جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 152

د پاکستان ستره محکمه:د ښځې له رضایت پرته دوهم واده کول قانوني او حقوقي جرم دی

0

د پاکستان سترې محکمې اعلان کړی چې که سړی د خپلې لومړۍ میرمنې له رضایت پرته دوهم واده وکړي، قانوني سزا به ولري.

محکمې حکم کړی، چې ښځه حق لري په داسې حالت کې د نکاح فسخ غوښتنه وکړي، او د مېړه سره د ګډ ژوند نه کول یې نافرماني نه ګڼل کېږي.

د پاکستان پارلمان هم د ۲۰۲۶کال کورني تاوتریخوالي مخنیوي او ملاتړ قانون تصویب کړ.

په دې قانون کې د طلاق تهدید، د دوهم واده تهدید، توهین، رواني یا عاطفي زیان رسول او ښځه د ګډ ژوند کولو لپاره مجبورول د جرمونو په توګه تعریف شوي دي او د دې قانون مجازات یې له شپږو میاشتو تر درې کلونو زندان او تر ۱۰۰ زره روپیو جریمې پورې ټاکلي.

د قانون هدف د کورنۍ ټولو غړو، په ځانګړي توګه ښځو، ماشومانو او عمر خوړلیو د حقوقو خوندي کول او د کورني تاوتریخوالي مخنیوی دی.

د اسټرالیا لومړی وزیر:د افغانستان جګړه کې د ناټو د رول په اړه د ټرمپ څرګندونې د نه منلو وړ دي

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانېز د افغانستان په جګړه کې د ناټو د رول په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونې د نه منلو وړ بللې دي.

نوموړي ویلي، د اسټرالیايي سرتېرو قربانۍ او زړورتیا باید هېڅکله کم ارزښته ونه ګڼل شي، په ځانګړي ډول د هغو ۴۷ کورنیو په خاطر چې خپل عزیزان یې په افغانستان کې له لاسه ورکړي دي.

البانېز ټینګار کړی چې شاوخوا ۴۰ زره اسټرالیايي سرتېرو د خپلو متحدینو تر څنګ د ګډو اهدافو لپاره جګړه کړې ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې ټرمپ تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې ناټو ځواکونو د افغانستان جګړه کې له لومړۍ کرښې ځان لرې ساته.

د محمد آصف ننګ؛د «اقتصادمحوره حکومتولي» کتاب مخکتنه ترسره شوه

د افغانستان د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو مطالعاتو انستیتیوت له لوري د «افغانستان اقتصادمحوره حکومتولي» کتاب د مخکتنې غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې ویناوالو د یاد کتاب لیکل د افغانستان د اقتصادي ستونزو د حل لپاره یو مهم او پر وخت ګام وباله.

ویناوالو ټینګار وکړ چې دا کتاب د اقتصادي حکومتدارۍ لپاره عملي لیدلوری وړاندې کوي او کولای شي د هېواد د ځان‌بسیاینې، کارموندنې او اقتصادي ثبات په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي. هغوی د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د دې کتاب نظریات او وړاندیزونه د خپلو اقتصادي برنامو د حل‌لارو په توګه په پام کې ونیسي.

غونډه کې د پخواني جمهوري حکومت او د طالبانو حکومت یو شمیر چارواکو او د نظر خاوندانو ګډون کړی وو.

کابل کې د ایران سفارت:رزماری ډیکارلو د دوحې د بهیر په تعقیب له ایراني سفیر سره خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیالې، رزماری دیکارلو، د کابل د سفر پر مهال د ایران له سفیر علي‌رضا بیکدلي سره ولیدل.

کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې په دې ناسته کې په افغانستان کې د یوناما د فعالیتونو او له دې ادارې سره د ایران پر همکارۍ خبرې شوې دي.

دیکارلو د دوحې د بهیر د تعقیب لپاره کابل ته تللې او تر دې وړاندې یې د طالبانو حکومت له بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزیرانو سره هم لیدنې کړې دي.

د پاکستان مرکزي بانک:افغانستان ته د پاکستان صادرات ۵۶ سلنه راکم شوي

د پاکستان مرکزي بانک ویلي، چې د ۲۰۲۶ مالي کال په لومړۍ نیمايي کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات شاوخوا ۵۶ سلنه کم شوي دي.

د بانک د راپور له مخې، په دې موده کې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو ټول ارزښت ۲۱۹.۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

راپور زیاتوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې چارې د تېر اکتوبر له خونړیو سرحدي نښتو وروسته ځنډېدلې وې، هغه نښتې چې د پاکستان او د طالبانو حکومت ترمنځ شوې وې.

یونیسف:ښځینه ښوونکي د زده‌کوونکو د زده‌کړې کیفیت لوړوي

یونیسف وایي، په افغانستان کې د درېیم ټولګي د زده‌کوونکو د ارزونې پایلې ښيي چې د مسلکي او لوړو زده‌کړو لرونکو ښځینه ښوونکو شتون د زده‌کوونکو د زده‌کړې پایلې په څرګند ډول ښې کوي.

راپور ټینګار کوي چې ښځینه ښوونکي د ښوونې کیفیت لوړوي.

د دې سازمان په وینا، پر ښځینه استادانو پانګونه د زده‌کړې کچه اغېزمنه لوړولی شي، چې په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم لپاره حیاتي ارزښت لري.

دا په داسې حال کې ده چې له نږدې ۱۶۰۰ ورځو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي.

الجزیره:ټیک‌ټاک د امریکایي پانګه‌والو تر کنټرول لاندې کېږي

0

الجزیرې راپور ورکړی چې ټیک‌ټاک د پانګه‌والو له یوې ډلې سره داسې هوکړې ته رسېدلی چې له مخې به یې د امریکا لپاره یوه جلا اداره جوړېږي، څو د احتمالي بندیز مخه ونیسي.

د نوې معاملې له مخې به د ټیک‌ټاک امریکایي څانګه د ډېری امریکایي پانګه‌والو تر کنټرول لاندې وي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې هوکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې ټیک‌ټاک یې وژغوره.

هغه زیاته کړه چې هیله لري د ټیک‌ټاک کاروونکي به یې په راتلونکو کلونو کې د دې شبکې د ژغورلو له امله یاد کړي.

د نوې هوکړې له مخې، د ټیک‌ټاک امریکایي نسخه به له چینایي کنټرول څخه بېلېږي او د امریکا د قوانینو له مخې به فعالیت کوي؛ خو د کاروونکو معلوماتو او ډیجیټلي امنیت موضوع به لا هم تر جدي څار لاندې وي.

اروپايي ټولنه:د افغان مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ۱۰ میلیونه یورو مرسته کوو

اروپايي ټولنې د افغان مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د WE-LEAD پروګرام د دویم پړاو د پیل په موخه ۱۰ میلیونه یورو نوې مرسته اعلان کړې ده.

دا پروګرام د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له لوري پلي کېږي او د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ، عایداتي فرصتونو او بازارونو ته د لاسرسي ملاتړ کوي.

د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو چارواکو ویلي، چې دا مرسته به زرګونو افغان ښځو او د ښځو په مشرۍ کاروبارونو ته مالي او مسلکي ملاتړ برابر کړي.

راپورونه:امریکا د ایران پر ضد د احتمالي پوځي اقدام بشپړ چمتووالی نیولی

0

د لوړپوړو امریکايي چارواکو د اسراییل د سفر له دوام سره هم‌مهاله، تازه راپورونه څرګندوي چې متحده ایالاتو د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقدام لپاره خپل پوځي چمتووالی بشپړ کړی، خو د برید وروستۍ سیاسي پرېکړه لا تر اوسه نه ده اعلان شوې.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سینټکام) قومندان جنرال برد کوپر تل‌ابیب ته سفر کړی او هلته یې د اسراییلي پوځ له لوی درستیز ایال زمیر سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د اسراییل د پوځي استخباراتو او عملیاتي برخو لوړپوړي مشران هم ګډون درلود.

سرچینې وايي، دواړو لوریو په دې ناسته کې د سیمې پر امنیتي وضعیت، د ایران پر پوځي وړتیاوو او د احتمالي ګډو عملیاتو پر سناریوګانو خبرې کړې دي.

جنرال کوپر ټینګار کړی چې که څه هم ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه د ایران پر ضد د مستقیم پوځي برید وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو د امریکا پوځ د هر ډول احتمالي اقدام لپاره بشپړ چمتووالی لري.

کابل کې د حقاني او ډیکارلو لیدنه؛دواړو لوریو پر نړیوال تعامل، اقتصاد او بشري مرستو خبرې کړي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، د دې وزارت سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني د ملګرو ملتونو له مرستیالې روزمیري ډیکارلو او ورسره مل پلاوي سره په کابل کې لیدلي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه، د هېواد اقتصادي وضعیت، د خصوصي سکتور پر وړاندې د شته خنډونو کمول او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پر اغېزمنتیا بحث شوی دی.

وزارت زیاته کړې، د ملګرو ملتونو مرستیالې د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې اقدامات د ستاینې وړ بللي او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه به له افغان ولس سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

ډیکارلو همدارنګه اعلان کړی چې د دوحې د درېیمې پروسې له مخې جوړ شوي کاري ګروپونه به خپله راتلونکې ناسته د افغانستان په کوربتوب، په کابل کې ترسره کړي.

دغه لیدنه په داسې حال کې شوې چې د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې سره د تعامل او اقتصادي همکارۍ د پراختیا هڅې کوي.