جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 159

د امریکا د استازو جرګې غړی:پوتین جنګي مجرم او خامنه‌اي د متمدن نړۍ لپاره سرطان دی

0

د امریکا د استازو جرګې جمهوري‌پال غړي، جو ویلسن، په اېکس کې لیکلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین «جنګي مجرم» او د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي «د متمدنې نړۍ لپاره سرطان» دی، او د ده په وینا، د سمې درملنې له لارې دا «ناروغي» له منځه تللی شي.

ویلسن زیاته کړې چې لسګونه زره زړور ایرانیان په کوڅو، کورونو او روغتونونو کې وژل کېږي او دا «نامتعادل ترهګریز حکومت» چې د امریکا او اسرائیلو پر ضد د مرګ شعارونه ورکوي، باید له منځه لاړ شي.

هغه همدارنګه ویلي چې پوتین د ۲۵ کلونو راهیسې د روسیې د مظلومیت کیسه تکراروي؛ خو په عمل کې پر خپلواکو هېوادونو بریدونه کوي او یوه بې‌پایلې جګړه یې پیل کړې ده.

د ویلسن په وینا، د یخنۍ په سړه هوا کې د انرژۍ پر بنسټونو بریدونه او د ډرونونو له لارې د ماشومانو په نښه کول کرکجن، د شرم وړ او د سختې کمزورۍ نښه ده.

وال سټریټ ژورنال:ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام انتخابونه ارزوي او ځواکونه سیمې ته لېږي

0

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې امریکا منځني ختیځ ته د خپلو پوځي ځواکونو او وسایلو لېږد زیات کړی، او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د «قاطع» انتخابونو په اړه غور کوي.

د راپور له مخې، د پنټاګون او سپینې ماڼۍ چارواکي بېلابېل سناریوګانې ارزوي، چې پکې محدود پوځي بریدونه او حتی د ایران د نظام نسکورول هم شامل دي.

امریکایي چارواکي وايي، تر اوسه ټرمپ د ایران پر ضد د برید وروستی امر نه دی ورکړی او پرېکړه لا هم نهایي نه ده.

د راپور له مخې، امریکایي جنګي الوتکې اردن ته رسېدلې او د «یواس‌اس ابراهام لینکن» الوتک‌وړونکې بېړۍ له جنګي ډلې سره د خلیج فارس پر لور روانه ده.

همدارنګه، امریکا سیمې ته نور دفاعي سیستمونه لکه پاتریوت او تاد لېږي، څو د ایران د هر ډول دفاعي برید پر وړاندې چمتووالی ولري.

وال سټریټ ژورنال لیکي چې د دغو پوځي تجهیزاتو زیاتوالی امریکا ته د برید نور انتخابونه هم برابروي.

ډیلي شهادت:د طالبانو حکومت د حزب اسلامي بنسټونه تړي او حکمتیار سیاسي انزوا ته اړ باسي

د حزب اسلامي اړوند «ډیلي شهادت» وایي، طالبانو له واکمنېدو وروسته د ګلبدین حکمتیار پر وړاندې سیاسي او ټولنیز محدودیتونه لګولي او د سولې د رسمي تړون حقوق یې تر پښو لاندې کړی دی.

د راپور له مخې، د ایمان جومات له ځانمرګي برید وروسته طالبانو د پېښې د عاملینو پر ځای د حزب اسلامي اړوند بنسټونه لکه د ایمان جومات، بریا ټلوېزیون، ایمان روغتون او اسلامي پوهنتون وتړل او پر حکمتیار یې د لیدنو کتنو او سیاسي فعالیتونه بند کړل.

ډیلي شهادت زیاتوي، هغه کور چې د سولې تړون له مخې د قانوني حق په توګه حکمتیار ته ورکړل شوی و، طالبانو ترې واخیست.

راپور همداراز وایي، حکمتیار د ناروغۍ پر مهال له سیاسي فشارونو او سفر محدودیتونو سره مخ و، خو د درملنې لپاره مالېزیا ته تر تګ وروسته هلته ورته لوړ رسمي درناوی وشو.

یاده رسنۍ دا چلند د سیاسي استبداد، د تړونونو د سپکاوي او د ملي شخصیتونو پر وړاندې د ناوړه چلند بېلګه بولي.

سراج‌الدین حقاني:افغانه خاوره د هیچا پرضد نه کارول کېږي او چاته اجازه نه ورکوو چې زموږ پر ضد هم کار وکړي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د یو تن د جنازې په مراسمو کې ویلي، «اسلامي امارت» به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او ټینګار یې کړی چې دوی په پاکستان کې هم د امنیت غوښتونکي ده.

ښاغلي حقاني پاکستان «مسلمان او ورور ګاونډی» بللی او ویلي چې د «اسلامي امارت» نیت د ستونزو جوړول نه، بلکې د سیمې ثبات دی.

نوموړي زیاته کړې، پاتې شخړې باید د جرګو او خبرو اترو له لارې حل شي، نه د زور له لارې.

حقاني دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې پاکستان ادعا کوې چې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌وال په برمل ولسوالۍ کې حضور لري او همدلته د پاکستان دننه د بریدونو طرحې جوړوي.

چین:د طالبانو له حکومت غواړو چې د چینایي وګړو امنیت ټینګ وساتي

چین د کابل په شهرنو کې پر یوه چینایي–افغان ګډ رستورانت د چاودنې وروسته د طالبانو له حکومت غوښتي چې په افغانستان کې د چینایي وګړو، پروژو او بنسټونو د امنیت د تامین لپاره جدي اقدامات وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د پېښې پر مهال د یوه چینایي وګړي وژل کېدل تایید کړي او د ټپیانو د درملنې غوښتنه یې کړې ده.

د برید مسوولیت داعش ډلې منلی او بیجینګ یو ځل بیا خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان ته له سفره ډډه وکړي.

ایران؛د کابل په شهر نو کې د چینایانو پر رستورانت برید وغانده

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د کابل په شهر نو کې پر یو چینایي رستورانت شوی ترهګریز برید، چې د افغانستان او چین یو شمېر وګړي پکې وژل شوي او ټپیان شوي، وغانده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، بقایي د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او تسلیت ترڅنګ، له افغانستان او چین سره د یووالي څرګندونه کړې او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله څرګنده کړه.

نوموړي ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت د ترهګرۍ او تاوتریخوالي د هر ډول بڼو پر وړاندې اصولي او قاطع دریځ لري، او د ترهګرۍ د مخنیوي او پر وړاندې د مبارزې لپاره یې د سیمه‌ییزو او نړیوالو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی.

د ایران پارلمان:د ډونالډ ټرمپ لخوا پر خامنه‌ای تعرض د اسلامي نړۍ پر ضد د جګړې د اعلان په مانا دی

0

د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون په یوه بیان کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب کې ویلي، چې د رهبر علي خامنه‌ای پر وړاندې هر ډول «تعرض» به د ټولې اسلامي نړۍ پر ضد د جګړې اعلان وي، او ټینګار یې کړی چې امریکا باید د علماوو له لوري د جهاد د فتوا او د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د «اسلامي ځواکونو» د غبرګون تمه ولري.

یاد کمېسیون په خپل بیان کې ټرمپ «رواني» بللی او زیاته کړې یې ده چې د امریکا ولسمشر د قاسم سلیماني او د هغوی په وینا، د زرګونو بې‌ګناه ایرانیانو د وژل کېدو له امله باید د قصاص سره مخ شي.

په بیان کې همدارنګه د ایران د ملي انقلاب پر مهال د زرګونو ایرانیانو وژل کېدو ته په اشارې ویل شوي، چې د امریکا حکومت باید د هماغه شمېر امریکايي سرتېرو د تلفاتو مسوولیت هم ومني.

د ایران د بشري حقونو ټولنه:د اعتراض کوونکو پر لور د ډزو له امر د انکار له امله د ایراني سرتېري د اعدام حکم صادر شو

0

د ایران د بشري حقونو ټولنې خبر ورکړی، یو ځوان سرباز جاوید خالص چې د اعتراض کوونکو پر لور د ډزو له امر یې ډډه کړې وه او خپلو سربازانو ته یې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د ډزو کولو د ډډې امر کړی و، د اعدام په سزا محکوم شوی دی.

د یادې بشري ټولنې په وینا، دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د ایران په بېلابېلو سیمو کې اعتراضونه د امنیتي ځواکونو له خوا په زور پرځول کېږي.

ټولنه وایي، جاوید خالص د سراسري اعتراضونو پر مهال د خلکو د وژنې پر وړاندې د بشري اقدام په توګه د ډزو امر رد کړ، خو د دې عمل په پایله کې نیول شوی او د اعدام حکم یې صادر شوی دی.

راپور ښيي چې په دې اعتراضونو کې زرګونه کسان وژل شوي او لسګونه زره نور د عدلي پروسې پرته بندي دي.

بنګله‌دېش؛افغانستان ته په دوامدار ډول د معیاري درملو او طبي محصولات د صادریدو چمتووالی ښودلی

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد د بنګله‌دېش د نړیوال سوداګریز نندارتون د لیدنې پر مهال د دغه هېواد د صادراتو د ودې ادارې له مشر محمد حسن عارف سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ د پراختیا پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې محمد حسن عارف ویلي، بنګله‌دېش چمتو دی چې افغانستان ته په منظم او دوامداره ډول معیاري درمل او طبي محصولات صادر کړي، او ټینګار یې کړی چې د دوی د درمل جوړونې سکتور پرمختللی او له نړیوالو معیارونو سره سمون لري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، افغان لوري د بنګله‌دېش دغه وړاندیز د افغانستان د روغتیايي اړتیاوو لپاره مهم بللی او دواړو لوریو هوکړه کړې چې دوه‌اړخیزې اړیکې به له سیاسي او دوستانه تعامل څخه عملي اقتصادي همکارۍ ته لوړې کړي، څو د سوداګرۍ کچه لوړه او متقابل باور لا پیاوړی شي.

آلمان؛د افغانانو د منلو نږدې نیمایي ژمنې یې لغوه کړې

د آلمان حکومت اعلان کړی چې نږدې نیمایي هغه افغانان چې دې هېواد ته د داخلېدو رسمي ژمنې یې ترلاسه کړې وې، نور به آلمان ته د تګ اجازه و نه لري.

د رسمي معلوماتو له مخې، دا پرېکړه پر ۲۳۰۸ افغانانو اغېز لري چې دا مهال په پاکستان کې د انتقال په تمه دي.

د فریدریش مرتس په مشرۍ د نوي ائتلافي حکومت له جوړېدو وروسته، د افغانانو د منلو پخواني پروګرامونه ودرول شول.

تر دې دمه ۷۸۸ افغانان آلمان ته رسېدلي او شاوخوا ۴۱۰ نور لا هم د انتقال په بهیر کې دي، خو سلګونه کسانو ته له مخکېنیو ژمنو سره سره منفي ځواب ورکړل شوی دی.

د آلمان حکومت وايي چې د امنیتي ارزونو بهیر تر ډېره بشپړ شوی، خو ټینګار کوي چې په ځینو پروګرامونو کې د ژمنو د لغوه کولو قانوني واک لري.