جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 160

استرالیا؛د شارک تر پرله‌پسې بریدونو وروسته لسګونه ساحلونه وتړل

0

د استرالیا چارواکو وروسته له هغې چې په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه څلور د شارک بریدونه پر خلکو ثبت شول د سې‌شنبې په ورځ د هېواد د ختیځ په سواحلو کې لسګونه ساحلونه وتړل.

د نیو ساوت ولز ایالت اړوند، د پورټ مک‌کواري شاوخوا ساحلونه هغه مهال وتړل شول، چې یو سړی د لامبو پر مهال د شارک له لوري وداړل شو.

روغتیايي چارواکو ویلي، دغه کس لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دی او روغتیایي وضعیت یې باثباته دی.

د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ یو ۱۰ کلن هلک هم د څپې‌سواري پر مهال د شارک له برید سره مخ شو.

شارک هغه له تختې اوبو ته وغورځاوه او د څپو د تختې یوه برخه یې وداړله، خو ماشوم پرته له ټپي کېدو وتوانېد ځان وژغوري.

چارواکي وایي، درانه ورښتونه او د سمندر د اوبو خړوالی د دې لامل شوي، چې شارکونه ساحلونو ته نږدې شي او د بریدونو خطر زیات کړي.

د څپو د ژغورنې د ځواکونو اجرایي مشر سټیون پیرس رویټرز ته ویلي: «که خلک د لامبو نیت لري، غوره ده استخر ته ولاړ شي، ځکه دا مهال ساحلونه خوندي نه دي.»

د استرالیا اړوندو ادارو له خلکو غوښتي، تر بلې خبرتیا پورې دې له تړل شویو ساحلونو لرې پاتې شي او د خوندیتوب سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

شهباز شریف:له افغان لوري سره د خبرو اترو باوجود کومې هوکړې ته نه دی رسېدلی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په خیبرپښتونخوا کې له سیمه‌ییزو مشرانو سره په یوې غونډه کې ویلي، له افغان لوري سره څو ځله کتنې او غونډې ترسره شوي، خو د پاکستان د اندېښنو پر حل هوکړې ته نه دي رسېدلي.

نوموړي ټینګار کړی چې په خیبرپښتونخوا کې د تلپاتې سولې ټینګښت د سیمې د ستراتیژیک اهمیت له امله ډېر مهم دی، خو پرله‌پسې امنیتي ننګونې د دې هدف د ترلاسه کولو مخه نه شي نیولای.

شهباز شریف زیاته کړې، چې د سیمې امنیتي وضعیت د پاکستان د ملي امنیت لپاره حیاتي دی او اړتیا ده چې د ټولو اړخونو سره په ګډه هڅې وشي ترڅو د امنیتي ننګونو دوام مخه ونیول شي.

عبدالله عبدالله:د کابل د تېرې ورځې برید په کلکو ټکو غندم

د مصالحې شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د تېرې ورځې ترهګریز برید په کلکو ټکو غندلی.

عبدالله عبدالله ویلي، چې دغه ډول غیرانساني اعمال د اسلام، انسانیت او د افغانستان د خلکو د ارادې پر ضد دي.

نوموړي د برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د فرانسې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته:«زما ملګریه، راځئ پر ایران لوی کارونه وکړو!»

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې رسنۍ ټروت سوشیال کې د فرانسې ولسمشر امانوئیل ماکرون له خوا ځانګړی پیغام خپور کړی، چې په کې ماکرون پر سوریې او ایران د دواړو هېوادونو د دریځونو د یووالي خبره کوي او وایي: «موږ په سوریه کې په بشپړ ډول یو شان یو، پر ایران موږ کولای شو لوی کارونه وکړو.»

ماکرون د ګرینلنډ په اړه د ټرمپ د دریځ په تړاو وایي: «زه نه پوهېږم چې تاسو پر ګرینلنډ څه کوئ.»

ماکرون د ډیوس (داووس) ناستې وروسته په پاریس کې د G7 غونډې د جوړولو وړاندیز کړی، چې پکې د اوکراین، ډنمارک، سوریې او روسیې استازي هم په حاشیه کې ګډون وکړي.

سربېره پر دې، هغه ټرمپ ته د پاریس په ښار کې د ډوډۍ بلنه هم ورکړې ده.

د طالبانو حکومت:په حیرتان بندر کې واردات او صادرات د پام وړ زیات شوي

د حیرتان بندر طالب چارواکي وایي، د روان کال له پیل راهیسې د دې بندر له لارې تر ۲.۱۵ میلیونه ټنه زیات واردات او شاوخوا ۱۳۸ زره ټنه صادرات شوي دي.

د دوی په وینا، له پاکستان سره د سوداګرۍ تر بندېدو وروسته په تېرو درېیو میاشتو کې واردات ۶۲ سلنه او صادرات ۴۰ سلنه زیات شوي دي.

د حیرتان بندر د استراس شرکت رییس مولوي بسم‌الله مزاري ویلي، چې په همدې موده کې ۹۸۵ زره ټنه واردات او ۶۲ زره ټنه صادرات ترسره شوي دي.

په همدې حال کې افغان سوداګر د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا د افغانستان لپاره ګټوره بولي او دا هېوادونه د پاکستان مناسب بدیل ګڼي.

کریم خرم:د ښارنو چاودنه د سترو قدرتونو د سیالیو پایله ده او کمزوري خلک پکې قرباني کېږي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخواني رییس کریم خرم ویلي، چې له ګرینلنډ څخه تر وینزویلا، له ایران څخه تر پاکستان او د کابل د ښارنو تر چاودنې پورې، کیسه یوه ده؛ هغه هم د نړۍ د وېش او د سترو قدرتونو د سیالیو کیسه ده، چې له بده مرغه پکې کمزوري خلک قرباني کېږي.

نوموړي ویلي، چې د قرباني کېدو مخه نیول کېدای شي، خو په دې شرط چې خلک د دغو لوبو پر محتوا پوه شي.

د هغه په وینا، اشرف غني یا په دې موضوع نه پوهېده او یا هم مأمور و چې پرې پوه نه شي.

کریم خرم د پرونۍ چاودنې قربانیانو ته په اشارې ویلي، چې د هغوی روحونه دې ښاد وي، ځکه چې په وژل شویو کې داسې کسان هم وو چې د خپلو کورنیو یوازیني نفقه برابروونکي وو او د سختو اقتصادي حالاتو سره سره یې د خپلو کورنیو پالنه کوله.

رحمت‌الله نبیل:د کابل د وروستي برید پلان د پاکستان په نوښار کې د داعش له مرکزه جوړ شوی

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل ویلي، د شته معلوماتو له مخې یو کس چې خالد المنات نومېږي، د پاکستان د نوشهر (نوښار) په سیمه کې د داعش خراسان د یوې شبکې مشري پر غاړه لري او دا شبکه د پاکستان د پوځي استخباراتو له ادارې سره په همغږۍ فعالیت کوي.

نوموړي ویلي، د همدې معلوماتو پر بنسټ د کابل ښار د پرونۍ حملې پلان هم د نوشهر په سیمه کې د داعش په مرکز کې جوړ شوی او دا برید د خالد المنات په لارښوونه تنظیم شوی دی.

رحمت‌الله نبیل زیاته کړې، چې د دغو معلوماتو له مخې په یاد مرکز کې د داعش له پنځوسو څخه زیات غړي روزل کېږي، تنظیمېږي او هدایت ورته ورکول کېږي.

د سوریې حکومت:د شدادي له زندانه ۱۲۰ د داعش غړي تښتېدلي

0

د سوریې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د حسکه ولایت په شدادي ښار کې د نښتو پر مهال ۱۲۰ د داعش بندیان له زندانه تښتېدلي دي.

د چارواکو په وینا، د پوځ او امنیتي ځواکونو له لوري د پراخو عملیاتو په ترڅ کې ۸۱ تنه بېرته نیول شوي او د پاتې کسانو د نیولو هڅې لا هم روانې دي.

په همدې حال کې، د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو (SDF) ویلي چې د سوریې د پوځ د بریدونو له امله یې د «العقطان» زندان کنټرول له لاسه ورکړی، خو د سوریې پوځ دا ادعا ردوي او کُردي ځواکونه د بندیانو په خوشې کېدو تورنوي.

د پېښې له امله په شدادي ښار کې ګرځبندیز لګېدلی او د زندان اداره د کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوې ده.

د امنیتي سرچینو په باور، د داعش د غړو تېښته کولای شي په ختیځه سوریه کې د دې ډلې د بیا منظمېدو خطر زیات کړي؛ ځکه چې دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې کُردي ځواکونه د اوربند له مخې له رقه او دیرالزور څخه د وتلو په حال کې دي او د سیمې امنیتي تشه لا نوره هم پراخېږي.

محسني اژه‌اي:ټرمپ او د اسرائیل لوړپوړي چارواکي به د «سترو جنایتونو» له امله محاکمه شي

0

د ایران د قضایي قوې مشر، محسني اژه‌اي، ویلي چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اسرائیل لوړپوړي چارواکي او د وروستیو پېښو ملاتړي د «سترو جنایتونو» عاملین دي او د خپلو کړنو د کچې او پراخوالي له مخې به له عدلي تعقیب، محاکمې او سزا سره مخ شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ایران به د وروستیو پېښو د عاملانو قضایي تعقیب نه پرېږدي او دغه موضوع به هم د هېواد په کورنیو محکمو او هم د نړیوالو حقوقي میکانیزمونو له لارې په جدي توګه تعقیب کړي.

د قضایي قوې دغه مشر ویلي، چې د جنایتونو مرتکبین به د وخت په تېرېدو سره له حساب‌ورکولو خلاص نه شي او عدالت ته به راکاږل کېږي.

حامد کرزی:د کابل پر چنایي رستورانت برید غندم

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل ښار د شهرنو په سیمه کې د وروستۍ خونړۍ پېښې له امله ژور خپګان څرګند کړی او دا برید یې په سختو ټکو غندلی دی.

نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا دعا کړې ده.

د یادونې وړ ده چې دغه پېښه د کابل په شهرنو سیمه کې د چینایانو له‌خوا په چلول کېدونکي چینایي رستورانت کې د چاودنې له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې د یو چینایي وګړي په ګډون شپږ افغانان وژل شوي دي.

د دې چاودنې مسوولیت د داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستی دی.