استعداد بللی.

سراج الدین حقاني محمد امیري سره د زده‌کړو او مالي ملاتړ ژمنه کړې.

ښاغلي حقاني یاد ماشوم ته نغدې پیسې او لپ‌ټاپ ډالۍ کړی.

د یادونې ده چې محمد امیري په نهه کلنۍ کې په ۹ ژبو روانې خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم په افغانستان کې د شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې منع دي او میلیونونه نجونې له تعلیم څخه بې‌برخې پاتې دي.

اسماعیل بقایي:نه پوهېږو چې ایران کې د ۸۰۰ کسانو د اعدام دروغ معلومات څوک لوېدیځو هېوادونو ته ورکوي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وایي، هغه خبرې چې په ایران کې د ۸۰۰ کسانو د اعدام احتمال یادوي، غیرمسوولانه او له حقیقته لرې دي.

هغه ویلي، چې معلومه نه ده دا ناسم معلومات څوک لوېدیځو هېوادونو ته لېږي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې په ایران کې وژنې او اعدامونه درول شوي او هغه ۸۰۰ پلان شوي اعدامونه هم بند شوي دي.

اسماعیل بقایي همداراز د ایران پر ضد د پوځي اقدام د ګواښ په اړه ویلي: «موږ دومره پیاوړي او باارادې یو چې د هر یرغلګر لاس به ماتوو.»

د هلمند د سوداګرۍ خونه:د افغانستان پنبه د پاکستان پر ځای ترکیې، بنګله‌دېش او ایران ته په لوړه بیه صادرېږي

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، د افغانستان د پنبې صادراتو نړیوالو بازارونو ته لار موندلې او دا مهال دا محصول د پاکستان پر ځای ترکیې، بنګله‌دېش او ایران ته صادرېږي.

د خونې رییس غلام یحیی وايي، که څه هم له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو ستونزې جوړې کړې؛ خو همدې وضعیت افغان سوداګر دې ته اړ کړل چې بدیل بازارونه ولټوي او خپلې سوداګریزې لارې متنوع کړي.

د نوموړي په وینا، افغان پنبه دا مهال د بنګله‌دېش، ترکیې او ایران په بازارونو کې د پاکستان په پرتله په لوړه بیه پلورل کېږي، او سوداګرو د څو میاشتو له ځنډ وروسته په تدریجي ډول وتوانېدل چې د صادراتو نوې لارې فعالې او خپل سوداګریز فعالیتونه بېرته منظم کړي.

سنډې ټایمز:د ایران د ملي پاڅون په دوو ورځو کې تر ۱۸ زرو پورې معترضان وژل شوي

0

د سنډې ټایمز ورځپاڼې د ایران دننه د ډاکټرانو له‌خوا ترلاسه شوی یو تازه راپور خپور کړی، چې له مخې یې د «ایرانیانو د ملي انقلاب» په دوو ورځو کې لږ تر لږه له ۱۶ زره او ۵۰۰ څخه تر ۱۸ زره پورې مظاهره‌کوونکي وژل شوي او له ۳۳۰ زرو څخه تر ۳۶۰ زرو پورې ټپیان شوي دي.

په قربانیانو کې ماشومان او امیندوارې ښځې هم شاملې دي، او اټکل کېږي چې ډېری قربانیان د ۳۰ کلونو څخه کم عمر لري.

سنډې ټایمز د هغو شاهدانو له قوله، چې د ترکیې له پولې اوښتي، لیکلي چې د سپاه او بسیج موټرسايکل‌سوار ځواکونه د خلکو د وژلو لپاره جګړه‌ییز مهمات، کلاشینکوفونه او آن پر وانت موټرو نصب شوي درانده ماشین‌ګنونه کارول.

همداراز د عراق څخه د حشد الشعبی د ځواکونو د لېږد راپورونه هم شته.

راپور زیاتوي چې د تېرې جمعې په ورځ ټول مظاهره‌کوونکي په ډزو وویشتل شول او د سپاه ځواکونو په سړه سینه هڅه کوله د خلکو سرونه په نښه کړي.

راپور د عیني شاهدانو له قوله وایي چې د بسیج ځواکونو به مړي له کوڅو ټولول او د دې لپاره چې نښې پاتې نه شي، نورو ښارونو ته به یې د ښخولو لپاره لېږدول، یا به یې د مړو د سپارلو په بدل کې لویې پیسې غوښتې.

پخوانی امریکايي سفیر:ټرمپ ښايي همدا اوونۍ د خامنه‌يي پر ضد سخت اقدام وکړي

0

په اسراییل کې د امریکا پخواني سفیر، دانیل شاپیرو، د ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي چې ښايي د امریکا ولسمشر همدا اوونۍ د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌يي پر ضد د سخت اقدام نیت ولري.

شاپیرو زیاته کړې چې ډېر ژر به د امریکا د الوتکو وړونکې بېړۍ یوه ډله منځني ختیځ ته ولېږدول شي، چې دا به په ایران کې د پراخو پوځي بریدونو ترسره کول اسانه کړي.

د هغه په وینا، د خامنه‌يي پر ضد اقدام، ښايي د سپاه پاسداران او بسیج د قومندانۍ پر مرکزونو له بریدونو سره یو ځای وي، او دا به ټرمپ ته دا زمینه برابره کړي چې ووایي هغه له ایراني معترضینو سره پر خپله ژمنه ولاړ پاتې شوی او د حکومت د تاوتریخوالي د لګښت ورکولو ګواښ یې عملي کړی دی.

واشنګټن‌پوسټ:ټرمپ به په راتلونکو اوونیو کې د ایران پر ضد د برید د تایید بل فرصت ولري

0

واشنګټن‌پوسټ د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د راتلونکو دوو تر درېیو اوونیو کې، هم‌مهاله له دې چې د امریکا پوځي توان په سیمه کې ځای پر ځای کېږي او د اسراییلو اندېښنې د خپل امنیت د ساتنې په اړه راکمېږي، د ایران پر ضد د بریدونو د تایید لپاره یو بل فرصت ولري.

د راپور له مخې، تمه نه ده چې د ګواښ کچه په نږدې راتلونکي کې کمه شي.

یوې باخبره سرچینې واشنګټن‌پوسټ ته ویلي چې د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سینټکام) ته امر شوی چې د راتلونکې میاشت لپاره د لوړپوړي ملاتړ ۲۴ ساعته او اووه ورځې په اوونۍ کې پلان برابر کړي.

واشنګټن‌پوسټ همدارنګه لیکلي، په داسې حال کې چې د چهارشنبې په ورځ د امریکا له‌خوا پر ایران د برید احتمال مطرح و، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، عمان او نور عربي متحدان په همغږۍ سره له ټرمپ وغوښتل چې د ایران پر وړاندې خپلې دیپلوماتیکې لارې وساتي او له زغمه کار واخلي.

اسراییل کې د امریکا سفیر:خامنه‌يي د شیطان ریښتینی زوی دی او ذهني اختلال لري

0

په اسراییلو کې د امریکا سفیر مایک هاکبي د ایران د مشر علي خامنه‌يي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې سختې نیوکې کړې دي.

خامنه‌يي ادعا کړې وه چې امریکا د ایران په وروستیو اعتراضونو کې لاس لري.

هاکبي وویل: «هغه د شیطان ریښتینی زوی دی چې په ټوله نړۍ او د خپل ولس پر وړاندې ترهګري خپروي.»

نوموړي زیاته کړې،:«خامنه‌يي روغ نه دی او له ذهني اختلال سره مخ دی».

د امریکا سفیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د ایران د کورنیو اعتراضونو او د تهران او واشنګټن ترمنځ د ترینګلتیا کچه لا هم لوړه ده، او د دواړو لوریو ترمنځ لفظي جګړه ورځ تر بلې تودېږي.

واشنګټن‌پوسټ:جي‌ډي ونس د امریکا له‌خوا پر ایران د برید ملاتړ کړی و

0

واشنګټن‌پوسټ ورځپاڼې د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس، چې له پخوا راهیسې په بهرنیو هېوادونو کې د پوځي مداخلو منتقد بلل کېږي، د امریکا له‌خوا پر ایران د برید ملاتړ کړی و.

د راپور له مخې، ونس استدلال کاوه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ایران ته خبرداری ورکړی و چې د معترضینو له وژلو ډډه وکړي او دا خبرداری یې د «سرې کرښې» په توګه ټاکلی و.

د هغه په وینا، که دا کرښه ماتېده، نو باید عملي اقدام پرې شوی وای.

واشنګټن‌پوسټ لیکي چې ونس باور درلود چې د ټرمپ د خبرداري عملي کول به د امریکا د دریځ اعتبار خوندي کړي او تهران ته به دا پیغام ورسوي چې واشنګټن خپلې څرګندونې یوازې د لفظي ګواښونو په توګه نه کاروي.

دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د ایران وضعیت، د اعتراضونو ځپل او د امریکا د احتمالي دریځونو په اړه بحثونه لا هم په نړیواله کچه روان دي.

اسماعیل بقایي:د هر ډول تجاوز پر وړاندې به کلک او قاطع ځواب ووايو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د فارسي ژبې حساب هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې تهران په سیمه کې د امریکايي ګټو پر هدف د برید لپاره پلانونه جوړوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي دا څرګندونې د واشنګټن د شخړو د رامنځته کولو هڅو یوه برخه بللې.

هغه ویلي چې د امریکا دغه دریځ د سیمې د بې‌ثباتۍ د پالیسۍ په لړ کې دی.

بقایي ټینګار کړی چې د ایران وسله‌وال ځواکونه د هېواد د ملي حاکمیت د دفاع او د پوځ د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره پوره هوډ لري.

هغه زیاته کړې چې ایران به د هر ډول تجاوز په وړاندې کلک او قاطع غبرګون وښيي.

د ویاند په وینا، د ایران دفاعي دریځ یوازې د هېواد د خوندي ساتلو لپاره دی؛ خو هر دښمنانه اقدام به د ځواکمن ځواب سره مخ شي.