چهارشنبه, جون 17, 2026
Home Blog Page 14

استقبال رهبران اروپایی از توافق صلح ایران و آمریکا

رهبران بریتانیا، فرانسه، آلمان و ایتالیا در بیانیه‌ای مشترک از تفاهم‌نامه صلح میان ایران و آمریکا استقبال کرده و آن را فرصتی مهم برای احیای ثبات در منطقه و تقویت اقتصاد جهانی دانستند.

در این بیانیه، گروه «ای۴» اعلام کرده است که از نزدیک با آمریکا، ایران و شرکای منطقه‌ای همکاری خواهند کرد و این فرصت را برای پیشبرد صلح و ثبات منطقه‌ای غنیمت می‌شمارند.

رهبران این چهار کشور همچنین از آمریکا، دولت ایران و تمامی طرف‌های دخیل در این روند، از جمله پاکستان، قطر و سایر میانجیگران، به دلیل دستیابی به این توافق دیپلماتیک مهم قدردانی و تبریک کرده‌اند.

رهبران اروپایی ضمن تأکید بر این‌که ایران نباید به سلاح هسته‌ای دست یابد، اعلام کرده‌اند که در صورت برداشتن گام‌های مشخص و قابل راستی‌آزمایی از سوی ایران در زمینه برنامه هسته‌ای، آماده لغو تحریم‌های مرتبط خواهند بود.

نخست وزیر بریتانیا تفاهم نامه میان ایران و آمریکا را گام مهم در راستای پایان دادن به جنگ عنوان میکند

کی‌یر استارمر، نخست‌وزیر بریتانیا، تفاهم‌نامه میان ایران و ایالات متحده امریکا را «گامی بسیار مهم» در راستای پایان جنگ و تأمین ثبات منطقه‌ای خوانده است.

استارمر در واکنش به خبر امضای پیمان صلح میان تهران و واشنگتن، این توافق را «گامی بزرگ رو به جلو برای پایان دادن به جنگ، تضمین ثبات منطقه‌ای و بازگشایی تنگه هرمز» توصیف کرد.

او ضمن قدردانی از تلاش‌های دیپلماتیک انجام‌شده، گفت: «به رئیس‌جمهور ترامپ و میانجیگران پاکستانی، قطری و تمامی طرف‌هایی که در دستیابی به این موفقیت نقش داشته‌اند، تبریک می‌گویم.

ما از مدت‌ها پیش خواستار کاهش تنش‌ها بوده‌ایم و این همان پیشرفتی است که امیدوار بودیم شاهد آن باشیم.»

نخست‌وزیر بریتانیا همچنین تأکید کرد که آزادی کشتیرانی در تنگه هرمز باید دوباره برقرار شود تا پیامدهای اقتصادی ناشی از محدودیت‌های چند ماه گذشته بر خانواده‌ها در بریتانیا و سایر نقاط جهان کاهش یابد.

استارمر افزود که کشورش به همکاری با شرکای بین‌المللی برای حمایت از روند صلح ادامه خواهد داد و در صورت نیاز، از طریق مأموریت‌های دفاعی و چندجانبه، به‌ویژه در بخش عملیات ماین‌روبی، مشارکت خواهد کرد.

امضای تفاهم نامه به ارزش یک میلیون و ۹۴۰ هزار و ۳۰۸ دالر آمریکایی از سوی اداره مبارزه با حوادث حکومت طالبان

اداره آمادگی مبارزه با حوادث حکومت طالبان اعلام کرده است که یک تفاهم‌نامه همکاری‌های مشترک به ارزش یک میلیون و ۹۴۰ هزار و ۳۰۸ دالر امریکایی میان ملا نورالدین ترابی، رئیس عمومی این اداره، و توماس هیو کلاتون، سرپرست مدیریت برنامه‌های مؤسسه ماین‌پاکی هیلوترست، به امضا رسیده است.

براساس این تفاهم‌نامه، فعالیت‌های ماین‌پاکی و پاک‌سازی مناطق آلوده به ماین و مهمات منفجرناشده در ولایت‌های غزنی، کندهار، زابل، هلمند و هرات تطبیق خواهد شد.

مسئولان هدف از اجرای این برنامه را کاهش خطرات ناشی از ماین‌ها، تأمین مصونیت شهروندان و فراهم‌سازی زمینه استفاده مصئون از زمین‌ها و مناطق آلوده عنوان کرده‌اند.

نهایی شدن امضای توافق نامه میان ایران و آمریکااین توافق نامه قرار است روز جمعه بین طرفین امضا شود

خبرگزاری رویترز گزارش داده است که مقام‌های ایالات متحده امریکا و جمهوری اسلامی ایران اعلام کرده‌اند که بر سر یک چارچوب برای پایان دادن به جنگ میان دو کشور، توقف محاصره دریایی ایران از سوی امریکا و بازگشایی تنگه هرمز به توافق رسیده‌اند.

دونالد ترامپ، رئیس‌جمهور امریکا، گفته است که توافق با جمهوری اسلامی ایران نهایی شده و تنگه هرمز پس از امضای رسمی توافق‌نامه در روز جمعه (۲۹ جوزا) بازگشایی خواهد شد.

در همین حال، شورای عالی امنیت ملی ایران نیز اعلام کرده است که متن یادداشت تفاهم مربوط به مذاکرات پایان جنگ، موسوم به «مذاکرات اسلام‌آباد»، نهایی شده است.

براساس اعلام این شورا، مطابق توافقات به‌دست‌آمده، جنگ و عملیات نظامی در تمامی جبهه‌ها، از جمله لبنان، از شب گذشته به‌گونه فوری و دائمی متوقف شده و محاصره دریایی ایران نیز بلافاصله و به‌طور کامل پایان می‌یابد.

د فرانسې ولسمشر:د امریکا او ایران موافقه د څو اړخیزو ډیپلوماټیکو هڅو نتیجه ده

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د امریکا او ایران ترمنځ له شوې موافقې هرکلی کړی او هغه یې د څو اړخیزو ډیپلوماټیکو هڅو پایله بللې ده.

هغه له ټولو اړخونو غوښتي چې دا موافقه په چټکۍ او بشپړ ډول عملي کړي او ټینګار یې کړی چې د هرمز تنګي ژر، بې قید و شرطه پرانیستل او د کښتۍ تګ راتګ له هر ډول محدودیت او فیس پرته بیا پیل د سیمه‌ییز ثبات او نړیوال اقتصاد لپاره اړین دی.

مکرون ویلي چې دا موافقه کولی شي د منځني ختیځ د سولې او امنیت لپاره د پراخو خبرو زمینه برابره کړي؛ هغه خبرې چې باید د ایران د اټومي او توغندیو پروګرام او د هغه په وینا د تهران د بې‌ثباته کوونکو سیمه‌ییزو سیاستونو موضوع هم په کې شامله وي.

نوموړي زیاته کړې چې فرانسه چمتو ده له خپلو شریکانو سره په دې بهیر کې رول ولوبوي.

د فرانسې ولسمشر همدارنګه په لبنان کې د حکومت له هڅو ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی چې یوازې بشپړ ملي حاکمیت کولی شي د لبنان ثبات، ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو اړتیاوې تضمین کړي.

عاطف مشعل:د افغانو ښځو د تعلیم حق دې د اعتدال او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې خوندي شي

اسلام آباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي چې افغانې ښځې له اوږدې مودې راهیسې د افراط او تفریط ترمنځ قرباني شوې دي.

ښاغلي مشعل ټینګار کړی چې نه باید د دین په نوم ښځې له تعلیم محرومې شي او نه هم د ښځو د حقونو تر نوم لاندې له افغاني او اسلامي ارزښتونو سره ناساز بهرني نظریات ترویج شي.

د نوموړي په وینا، د ښځو د تعلیم حق سلبول د ټولنې له اړتیاوو او د علم له ارزښت سره په ټکر کې دي.

عاطف مشعل زیاته کړې چې د ښځو تعلیم باید داسې خوندي شي چې دیني ارزښتونه، کورنۍ، ټولنیز هویت او ملي وقار پیاوړی کړي، او په ورته وخت کې کې د زده کړو او پرمختګ لارې هم پرانیستې پاتې شي.

مشعل د ښځو د حقونو په اړه د متوازنې او اسلامي لارې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې افغانې ښځې باید نه د افراط او نه د تفریط قرباني شي.

ډونالډ ټرمپ:له تهران سره موافقه به د هرمز تنګي د تل لپاره بې‌فیسه تګ راتګ تضمین کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه مرکه کې ویلي چې له تهران سره شوې موافقه به په پایله کې دا تضمین کړي چې د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ تل لپاره بې له کومې فیس ترسره شي.

هغه ادعا کړې چې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د مخالفتونو سره سره یې اسرائیل د هستوي نابودۍ څخه ژغورلی دی.

ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران له امریکا سره نهایی اټومي موافقې ته ونه رسېږي، نو پوځي بریدونه به بیا پیل شي، یا به واشنګټن د منځني ختیځ د ساتونکي رول د سیمې د عوایدو د ۲۰ سلنې په بدل کې پر غاړه واخلي.

نوموړي ویلي چې د هرمز تنګي د بندېدو وروسته د ایران پر ضد د پوځي اقدام او سمندري محاصرې پرېکړې په سیمه کې د ځواک توازن د امریکا په ګټه بدل کړی دی.

د امریکا ولسمشر همدارنګه د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه د دې موافقې په بهیر کې د همکارۍ له امله مننه کړې، خو د اسرائیلو په لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یې د هغو بریدونو له امله نیوکه کړې چې د هغه په وینا نږدې و موافقه له ناکامۍ سره مخ کړي.

ټرمپ ویلي:«که ایران اټومي وسلې درلودای، اسرائیل به حتی دوه ساعته هم نه وای پاتې شوی».

د امریکا او ایران د موافقې له اعلان وروسته؛د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې راټیټې شوې

د امریکا او ایران ترمنځ د یوې موافقې له اعلان وروسته د نړۍ په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې راټیټې شوې دي.

د راپورونو له مخې، د برینټ خامو تېلو بیه ۳.۹ سلنه راټیټه شوې او شاوخوا ۸۴ ډالر د هر بېرل ته رسېدلې ده.

همدارنګه د امریکا د خامو تېلو بیه هم ۴.۸ سلنه کمه شوې او نږدې ۸۱ ډالر د هر بېرل په کچه معامله شوې ده.

په همدې حال کې د امریکا د ونډو بازارونو راتلونکي شاخصونه هم لوړ شوي دي.

ايران:امریکا او اسرائیل د ماتې منلو ته اړ شول

د ایران د سپاه پاسداران د خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه په یوه اعلامیه کې د امریکا او ایران ترمنځ د وروستي تفاهم په غبرګون کې ویلي، چې د ایران ولس، وسله‌وال ځواکونه او د مقاومت جبهه د مجتبی خامنه‌يي تر تابعیت لاندې امریکا او اسرائیل ته په پوره ځواک سره دا ثابته کړې چې بله لار نه لري پرته له دې چې ماتې ومني او تسلیم شي.

په دې بیان کې چې د وروستیو سیمه‌ییزو بدلونونو او پرمختګونو په اړه خپور شوی، ادعا شوې چې د ایران د خلکو، وسله‌والو ځواکونو او د مقاومت د جبهې رول د هغو تحولات مهم عامل و چې د دوی په باور یې د امریکا او اسرائیل دریځ کمزوری کړی دی.

یادې قرارګاه ټینګار کړی چې د دوی په نظر امریکا او اسرائیل اوس مجبوره شوي چې د ماتې منلو لور ته ولاړ شي.

تر اوسه د دې ادعاوو په اړه له امریکایي یا اسرائیلي لوري رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

جی‌ډي ونس:ايران سره د هوکړې لاسليک کې د ټرمپ د ګډون احتمال هم شته

د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي ونس ویلي چې د یوې مهمې موافقې د لاسلیک لپاره د جوړېدونکي مراسمو د ګډونوالو جزئیات لا هم تر همغږۍ لاندې دي.

هغه د امریکا له فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې وویل چې د مراسمو د ګډونوالو په اړه وروستي تنظیمي کارونه روان دي او هڅه کېږي چې ټول اړوند کسان په مناسب ډول په دې پروګرام کې شامل شي.

ونس زیاته کړه: «زه په ډاډ سره وایم چې زه به په دغه مراسمو کې حضور ولرم، خو دا هم امکان لري چې خپله ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په کې ګډون وکړي.»

نوموړي د احتمالي موافقې د اهمیت په اړه مستقیمه تبصره ونه کړه، خو څرګنده یې کړه چې د لوړې کچې سیاسي حضور د دې ډول مراسمو اهمیت لا زیاتوي.

تر اوسه د سپینې ماڼۍ له لوري د ولسمشر د ګډون په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان شوې.