پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 139

مایک والتز:ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو بې‌قید او شرط مالي ملاتړ پای ته رسولی

0

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والتز ویلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ په څرګند ډول اعلان کړی چې واشنګټن نور د ملګرو ملتونو لپاره بې‌قید او شرط مالي ملاتړ نور پای ته رسولی.

د نوموړي په وینا، امریکا به د سازمان د ایډیالوژیکو لګښتونو مخه ونیسي او د متورم اداري سیستم بودجه به په پراخه کچه راکمه کړي.

د پلان له مخې، شاوخوا ۲۹۰۰ کارکوونکي به له دندو لرې شي او لږ تر لږه ۵۰۰ میلیونه ډالر به د ملګرو ملتونو له کلنۍ بودجې کم شي.

امریکايي چارواکي وایي، دا یوازې پیل دی او نور اصلاحات هم په لاره کې دي.

والتز زیاته کړې، د ټرمپ حکومت غواړي د سپما او مالي انضباط له لارې ملګري ملتونه داسې اصلاح کړي چې دغه نړیوال سازمان وکولای شي په اغېزمنه او شفافه بڼه خپل اصلي ماموریت ترسره کړي.

انتونیو ګوتریش:د ملګرو ملتونو سازمان د مالي سقوط له جدي خطر سره مخ دی

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په یوه رسمي لیک کې د نړۍ هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې دغه نړیوال سازمان د نږدې مالي پرځونې له جدي خطر سره مخ دی.

د نوموړي په وینا، د غړو هېوادونو له خوا د حق‌العضویت پر وخت نه ورکول د سازمان مالي وضعیت تر ټولو لویه ستونزه ګرځېدلې ده.

ګوتریش ویلي، سربېره پر دې، هغه سخت بودجوي قانون چې له مخې یې ملګري ملتونه اړ دي نه‌مصرف شوې پیسې بېرته ورکړي، د سازمان د مالي انعطاف مخه نیسي او د فعالیتونو پر دوام مستقیم منفي اغېز کوي.

چارواکي خبرداری ورکوي چې که ژر تر ژره د بودجې ستونزې حل نه شي، نو ملګري ملتونه به له جدي محدودیتونو سره مخ شي او ښايي د سولې ساتنې، بشري مرستو او نړیوالو ماموریتونو ګڼ پروګرامونه ټکني شي.

د صربستان ولسمشر:ښايي امریکا په ۴۸ ساعتونو کې پر ایران برید وکړي

0

د صربستان ولسمشر الکساندر ووچیچ ویلي، امکان شته چې امریکا په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې پر ایران پوځي برید وکړي.

ووچیچ دا څرګندونې د صربستان له «پینک» ټلویزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د احتمالي برید ترڅنګ د نورو سترو بدلونونو د رامنځته کېدو تمه هم لري.

د صربستان ولسمشر ویلي: «د نن ورځې شرایط اسانه نه دي، او د سولې ساتلو ته ژمنتیا حیاتي اهمیت لري.»

د ووچیچ دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا لوړه شوې او نړیواله ټولنه د وضعیت له احتمالي خرابېدو اندېښنه څرګندوي.

د طالبانو حکومت نوې پرېکړه؛ذبیح الله مجاهد وایي، د غایبو مالکینو عواید به د دولت حسابونو ته لېږدول کېږي

د طالبانو حکومت مشرتابه شیخ هبت‌الله اخندزاده په دې وروستیو کې د هغو کسانو د ملکیتونو د ارزونې موضوع، چې په هېواد کې حضور نه لري، پوځي محکمې ته سپارلې ده.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جرمني د دویچه‌وېله سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، که ثابته شي چې د دغو ملکیتونو خاوندانو د نظام پر ضد فعالیتونه کړي وي او یا په تخریبي کړنو کې ښکېل وي؛ نو د هغوی شتمنۍ به تعلیق شي.

مجاهد زیاته کړې، په داسې مواردو کې به د دغو ملکیتونو عواید د مالکینو له واکه وایستل شي او د حکومت ځانګړو حسابونو ته به ولېږدول شي.

نوموړي ټینګار کړی چې دا بهیر به د «اسلامي امارت» د مشرتابه د پرېکړې او د رسمي قانوني ارزونو په چوکاټ کې ترسره شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په افغانستان کې د ملکیتونو د حق، او د هغو شتمنیو د قانوني وضعیت په اړه حقوقي او اقتصادي بحثونه روان دي، چې خاوندان یې له هېواده بهر ژوند کوي یا په هېواد کې حضور نه لري.

علي‌خامنه‌اي:مونږ په کوم چا برید نه کوو؛ خو که چا پر موږ برید وکړ، په سوک به ځواب ورکړو

0

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي تهران کې د ایران وروستي ولسي خوځښتونه «د کودتا په څېر فتنه» بللې او ویلي یې دي چې دا هڅه شنډه شوه.

د هغه په وینا، د دغو اقداماتو موخه د هېواد د ادارې مهم او اغېزمن مرکزونه ویجاړول وو.

خامنه‌اي ټینګار کړی چې د ایران ولس به د هر ډول برید او فشار پر وړاندې سخت غبرګون وښيي او ویې ویل: «ملت به هغه چا ته چې پرې برید وکړي، کلک سوک ورکړي.»

هغه د جګړې د ګواښونو په اړه وویل، چې دا ډول خبرې نوې نه دي او امریکايي چارواکو پخوا هم د جګړې د انتخاب یادونه کړې ده.

د هغه په وینا، دا ګواښونه د ایران پر ولس اغېز نه لري.

خامنه‌اي زیاته کړې چې ایران به د جګړې پیل کوونکی نه وي او پر هېڅ هېواد د برید نیت نه لري؛ خو که پرې برید وشي، ملت به یې کلک ځواب ورکړي.

وال‌سټریټ ژورنال:پر ایران تر برید وړاندې امریکا باید په منځني ختیځ کې هوايي دفاعي سیستم پیاوړی کړي

وال‌سټریټ ژورنال په یوه راپور کې لیکلي چې امریکا باید پر ایران د هر ډول احتمالي برید تر مخه په منځني ختیځ کې خپل هوايي دفاعي سیستمونه پیاوړي کړي.

د راپور له مخې، پنتاګون د اسرائیل، عربي متحدینو او په سیمه کې د امریکايي ځواکونو د ښه ساتنې لپاره عملي ګامونه اخلي.

امریکايي چارواکو ویلي، که چېرې نن د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برید امر ورکړي؛ نو د امریکا پوځ کولی شي پر ایران محدود هوايي بریدونه وکړي؛ خو پراخ او قاطع برید به د ایران غبرګون راوپاروي چې د مخنیوي لپاره قوي هوايي دفاع ته اړتیا ده.

وال‌سټریټ ژورنال زیاتوي چې پنتاګون د منځني ختیځ په بېلابېلو هېوادونو کې، د امریکا په پوځي اډو کې د اضافي «تاد» توغندیز دفاعي سیستم او د «پاتریوت» هوايي دفاعي سیستمونو د ځای پر ځای کولو لړۍ پیل کړې ده.

په دې هېوادونو کې اردن، کوېټ، بحرین، سعودي عربستان او قطر شامل دي.

خواجه اصف:بلوڅ ازادي غوښتونکي وسله‌وال د هند له لوري تمویلېږي

0

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ادعا کړې چې بلوڅ ازادي غوښتونکې ډله (BLA) د هند په ملاتړ فعالیت کوي او د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي.

نوموړي په سیالکوټ کې رسنیو ته ویلي، چې وروستي بریدونه د بهرني ملاتړ پایله ده او د نیول شویو کسانو له اعترافونو ښکاري چې هند د دې ډلو تر شا ولاړ دی.

هغه ټینګار کړی چې BLA یوه بهرنۍ تمویل شوې ډله ده.

خواجه آصف همدارنګه ویلي، چې د لادرکه شویو کسانو تر نامه لاندې ډېری کسان په اصل کې د BLA وسله‌وال غړي دي او دا موضوع د بشري حقونو تر پوښښ لاندې د ترهګرۍ د پټولو هڅه ده.

نوموړي ویلي، پاکستان به د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي او اجازه به ورنه کړي چې بهرني ځواکونه د ناامنۍ لپاره وسله‌والې ډلې وکاروي.

ملا عبدالغني برادر؛هرات کې د ترکمنستان له لوړپوړي پلاوي سره کتلي

د هرات ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ هرات ته رسېدلی دی.

نوموړی به د ترکمنستان د لوړپوړي پلاوي له مشر رشید مردوف، چې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال دی، سره لیدنه او خبرې اترې وکړي.

په دې لیدنه کې به د ټاپي پروژې د پرمختګ، د برېښنا پروژو، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، ټرانزیټي او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشي.

سراج الحق:په بلوچستان کې ترهګري او ناامني د اندېښنې وړ ده

0

د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر سراج الحق د بلوچستان د ترهګرۍ د پېښو د دوام په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه خبرداری ورکړی چې د عامو خلکو او امنیتي ځواکونو وژل او د امن او امان خراب وضعیت د هېواد لپاره جدي ستونزه ده.

سراج الحق په ایکس پوسټ کې ویلي، وروستيو بریدونو د خلکو په منځ کې وېره خپره کړې او د حکومت او دولتي ادارو ناکامه تګلارې د پوښتنو لاندې دي.

هغه ټینګار کړی، چې د بلوچستان د خلکو ساتنه د دولت لومړنی مسوولیت دی، خو بدبختانه وضعیت ورځ تر بلې لا خرابېږي.

نوموړي د حکومت او امنیتي ادارو له خوا د عاجلو، سنجیده او اغېزمنو اقداماتو غوښتنه کړې څو د دې خونړي کړکېچ مخه ونیول شي او ولس ته یو خوندي چاپېریال برابر شي.

بلوڅ مدافعین:برېتانیا دې بلوچستان په رسمیت وپېژني

0

د بلوڅانو د حقونو یو شمېر مدافعینو نوی کمپاین پیل کړی او له برېتانیا یې غوښتي چې بلوچستان په رسمیت وپېژني.

د دوی په وینا، برېتانیا په ۱۹۴۷ کال کې د هند د وېش پر مهال د پاکستان جوړېدو کې برخه درلوده او اوس اخلاقي مسوولیت لري چې د بلوچستان د سیاسي وضعیت په اړه پرېکړه وکړي.

کمپاینران وايي، د بلوچستان جمهوریت باید په رسمیت وپېژندل شي او هغه دوه اړخیز تړونونه چې د ۱۹مې پېړۍ په اوږدو کې د بلوچستان او برېتانیا ترمنځ شوي وو، باید بیا نوي شي.

بلخوا، په اسلام‌ آباد کې د برېتانیا سفارت وروستي وسله‌ وال بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د “ترهګرۍ” پر ضد د پاکستان ترڅنګ ولاړ دي او د سولې او امنیت ملاتړ کوي.

له تېرې ورځې راهیسې په بلوچستان کې د بلوڅ آزادۍ غوښتونکو ځواکونو عملیات روان دي چې په لسو لویو ښارونو کې یې لسګونه پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.