یکشنبه, مې 24, 2026
Homeکورپاڼهاکسیوس:امریکايي ځواکونه به له ایران سره تر وروستۍ هوکړې په منځني ختیځ...

اکسیوس:امریکايي ځواکونه به له ایران سره تر وروستۍ هوکړې په منځني ختیځ کې پاتې شي

اکسیوس راپور ورکړی چې امریکايي ځواکونه به د راتلونکو ۶۰ ورځو لپاره منځني ختیځ کې پاتې شي او یوازې هغه مهال به وځي چې له ایران سره وروستۍ هوکړه وشي.

د راپور له مخې، واشنګټن هڅه کوي د ایران سره د احتمالي توافق تر ترلاسه کېدو پورې خپل پوځي حضور وساتي، ځکه د سیمې امنیتي وضعیت لا هم حساس بلل کېږي.

تر دې وړاندې هم امریکايي چارواکو ویلي وو چې د ایران د اټومي پروګرام او سیمه‌ییزو کړکېچونو په اړه خبرې روانې دي او د احتمالي هوکړې تر وروستۍ کېدو پورې به پوځي او ډیپلوماتیک اقدامات دوام ولري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here