یکشنبه, اپریل 19, 2026
Home Blog Page 151

د ایران د بشري حقونو ټولنه:د اعتراض کوونکو پر لور د ډزو له امر د انکار له امله د ایراني سرتېري د اعدام حکم صادر شو

0

د ایران د بشري حقونو ټولنې خبر ورکړی، یو ځوان سرباز جاوید خالص چې د اعتراض کوونکو پر لور د ډزو له امر یې ډډه کړې وه او خپلو سربازانو ته یې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د ډزو کولو د ډډې امر کړی و، د اعدام په سزا محکوم شوی دی.

د یادې بشري ټولنې په وینا، دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د ایران په بېلابېلو سیمو کې اعتراضونه د امنیتي ځواکونو له خوا په زور پرځول کېږي.

ټولنه وایي، جاوید خالص د سراسري اعتراضونو پر مهال د خلکو د وژنې پر وړاندې د بشري اقدام په توګه د ډزو امر رد کړ، خو د دې عمل په پایله کې نیول شوی او د اعدام حکم یې صادر شوی دی.

راپور ښيي چې په دې اعتراضونو کې زرګونه کسان وژل شوي او لسګونه زره نور د عدلي پروسې پرته بندي دي.

بنګله‌دېش؛افغانستان ته په دوامدار ډول د معیاري درملو او طبي محصولات د صادریدو چمتووالی ښودلی

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد د بنګله‌دېش د نړیوال سوداګریز نندارتون د لیدنې پر مهال د دغه هېواد د صادراتو د ودې ادارې له مشر محمد حسن عارف سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ د پراختیا پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې محمد حسن عارف ویلي، بنګله‌دېش چمتو دی چې افغانستان ته په منظم او دوامداره ډول معیاري درمل او طبي محصولات صادر کړي، او ټینګار یې کړی چې د دوی د درمل جوړونې سکتور پرمختللی او له نړیوالو معیارونو سره سمون لري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، افغان لوري د بنګله‌دېش دغه وړاندیز د افغانستان د روغتیايي اړتیاوو لپاره مهم بللی او دواړو لوریو هوکړه کړې چې دوه‌اړخیزې اړیکې به له سیاسي او دوستانه تعامل څخه عملي اقتصادي همکارۍ ته لوړې کړي، څو د سوداګرۍ کچه لوړه او متقابل باور لا پیاوړی شي.

آلمان؛د افغانانو د منلو نږدې نیمایي ژمنې یې لغوه کړې

د آلمان حکومت اعلان کړی چې نږدې نیمایي هغه افغانان چې دې هېواد ته د داخلېدو رسمي ژمنې یې ترلاسه کړې وې، نور به آلمان ته د تګ اجازه و نه لري.

د رسمي معلوماتو له مخې، دا پرېکړه پر ۲۳۰۸ افغانانو اغېز لري چې دا مهال په پاکستان کې د انتقال په تمه دي.

د فریدریش مرتس په مشرۍ د نوي ائتلافي حکومت له جوړېدو وروسته، د افغانانو د منلو پخواني پروګرامونه ودرول شول.

تر دې دمه ۷۸۸ افغانان آلمان ته رسېدلي او شاوخوا ۴۱۰ نور لا هم د انتقال په بهیر کې دي، خو سلګونه کسانو ته له مخکېنیو ژمنو سره سره منفي ځواب ورکړل شوی دی.

د آلمان حکومت وايي چې د امنیتي ارزونو بهیر تر ډېره بشپړ شوی، خو ټینګار کوي چې په ځینو پروګرامونو کې د ژمنو د لغوه کولو قانوني واک لري.

استرالیا؛د شارک تر پرله‌پسې بریدونو وروسته لسګونه ساحلونه وتړل

0

د استرالیا چارواکو وروسته له هغې چې په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه څلور د شارک بریدونه پر خلکو ثبت شول د سې‌شنبې په ورځ د هېواد د ختیځ په سواحلو کې لسګونه ساحلونه وتړل.

د نیو ساوت ولز ایالت اړوند، د پورټ مک‌کواري شاوخوا ساحلونه هغه مهال وتړل شول، چې یو سړی د لامبو پر مهال د شارک له لوري وداړل شو.

روغتیايي چارواکو ویلي، دغه کس لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دی او روغتیایي وضعیت یې باثباته دی.

د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ یو ۱۰ کلن هلک هم د څپې‌سواري پر مهال د شارک له برید سره مخ شو.

شارک هغه له تختې اوبو ته وغورځاوه او د څپو د تختې یوه برخه یې وداړله، خو ماشوم پرته له ټپي کېدو وتوانېد ځان وژغوري.

چارواکي وایي، درانه ورښتونه او د سمندر د اوبو خړوالی د دې لامل شوي، چې شارکونه ساحلونو ته نږدې شي او د بریدونو خطر زیات کړي.

د څپو د ژغورنې د ځواکونو اجرایي مشر سټیون پیرس رویټرز ته ویلي: «که خلک د لامبو نیت لري، غوره ده استخر ته ولاړ شي، ځکه دا مهال ساحلونه خوندي نه دي.»

د استرالیا اړوندو ادارو له خلکو غوښتي، تر بلې خبرتیا پورې دې له تړل شویو ساحلونو لرې پاتې شي او د خوندیتوب سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

شهباز شریف:له افغان لوري سره د خبرو اترو باوجود کومې هوکړې ته نه دی رسېدلی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په خیبرپښتونخوا کې له سیمه‌ییزو مشرانو سره په یوې غونډه کې ویلي، له افغان لوري سره څو ځله کتنې او غونډې ترسره شوي، خو د پاکستان د اندېښنو پر حل هوکړې ته نه دي رسېدلي.

نوموړي ټینګار کړی چې په خیبرپښتونخوا کې د تلپاتې سولې ټینګښت د سیمې د ستراتیژیک اهمیت له امله ډېر مهم دی، خو پرله‌پسې امنیتي ننګونې د دې هدف د ترلاسه کولو مخه نه شي نیولای.

شهباز شریف زیاته کړې، چې د سیمې امنیتي وضعیت د پاکستان د ملي امنیت لپاره حیاتي دی او اړتیا ده چې د ټولو اړخونو سره په ګډه هڅې وشي ترڅو د امنیتي ننګونو دوام مخه ونیول شي.

عبدالله عبدالله:د کابل د تېرې ورځې برید په کلکو ټکو غندم

د مصالحې شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د تېرې ورځې ترهګریز برید په کلکو ټکو غندلی.

عبدالله عبدالله ویلي، چې دغه ډول غیرانساني اعمال د اسلام، انسانیت او د افغانستان د خلکو د ارادې پر ضد دي.

نوموړي د برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د فرانسې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته:«زما ملګریه، راځئ پر ایران لوی کارونه وکړو!»

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې رسنۍ ټروت سوشیال کې د فرانسې ولسمشر امانوئیل ماکرون له خوا ځانګړی پیغام خپور کړی، چې په کې ماکرون پر سوریې او ایران د دواړو هېوادونو د دریځونو د یووالي خبره کوي او وایي: «موږ په سوریه کې په بشپړ ډول یو شان یو، پر ایران موږ کولای شو لوی کارونه وکړو.»

ماکرون د ګرینلنډ په اړه د ټرمپ د دریځ په تړاو وایي: «زه نه پوهېږم چې تاسو پر ګرینلنډ څه کوئ.»

ماکرون د ډیوس (داووس) ناستې وروسته په پاریس کې د G7 غونډې د جوړولو وړاندیز کړی، چې پکې د اوکراین، ډنمارک، سوریې او روسیې استازي هم په حاشیه کې ګډون وکړي.

سربېره پر دې، هغه ټرمپ ته د پاریس په ښار کې د ډوډۍ بلنه هم ورکړې ده.

د طالبانو حکومت:په حیرتان بندر کې واردات او صادرات د پام وړ زیات شوي

د حیرتان بندر طالب چارواکي وایي، د روان کال له پیل راهیسې د دې بندر له لارې تر ۲.۱۵ میلیونه ټنه زیات واردات او شاوخوا ۱۳۸ زره ټنه صادرات شوي دي.

د دوی په وینا، له پاکستان سره د سوداګرۍ تر بندېدو وروسته په تېرو درېیو میاشتو کې واردات ۶۲ سلنه او صادرات ۴۰ سلنه زیات شوي دي.

د حیرتان بندر د استراس شرکت رییس مولوي بسم‌الله مزاري ویلي، چې په همدې موده کې ۹۸۵ زره ټنه واردات او ۶۲ زره ټنه صادرات ترسره شوي دي.

په همدې حال کې افغان سوداګر د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا د افغانستان لپاره ګټوره بولي او دا هېوادونه د پاکستان مناسب بدیل ګڼي.

کریم خرم:د ښارنو چاودنه د سترو قدرتونو د سیالیو پایله ده او کمزوري خلک پکې قرباني کېږي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخواني رییس کریم خرم ویلي، چې له ګرینلنډ څخه تر وینزویلا، له ایران څخه تر پاکستان او د کابل د ښارنو تر چاودنې پورې، کیسه یوه ده؛ هغه هم د نړۍ د وېش او د سترو قدرتونو د سیالیو کیسه ده، چې له بده مرغه پکې کمزوري خلک قرباني کېږي.

نوموړي ویلي، چې د قرباني کېدو مخه نیول کېدای شي، خو په دې شرط چې خلک د دغو لوبو پر محتوا پوه شي.

د هغه په وینا، اشرف غني یا په دې موضوع نه پوهېده او یا هم مأمور و چې پرې پوه نه شي.

کریم خرم د پرونۍ چاودنې قربانیانو ته په اشارې ویلي، چې د هغوی روحونه دې ښاد وي، ځکه چې په وژل شویو کې داسې کسان هم وو چې د خپلو کورنیو یوازیني نفقه برابروونکي وو او د سختو اقتصادي حالاتو سره سره یې د خپلو کورنیو پالنه کوله.

رحمت‌الله نبیل:د کابل د وروستي برید پلان د پاکستان په نوښار کې د داعش له مرکزه جوړ شوی

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل ویلي، د شته معلوماتو له مخې یو کس چې خالد المنات نومېږي، د پاکستان د نوشهر (نوښار) په سیمه کې د داعش خراسان د یوې شبکې مشري پر غاړه لري او دا شبکه د پاکستان د پوځي استخباراتو له ادارې سره په همغږۍ فعالیت کوي.

نوموړي ویلي، د همدې معلوماتو پر بنسټ د کابل ښار د پرونۍ حملې پلان هم د نوشهر په سیمه کې د داعش په مرکز کې جوړ شوی او دا برید د خالد المنات په لارښوونه تنظیم شوی دی.

رحمت‌الله نبیل زیاته کړې، چې د دغو معلوماتو له مخې په یاد مرکز کې د داعش له پنځوسو څخه زیات غړي روزل کېږي، تنظیمېږي او هدایت ورته ورکول کېږي.