جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 153

کابل کې د حقاني او ډیکارلو لیدنه؛دواړو لوریو پر نړیوال تعامل، اقتصاد او بشري مرستو خبرې کړي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، د دې وزارت سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني د ملګرو ملتونو له مرستیالې روزمیري ډیکارلو او ورسره مل پلاوي سره په کابل کې لیدلي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه، د هېواد اقتصادي وضعیت، د خصوصي سکتور پر وړاندې د شته خنډونو کمول او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پر اغېزمنتیا بحث شوی دی.

وزارت زیاته کړې، د ملګرو ملتونو مرستیالې د افغانستان اوسنی امنیتي وضعیت او د نشه‌يي توکو پر وړاندې اقدامات د ستاینې وړ بللي او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه به له افغان ولس سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.

ډیکارلو همدارنګه اعلان کړی چې د دوحې د درېیمې پروسې له مخې جوړ شوي کاري ګروپونه به خپله راتلونکې ناسته د افغانستان په کوربتوب، په کابل کې ترسره کړي.

دغه لیدنه په داسې حال کې شوې چې د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې سره د تعامل او اقتصادي همکارۍ د پراختیا هڅې کوي.

ملاله یوسفزۍ:په پاکستان کې د ښځو او مدني فعالانو نیول د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

0

د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ په پاکستان کې د ښځو او د مدني ټولنې د فعالانو د نیولو پر لړۍ سختې نیوکې کړې او دا یې د بشري حقونو له اساسي ارزښتونو سره په څرګند ټکر کې بللې ده.

ملالې یوسفزۍ پر خپلې ایکس پاڼې په خپره کړې څرګندونه کې ویلي، چې دا ورته د جدي اندېښنې وړ ده چې په پاکستان کې ښځې او مدني فعالان یوازې د ټولنیزو رسنیو د څرګندونو له امله نیول کېږي او آن تر لسو کلونو پورې د بند درنې سزاوې ورکول کېږي.

د هغې په وینا، دا ډول چلند د بنسټیزو بشري حقونو ښکاره نقض او د هغو ارزښتونو خلاف دی چې د هېواد بنسټ پرې اېښودل شوی دی.

نوموړې ټینګار کړی چې د پاکستان د ښځینه فعالانو او د مدني ټولنې د غړو تر څنګ ولاړه ده او له قوانینو، دولتي بنسټونو او واکمنو ادارو یې غوښتي چې د عدالت تامین ته جدي پاملرنه وکړي.

ډونالډ ټرمپ:چین به کاناډا تباه او نابود کړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کاناډا ته سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې که اوټاوا له چین سره خپله وروستۍ سوداګریزه هوکړه لغوه نه کړي، نو واشنګټن به پر کاناډايي صادراتو ۱۰۰ سلنه تعرفې ولګوي.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې چین د باور وړ سوداګریز شریک نه دی او خبرداری یې ورکړی چې دا هېواد کولی شي د کاناډا اقتصاد او ټولنیز جوړښت ته جدي زیان ورسوي.

نوموړي ویلي: «چین به کاناډا ورو ورو تر خپل نفوذ لاندې راولي او په پایله کې به یې اقتصاد له منځه ولاړ شي.»

دا خبرداری وروسته له هغې ورکول کېږي چې د کاناډا لومړي وزیر په تازه سفر کې چین ته ولاړ او هلته یې له چینایي چارواکو سره د سوداګرۍ د پراخولو او اقتصادي همکاریو د زیاتولو په اړه هوکړه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان:د امریکا وتل به نړیواله روغتیا له خطر سره مخ کړي

0

د روغتیا نړیوال سازمان د امریکا له لوري له دې ادارې د وتلو پرېکړه د اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي چې دا ګام به د نړیوالو روغتیايي هڅو لپاره لویه ضربه وي.

سازمان ټینګار کړی چې د امریکا پرېکړه کولای شي د ناروغیو پر وړاندې نړیواله همغږي کمزورې کړي.

امریکا ویلي چې نور نه غواړي د یوې نړیوالې ادارې له لارې کار وکړي او پر ځای به یې له هېوادونو سره د ناروغیو د څار او عامه روغتیا په برخه کې مستقیمه همکاري وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان یادونه کړې چې واشنګټن د دې بنسټ له مهمو غړو څخه و او د خطرناکو ناروغیو پر ضد په مبارزه کې یې مهمه ونډه لرله، خو سره له دې به دا اداره له نورو هېوادونو سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

ډونالډ ټرمپ؛له جنجالي څرګندونو وروسته د افغانستان جګړه کې د بریټانیوي ځواکونو ستاینه کړې

د افغانستان په جګړه کې د ناټو د رول په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو د ناټو د متحدینو توند غبرګونونه راوپارول؛ خو ټرمپ تازه د بریټانیوي سرتېرو زړورتیا ستایلې ده.

ټرمپ په یوه تازه پیغام کې لیکلي، چې په افغانستان کې ۴۵۷ بریټانیوي سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې، چې بریټانیوي ځواکونه له تر ټولو زړورو جنګیالیو څخه وو او د امریکا او بریټانیا اړیکه به هېڅکله نه پرې کېږي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې ټرمپ تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې ناټو ځواکونو د افغانستان جګړه کې له لومړۍ کرښې ځان لرې ساته.

د نوموړي دا خبرې د بریټانیا د لومړي وزیر له سخت غبرګون سره مخ شوې وې او هغه یې توهینوونکې او خواشینوونکې بللې وې.

اسراییلي رسنۍ:راتلونکې اوونۍ د ایران پر ضد د امریکا د احتمالي برید لپاره مهمه ده

0

د اسرائیل ۱۳م چینل راپور ورکړی، چې د اسرائیل چارواکي اټکل کوي امریکا به پر ایران برید وکړي او د دې هېواد پوځي افسرانو راتلونکې اوونۍ «کلیدي اوونۍ» بللې ده.

د راپور له مخې، د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنتکام) مشر اسرائیلي پوځي او امنیتي چارواکو ته ویلي، چې ډونالډ ټرمپ لا وروستۍ پرېکړه نه ده کړې؛ خو امریکا د روانې اوونۍ تر پایه د احتمالي عملیاتو لپاره چمتووالی بشپړوي.

همداراز ویل شوي، چې اسرائیلي لوري امریکا ته وړاندیز کړی، چې په لومړي برید کې دې د حکومتي اهدافو ترڅنګ مهم پوځي اهداف، په ځانګړي ډول د ایران د ځمکې څخه ځمکې ته د توغندیو سیستمونه هم په نښه شي.

اسراییل هیوم ورځپاڼه:اسراییل د ایران د ډله‌ییزو اعدامونو معلومات واشنګټن ته سپارلي

0

اسراییل هیوم ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د اسراییل حکومت په ایران کې د معترضانو د ډله‌ییزو اعدامونو تازه معلومات د امریکا حکومت ته ورکړي دي.

د راپور له مخې، دا معلومات د هغو تضمینونو پر خلاف دي چې ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې له ایراني چارواکو یې ترلاسه کړي دي.

تر دې وړاندې ټرمپ ادعا کړې وه چې د ایران پر ضد د برید د ځنډ یو لامل د سلګونو نیول شویو معترضانو د اعدام د حکم لغوه کېدل وو؛ خو ایراني نظام دا خبره رد کړې ده.

راپور زیاتوي چې امریکا د اعدامونو په اړه شواهد لري او اسراییل د دغو معلوماتو په راټولولو کې رول لوبولی دی.

راپورونه:علي خامنه‌ای د احتمالي امریکایي برید له وېرې پټ ځای ته لېږدول شوی

0

راپورونه وایي، چې د امریکا د احتمالي برید د زیات شوي ګواښ له ارزونې وروسته، د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌ای په تهران کې یو ځانګړي او ځمک‌لاندې پناه‌ځای ته انتقال شوی دی.

ویل کېږي دا پناه‌ځای له یو بل سره نښتي تونلونه لري.

د راپور له مخې، د خامنه‌ای درېیم زوی مسعود خامنه‌ای د هغه د ورځنیو دفتري چارو مسوولیت پر غاړه اخیستی او بل زوی یې مجتبی خامنه‌ای له حکومتي چارواکو سره اړیکې ساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو ورځو کې د امریکا له‌خوا پر ایران د احتمالي برید په اړه اوازې زیاتې شوې دي.

د غزې او ایران په اړه؛د خبرو لپاره د امریکا استازي اسرائیل ته رسېدلي

0

د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي استیون ویتکاف او د سپینې ماڼۍ پخوانی ځانګړی استازی جرد کوشنر نن د غزې او ایران په اړه د خبرو لپاره اسرائیل ته تللي او له بنیامین نتانیاهو سره به لیدنه وکړي.

د رویټرز په وینا، د دې لیدنې اصلي محور د غزې وضعیت دی، خو د اسرائیل ۱۳م چینل راپور ورکړی چې د ایران موضوع هم په اجنډا کې شامله ده.

په ورته وخت کې، د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنتکام) مشر برد کوپر هم اسرائیل ته رسېدلی او ویل کېږي چې دا سفر د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقدام د همغږۍ په موخه ترسره شوی دی.

دا سفرونه د تېرې اوونۍ له هغه وروسته کېږي، چې د موساد مشر هم امریکا ته تللی و.

حنا رباني‌کهر:د پاکستان بې‌ثباته سیاستونه هېواد ته اقتصادي او نړیوال زیان رسوي

د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره حنا رباني کهر وايي، د افغانستان په اړه د پاکستان اوسنی دریځ له فکري بې‌نظمۍ او ستراتېژیکې ګډوډۍ سره مخ دی او دا تګلاره تر بل هر چا زیات پخپله پاکستان ته زیان اړوي.

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان پر وړاندې د سرحدي لارو تړل او اقتصادي فشارونه نه یوازې دا چې اغېزناکه سیاسي وسیله نه ده، بلکې د پاکستان پر سوداګرۍ، ترانزیټي رول او نړیوال اعتبار ناوړه اغېز لري.

رباني‌کهر ټینګار کړی چې پاکستان له کلونو راهیسې ځان د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانزیټي پل په توګه معرفي کوي، خو کله چې دا هېواد پخپله خپلې لارې تړي، نو دا ادعا عملاً له منځه ځي او د نورو هېوادونو باور زیانمنوي.

نوموړې خبرداری ورکړی چې د اسلام‌اباد غیر متوقع او ناپایدار سیاستونو نړیوال پانګه‌وال اندېښمن کړي، ځکه په داسې چاپېریال کې چې پرېکړې هره شېبه بدلېږي، هېڅ سوداګر یا هېواد د اوږدمهاله پانګونې جرأت نه کوي.

د هغې په وینا، که پاکستان غواړي خپل اقتصادي او سیمه‌ییز رول وساتي، نو باید له فشار راوړونکو سیاستونو لاس واخلي او د باور پر بنسټ سیمه‌ییز تعامل ته مخه کړي.