جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 158

شیخ خالد حنفي:ږیره شخصي حریم نه دید ټولنیزو رسنیو د کارونکو غبرګون:ږیره زما واک یې د ملا

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي ادعا کړې، چې ږیره د هیچا له شخصي حریم سره تړاو نه لري.

د یاد وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر د چهارشنبې په ورځ، د حنفي د وینا یوه برخه خپره کړې، چې پکې نوموړي د خلکو په ږیرو کې لاسوهنه توجیه کړې ده.

حنفي ویلي، د محتسبینو دنده د اسلامي شریعت پلي کول دي او هغه د ږیرې کمول د «شخصي حریم» تر عنوان لاندې پوښتنې لاندې راولي.

نوموړي زیاته کړې: «کله چې موږ چا ته وایو نکتایي مه تړه، دریشي مه اغونده یا بې‌حجابه مه اوسه، له موږ پوښتنه کېږي چې ولې داسې خبره کوئ؟»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو محتسبینو په هرات کې د یو شمېر محصلانو د فراغت پر مراسمو د هغوی نکتایي د لیرې کیدو غوښتنه کړې وه.

په همدې حال کې، ښاریان وایي طالبان د اسلامي شریعت د سخت‌دریځ تفسیر په پلي کولو سره، د خلکو پر فردي ازادیو سخت محدودیتونه لګولي او زیاتوي چې هماغه متل دی چې ږیره زما واک یې د ملا.

متحده عربي امارات: په کابل کې «ترهګریز» برید غندو

‏د متحده عربي اماراتو دولت په کابل کې د تېرې ورځې برید غندلی او دا پېښه یې ترهګریز عمل بللی.

اعلامیه کې ویل شوي:« په کابل ښار ترهګرېز برید په سختو ټکو غندو چې له امله یې یو شمیر کسان په کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.»

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې متحده عربي امارات دغه «جنایتکارانه» عمل په کلکه غندي او د تاوتریخوالي، افراطیت او ترهګرۍ د ټولو بڼو پر ضد خپل تلپاتې دریځ تکراروي، هغه کړنې چې د امنیت او ثبات د ګډوډولو موخه لري.

متحده عربي امارت د شوي برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي ښودلې، او د چین ولسي جمهوریت او د هغه له خلکو، او همدارنګه د افغانستان له خلکو سره یې د دې پېښې په تړاو خپله خواخوږي شریکه کړې ده.

اعلامیه کې ټپیانو ته د ژر تر ژره رغېدو هیله څرګنده شوې ده.

د طالبانو حکومت:اسلام اباد کې د ECO سازمان غونډه کې ګډون نه کوو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) له لوري ورته د طبیعي پېښو د مدیریت په اړه د نننۍ غونډې لپاره د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې وه.

دغه غونډه نن د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ترسره کېږي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، «اسلامي امارت» له اړوندو ارزونو وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې په یادې غونډه کې د «امارت» د پلاوي ګډون به عملي ګټه ونه لري.

له همدې امله پرېکړه وشوه چې پلاوی دې غونډې ته ونه لېږل شي.

د یادونې ده چې د اقتصادي همکاریو سازمان هر کال د غړو هېوادونو ترمنځ د طبیعي افتونو، اقتصادي همکاریو او سیمه‌ییزو ننګونو په اړه ناستې کوي.

ډونالډ ټرمپ:هېڅ امریکايي باید د طالبانو له حکومت سره بندي پاتې نشي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې تازه مرکې کې ټینګار کړی چې هیڅ امریکايي وګړی نباید د طالبانو له حکومت سره بندي پاتې شي.

د راپور له مخې، ډېنېس کویل، یو امریکايي اتباع، نږدې ۹ میاشتې کېږي چې په افغانستان کې بندي دی، او د هغه خور وايي له څو میاشتو راهیسې له ورور سره اړیکه نه لري او باید ژر خوشې شي.

ټرمپ ویلي چې که کویل بې‌ګناه وي؛ نو په دې اړه به جدي اقدام وکړي.

مخکې له دې، د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي و چې په افغانستان کې لا هم دوه امریکایان بندیان پاتې دي.

د اسراییل لومړی وزیر؛د ایران په اړه د خبرو لپاره امریکا ته د تګ پلان لري

0

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو پلان لري چې امریکا ته سفر وکړي.

دغه سفر د آیپک کلنۍ غونډې لپاره دی چې په واشنګټن کې د فبرورۍ له ۲۲ څخه تر ۲۴ پورې ترسره کېږي، او امکان لري چې نتانیاهو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم وګوري.

د راپور له مخې، د سفر اصلي محور به ایران وي، په ځانګړي ډول که تر غونډې پورې امریکا پر ایران کوم پوځي اقدام نه وي کړی.

په همدې حال کې، واشنګټن په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور زیات کړی، چې پکې د اف-۱۴ ای جنګي الوتکو اسکادران، د C-17 ترانسپورتي الوتکې، او د «آبراهام لینکلن» او «جرالد آر. فورد» بېړۍ شاملې دي.

بل لورته ایران خبرداری ورکړی چې پر خپل مشر هر ډول برید به د جګړې اعلان وګڼي.

عباس عراقچي:ایران د عادلانه مذاکراتو لپاره چمتو دی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي په وال سټریټ ژورنال کې د ایران د ملي پاڅون په اړه بیا د «بې نظمۍ» ادعا تکرار کړې او په ضمني توګه یې سیمې او نړۍ ته د احتمالي جګړې ګواښ کړی.

په ورته وخت کې، عراقچي ویلي چې ایران د «عادلانه» مذاکرې او توافق لپاره چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ د ایران له استازو سره لیدنې او خبرې ودرولي او ویلي چې ایران هڅه کوي د امریکایي پوځي اقدام په وړاندې د معترضانو د اعدامونو د درولو ژمنه ورکړي.

د افغانستان په ګډون؛اسلام‌اباد کې د ECO د وزیرانو لسمه غونډه د طبیعي افتونو د کمولو لپاره پیل کېږي

‏د پاکستان په اسلام‌اباد کې به نن د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د وزیرانو لسمه غونډه پیل شي، چې موخه یې د طبیعي افتونو د ګواښونو کمول دي.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د ECO ټول غړي هېوادونه، په شمول د پاکستان، ترکیه، ایران، افغانستان او مرکزي اسیايي هېوادونه، ګډون وکړي.

غونډه به د پاکستان د ملي ناورینونو د مدیریت ادارې په مرکزي دفتر کې جوړه شي او د سیمې او نړیوالو سازمانونو استازي به هم پکې حاضر وي.

ډونالډ ټرمپ:امریکا باید د بګرام پوځي اډه نه وای پرېښې، طالبانو ته د پوځي تجهیزاتو پرېښودل ستره تېروتنه وه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د جو بایډن پر ادارې سختې نیوکې کړې دي.

نوموړي دا وتل او د کابل په هوايي ډګر کې د ۱۳ امریکایي سرتېرو وژل د امریکا په تاریخ کې «تر ټولو کمزوری او شرموونکی پړاو» بللی.

ټرمپ ویلي، که څه هم هغه هم د ځواکونو د ایستلو پلوی و، خو دا بهیر به یې په ځواک او عزت ترسره کړی وای.

هغه ټینګار کړی چې امریکا باید د بګرام پوځي اډه نه وای پرېښې او زیاته یې کړه چې طالبانو ته د پرمختللو پوځي تجهیزاتو پرېښودل یوه ستره تېروتنه وه.

د هغه په وینا، دا د شرم ځای دی چې طالبان اوس د هماغو پاتې وسایلو نندارې کوي.

ټرمپ ادعا کړې چې د خپلې ولسمشرۍ پر مهال یې د امریکا پوځ پیاوړی کړی او ژمنه یې کړې چې د پوځ د بیا رغونې بهیر ته به دوام ورکړي.

د امریکا د استازو جرګې غړی:پوتین جنګي مجرم او خامنه‌اي د متمدن نړۍ لپاره سرطان دی

0

د امریکا د استازو جرګې جمهوري‌پال غړي، جو ویلسن، په اېکس کې لیکلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین «جنګي مجرم» او د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي «د متمدنې نړۍ لپاره سرطان» دی، او د ده په وینا، د سمې درملنې له لارې دا «ناروغي» له منځه تللی شي.

ویلسن زیاته کړې چې لسګونه زره زړور ایرانیان په کوڅو، کورونو او روغتونونو کې وژل کېږي او دا «نامتعادل ترهګریز حکومت» چې د امریکا او اسرائیلو پر ضد د مرګ شعارونه ورکوي، باید له منځه لاړ شي.

هغه همدارنګه ویلي چې پوتین د ۲۵ کلونو راهیسې د روسیې د مظلومیت کیسه تکراروي؛ خو په عمل کې پر خپلواکو هېوادونو بریدونه کوي او یوه بې‌پایلې جګړه یې پیل کړې ده.

د ویلسن په وینا، د یخنۍ په سړه هوا کې د انرژۍ پر بنسټونو بریدونه او د ډرونونو له لارې د ماشومانو په نښه کول کرکجن، د شرم وړ او د سختې کمزورۍ نښه ده.

وال سټریټ ژورنال:ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام انتخابونه ارزوي او ځواکونه سیمې ته لېږي

0

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې امریکا منځني ختیځ ته د خپلو پوځي ځواکونو او وسایلو لېږد زیات کړی، او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د «قاطع» انتخابونو په اړه غور کوي.

د راپور له مخې، د پنټاګون او سپینې ماڼۍ چارواکي بېلابېل سناریوګانې ارزوي، چې پکې محدود پوځي بریدونه او حتی د ایران د نظام نسکورول هم شامل دي.

امریکایي چارواکي وايي، تر اوسه ټرمپ د ایران پر ضد د برید وروستی امر نه دی ورکړی او پرېکړه لا هم نهایي نه ده.

د راپور له مخې، امریکایي جنګي الوتکې اردن ته رسېدلې او د «یواس‌اس ابراهام لینکن» الوتک‌وړونکې بېړۍ له جنګي ډلې سره د خلیج فارس پر لور روانه ده.

همدارنګه، امریکا سیمې ته نور دفاعي سیستمونه لکه پاتریوت او تاد لېږي، څو د ایران د هر ډول دفاعي برید پر وړاندې چمتووالی ولري.

وال سټریټ ژورنال لیکي چې د دغو پوځي تجهیزاتو زیاتوالی امریکا ته د برید نور انتخابونه هم برابروي.