د پاکستان د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د تېرو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو پر مهال د امنیتي ځواکونو د عملیاتو او نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) ویلي، په بنو، شمالي وزیرستان او نورو سیمو کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال له ۲۰ زیات وسلهوال وژل شوي دي.
بلخوا په باجوړ کې په پاکستاني امنیتي پوستې بریدونه شوي چې ګڼ شمیر پولیسو ته مرګژوبله اوښتې ده.
چارواکي وایي، په سیمه کې د وسلهوالو فعالیتونه زیات شوي او د مخنیوي لپاره د عملیاتو لړۍ روانه ده.

