یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 14

نور احمد؛د هند غوره لیګ دا پړاو زموږ لپاره هغسې نه و، لکه څنګه چې موږ غوښتل

افغان ورو توپ اچوونکی نور احمد لکڼوال چې د هند غوره لیګ (IPL) په سږني پړاو کې د چینای سوپر کینګز برخه و، لوبډله یې له لیګ بهر شوه.

لکڼوال ویلي“د چینای ژیړ لباس اغوستل او د دې سترې لوبډلې لپاره لوبې کول زما لپاره تل ویاړ دی له مدیریت، روزونکو، کارکوونکو او ټولو هغو کسانو څخه مننه کوم چې د دې سفر په اوږدو کې زموږ تر څنګ ولاړ وو، همدارنګه د چینایې له مینه‌والو ځانګړې مننه چې هر ځای یې زموږ ملاتړ وکړ او لوبغالي یې له مینې او شور څخه ډک ساتل”

شيخ هبت‌الله اختریز پیغام کې:د شکر ځای دی چې خلک د “شرعي نظام” تر سیوري لاندې لوی اختر لمانځي

د طالبانو حکومت مشر شيخ هبت‌الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت خپل پیغام کې د افغانستان ټولو مسلمانانو او د نړۍ اسلامي امت ته مبارکي ورکړې ده.

هغه ویلي، د شکر ځای دی چې خلک د “شرعي نظام” تر سیوري لاندې لوی اختر لمانځي او په ارامه فضا کې ژوند کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې د انسان د ژوند اصلي موخه د الله تعالی عبادت، د دین عملي کول او د شرعي احکامو پوره پیروي ده.

شيخ هبت‌الله زیاته کړې چې خلک باید د دیني ارزښتونو او عبادتونو ته لا ډېره پاملرنه وکړي، ځکه د هغه په وینا همدا د نېکمرغۍ او بریا لاره ده.

اکسیوس:ایران د اټومي وسلې نه جوړولو او د یورانیمو د غني‌کولو د ځنډ ژمنه کړې

اکسیوس د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د احتمالي تفاهم د یادښت په مسوده کې ایران ژمنه کړې چې د اټومي وسلې د جوړولو هڅه به نه کوي او د یورانیمو د غني‌کولو د پروګرام د ځنډولو او د لوړ غني شوي یورانیمو د زېرمو د لرې کولو په اړه به خبرې کوي.

د دوو باخبره سرچینو په وینا، ایران د منځګړو له لارې امریکا ته شفاهي ډاډ ورکړی چې د غني‌کولو د ځنډولو او د اټومي موادو د سپارلو په برخه کې به مشخص امتیازات ومني.

د راپور له مخې، امریکا به د ۶۰ ورځنۍ مودې پر مهال د بندیزونو د کمولو او د ایران د شتمنیو د ازادولو په اړه خبرو ته غاړه کېږدي؛ خو د دغو اقداماتو عملي کېدل به یوازې د یوې وروستۍ او د باور وړ هوکړې له تصویب وروسته ترسره شي.

اکسیوس زیاته کړې چې هغه امریکايي ځواکونه چې په وروستیو میاشتو کې سیمې ته استول شوي، د همدې ۶۰ ورځنۍ مودې پر مهال به په سیمه کې پاتې شي او یوازې د وروستۍ هوکړې په صورت کې به شا تګ وکړي.

د تفاهم د یادښت په مسوده کې دا هم ویل شوي چې د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ جګړه به په لبنان کې پای ته ورسېږي.

هند غوره لیګ؛ډهلي کپیټلز لوبډله له مخکې تګ څخه پاتې شوه

د هند غوره لیګ (IPL) د روان فصل د لیګ پړاو سیالۍ وروستیو شیبو ته رسېدلې دي او تر دې دمه بنګلور، ګجرات او حیدراباد د لومړیو دریو لوبډلو په توګه کوالیفایر راوڼد ته د رسېدو ډاډ ترلاسه کړی دی.

د پنجاب وروستۍ بریا د ډهلي د مخکې تګ هیلې هم له منځه یووړې او دغه لوبډله له روانو سیالیو بهر شوه.

اوس مهال ګجرات او بنګلور د نمرو جدول په سر کې ځای لري او ټاکل شوې ده چې لومړۍ کوالیفایر لوبه د روانې مې میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره کړي.

بلخوا حیدراباد به پړاو د پاتې سیالیو له پای ته رسېدو وروسته له پنجاب یا راجستان سره (اېلېمېنېټر) لوبه وکړي.

رحمن الله ګربز؛د ننګرهار له خلکو ډیره مننه، ماته یې زیاته مینه راکړه

افغان ملي لوبغاړی رحمن الله ګربز چې دا مهال د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د روانو لېسټ اې سیالیو پر مهال د مس عینک لوبډلمشري کوي.

د ننګرهار د خلکو له بې‌ سارې مینې او ملاتړ څخه یۍ مننه کړې ده.

ګربز وایي” د ننګرهار خلکو تل راته ځانګړې مینه راکړې ده په دې ګرمو ورځو کې د دوي حضور او ملاتړ زموږ لپاره لویه انرژي ده، زه له ټولو مینه‌ والو منندوی یم او وعده کوم چې هر کله کورنۍ سیالۍ وي مصروفیت نه وي له دوی سره د لیدنې او لوبېدو لپاره راځم»

نوموړي په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کرکټ مینه‌ والو سره نږدې اړیکې ساتلې او هر ځای د خلکو له تود هرکلي او پراخې مینې سره مخ شوی دی چې د افغان کرکټ د ودې او محبوبیت څرګندونه کوي.

ډونالډ ټرمپ:له ایران سره احتمالي هوکړه به د هرمز تنګي د پرانیستو لاره هواره کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هغه احتمالي هوکړه چې له ایران سره تر بحث لاندې ده، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو لاره به هواره کړي؛ خو ایران دغه ادعا رد کړې ده.

ټرمپ په ټروت سوشیال کې په یوه پیغام کې ویلي، د دغې هوکړې وروستي جزییات او مهم موارد لا هم تر بحث لاندې دي او ډېر ژر به اعلان شي.

بل لور ته، ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ احتمالي هوکړه به تهران ته د هرمز تنګي د مدیریت زمینه برابره کړي او د ټرمپ څرګندونې یې له واقعیت لرې بللې دي.

اکسیوس:امریکايي ځواکونه به له ایران سره تر وروستۍ هوکړې په منځني ختیځ کې پاتې شي

اکسیوس راپور ورکړی چې امریکايي ځواکونه به د راتلونکو ۶۰ ورځو لپاره منځني ختیځ کې پاتې شي او یوازې هغه مهال به وځي چې له ایران سره وروستۍ هوکړه وشي.

د راپور له مخې، واشنګټن هڅه کوي د ایران سره د احتمالي توافق تر ترلاسه کېدو پورې خپل پوځي حضور وساتي، ځکه د سیمې امنیتي وضعیت لا هم حساس بلل کېږي.

تر دې وړاندې هم امریکايي چارواکو ویلي وو چې د ایران د اټومي پروګرام او سیمه‌ییزو کړکېچونو په اړه خبرې روانې دي او د احتمالي هوکړې تر وروستۍ کېدو پورې به پوځي او ډیپلوماتیک اقدامات دوام ولري.

خیبر پښتونخوا کې امنیتي عملیات؛ لسګونه وسله‌وال او پولیس وژل شوي

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د تېرو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو پر مهال د امنیتي ځواکونو د عملیاتو او نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) ویلي، په بنو، شمالي وزیرستان او نورو سیمو کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال له ۲۰ زیات وسله‌وال وژل شوي دي.
بلخوا په باجوړ کې په پاکستاني امنیتي پوستې بریدونه شوي چې ګڼ شمیر پولیسو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

چارواکي وایي، په سیمه کې د وسله‌والو فعالیتونه زیات شوي او د مخنیوي لپاره د عملیاتو لړۍ روانه ده.

اقتصادي خبر؛د ایران جګړې او د تیلو لوړو بیو نړیوال اقتصاد اندېښمن کړی

د نړۍ اقتصادي بازارونه د ایران کړکېچ او د تیلو د بیو د لوړېدو له امله له بې‌ثباتۍ سره مخ شوي دي.

نړیوالو راپورونو ویلي، د برینټ خام تیلو بیه تر ۱۰۰ ډالرو اوښتې او دا وضعیت په اروپا، امریکا او اسیا کې د انفلاسیون او اقتصادي فشارونو د زیاتېدو اندېښنې راپارولي دي.

اقتصادي شنونکي وایي، د منځني ختیځ روان کړکېچ د انرژۍ بازار سخت اغېزمن کړی او که وضعیت همداسې دوام وکړي، د نړۍ اقتصادي وده به نوره هم ورو شي.

بلخوا نړیوال مالي صندوق (IMF) هم خبرداری ورکړی چې جګړې او سیاسي ترینګلتیاوې نړیوال اقتصاد له خطر سره مخ کوي.

د کانکور د ګډونوالو شمېر کې پراخ کمښت؛د لوړو زده کړو وضعیت د اندېښنې وړ بلل کېږي

د افغانستان د کانکور ازموینې د ګډونوالو شمېر په وروستیو کلونو کې د پام وړ کم شوی دی. د خپرو شویو شمېرو له مخې، په ۱۳۹۸ کال کې نږدې ۲۱۰ زره کسانو د کانکور په ازموینه کې ګډون کړی و، خو سږکال ۱۴۰۵ کې دا شمېر شاوخوا ۵۰ زرو کسانو ته راټیټ شوی، چې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.

د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۷ کال کې نږدې ۲۰۰ زره، په ۱۳۹۹ کال کې د کرونا له محدودیتونو سره سره شاوخوا ۱۷۰ تر ۱۸۰ زره، په ۱۴۰۰ کال کې نږدې ۱۵۰ زره او په ۱۴۰۱ کال کې شاوخوا ۱۴۰ زره کسانو کانکور ورکړی و، خو له هغې وروسته هر کال د ګډونوالو شمېر کم شوی دی.

ولایتي ارقام هم د کانکور د ګډونوالو د کمېدو څرګندونه کوي. په خوست کې د ګډونوالو شمېر له ۷۵۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته، په ننګرهار کې له ۲۲۵۰۰ څخه ۹۰۰۰ ته او په کندهار کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته راکم شوی دی.

د زده‌کړو یو شمېر شنونکي وایي، د لوړو زده‌کړو پر وړاندې محدودیتونه، د نجونو د پوهنتونونو تړل کېدل، د استادانو وتل او د اقتصادي ستونزو زیاتوالی هغه عوامل دي چې د زده‌کوونکو پر راتلونکې او د کانکور پر ګډون یې منفي اغېز کړی دی.

تر اوسه د لوړو زده‌کړو وزارت د دغو شمېرو او د ګډونوالو د کمېدو په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی.