پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 138

بلوچستان؛په واشک ولسوالۍ کې پر حکومتي تاسیساتو برید شوی

0

د بلوچستان په واشک ولسوالۍ کې د حکومتي ادارو پر تاسیساتو برید شوی دی.

چارواکي وایي، بریدګرو څو حکومتي ودانۍ وسوځولې او ګڼ رسمي موټرونه یې له ځانه سره وړي دي.

د راپورونو له مخې، د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ د ډزو تبادله لا هم روانه ده.

تر اوسه ددې بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

اورشلیم پوسټ:د اسراییل د پوځ مشر واشنګټن ته په پټ سفر لاړ

0

د اورشلیم پوسټ د راپور له مخې، د اسراییل د پوځ لوی درستیز، ال زمیر، واشنګټن ته پټ سفر کړی چې د امریکا د پوځ د ستاد مشر دن کین او د هغه د لوړپوړو سلاکارانو سره یې لیدلي.

د راپور له مخې، د اسراییل او امریکا ترمنځ یو درې اړخیز عملیاتي او ستراتیژیک کانال جوړ شوی، چې له درېیمې جګړې وروسته رامنځته شوی دی.

دا کانال د معلوماتو شریکولو، ګډ پلان جوړونې او احتمالي سناریوګانو د برابرولو لپاره کار کوي.

ویل کېږي چې دغه نوي همغږي د دواړو هېوادونو د پوځي او استخباراتي همکاریو په پراختیا کې مهم رول لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت:د قزاقستان ولسمشر سبا پاکستان ته رسمي سفر کوي

0

د قزاقستان ولسمشر قاسم‌جومارت توکایف به سبا پاکستان ته دوه ورځنی رسمي سفر پیل کړي.

په دې سفر کې به هغه د پاکستان له ولسمشر او لومړي وزیر سره وګوري او د پاکستان-قزاقستان سوداګریز فورم ته به وینا وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو بیاکتنه، د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا لارې او د خلکو ترمنځ اړیکو پیاوړتیا ده.

ډان ورځپاڼه:د پاکستان د الوګانو صادرات د ډيورنډ کرښې د تړلو له امله درېدلي

0

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له افغانستان سره د ډيورنډ کرښه د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له نیمایي راهیسې تړل شوې، چې له امله یې د الوګانو صادرات درېدلي او کورني بازارونه له اضافي محصول ډک شوي دي.

په تېرو کلونو کې د لوړو بیو له امله د پنجاب او خیبر پښتونخوا بزګرانو د الوګانو کرکېله پراخه کړې، چې یوازې په ۲۰۲۴–۲۰۲۵ کال کې تولید ۹.۴ مېلیون ټنو ته لوړ شوی.

د کرنې کارپوهان اټکل کوي چې د روان کال تولید به نږدې ۱۲ مېلیون ټنو ته ورسېږي؛ خو د صادراتو پراختیا کې جدي ګامونه نه دي اخیستل شوي.

اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي چې که حکومت د بزګرانو ملاتړ ونه کړي، د راتلونکو کلونو لپاره د الوګانو کرکېله به کمه شي.

بلوچستان؛تېره ورځ د پاکستان د ای‌اېس‌ای پر مرکز ځانمرګی برید ښځې کړی

0

تېره ورځ د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ لخوا د بریدونو پیل د یوې ځانمرګې بریدګرې، اصفه منګل له لورې وشو.

هغې د ای‌اېس‌ای پر مرکز د موټر بم په وسیله برید وکړ.

اصفه منګل د نوشکي د قاضي‌اباد اوسېدونکې وه او په ۲۰۲۳ کال کې چې ۲۱ کلنه وه، د BLA د مجید برګېډ له واحد سره یو ځای شوې وه.

د بلوچستان چارواکي وایي چې اوس وضعیت عادي شوی دی.

اصفه منګل د بلوڅ ازادۍ پوځ په ځانمرګو بریدونو کې تر ټولو پېژندل شوې ښځینه غړې ګڼل کېږي.

په بلوچستان کې د ازادي غوښتونکو بلوڅانو د وړمې ورځې په پراخو بریدونو کې د بلوچستان د اعلی وزیر سرفراز بګټي په وینا، ۳۱ ولسي وګړي، ۱۷ پاکستاني سرتېري او ۱۴۵ وسله‌وال وژل شوي دي.

روسیه کې د طالبانو حکومت سفیر:افغانستان چمتو دی د شانګهای د همکاریو سازمان سره اړیکې بیا پیل کړي

په روسیه کې د طالبانو حکومت سفیر گل حسن حسن ویلي، چې افغانستان د شانګهای د همکاریو سازمان د ناظر هېواد په توګه چمتو دی خپلې اړیکې له دې سازمان سره بیا پیل کړي.

نوموړي د ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې چې افغان استازي به په راتلونکو غونډو کې ګډون وکړي.

هغه زیاته کړې چې د مسکو او بېجینګ د هڅو وروسته، د سازمان ډیری غړي هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې د افغانستان فعال ګډون بیا پیل کول عملي او ممکن دي.

ټایمز اف اسراییل:د واشنګټن له پټ سفر وروسته په اسرائیل کې د لوړپوړو چارواکو ترمنځ پټه امنیتي ناسته وشوه

0

د اسرائیل د پوځ لوی درستیز، ایال زمیر، له واشنګټن څخه تر پټ سفر وروسته، په دغه هېواد کې د سیاسي او امنیتي چارواکو په ګډون یوه مهمه ناسته شوې چې موخه یې د امنیتي وضعیت ارزونه او تازه معلومات شریکول وو.

د «تایمز اف اسرائیل» د راپور له مخې، دا ناسته د یکشنبې په ورځ د سلواغې په ۱۲مه ترسره شوې او پکې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو، د دفاع وزیر یسرائیل کاتس او د موساد مشر دیوید بارنیا ګډون درلود.

د اسرائیلي پوځ راډیو ویلي، ایال زمیر په دې ناسته کې د امنیتي ارزونې پر مهال ټینګار وکړ چې هېواد دا مهال د ناڅرګندتیا له ډکې دورې سره مخ دی.

نوموړي همدارنګه احتمال څرګند کړی چې امریکا ښايي له راتلونکو دوو اوونیو تر دوو میاشتو پورې د اقدام پلان ولري.

په همدې حال کې، اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې تل‌ابیب اندېښنه لري، ښايي له ایران سره یو نوی اټومي تړون وشي، خو پکې د ایران د توغندیز پروګرام په اړه کوم شرط شامل نه وي.

مایک والتز:ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو بې‌قید او شرط مالي ملاتړ پای ته رسولی

0

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والتز ویلي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ په څرګند ډول اعلان کړی چې واشنګټن نور د ملګرو ملتونو لپاره بې‌قید او شرط مالي ملاتړ نور پای ته رسولی.

د نوموړي په وینا، امریکا به د سازمان د ایډیالوژیکو لګښتونو مخه ونیسي او د متورم اداري سیستم بودجه به په پراخه کچه راکمه کړي.

د پلان له مخې، شاوخوا ۲۹۰۰ کارکوونکي به له دندو لرې شي او لږ تر لږه ۵۰۰ میلیونه ډالر به د ملګرو ملتونو له کلنۍ بودجې کم شي.

امریکايي چارواکي وایي، دا یوازې پیل دی او نور اصلاحات هم په لاره کې دي.

والتز زیاته کړې، د ټرمپ حکومت غواړي د سپما او مالي انضباط له لارې ملګري ملتونه داسې اصلاح کړي چې دغه نړیوال سازمان وکولای شي په اغېزمنه او شفافه بڼه خپل اصلي ماموریت ترسره کړي.

انتونیو ګوتریش:د ملګرو ملتونو سازمان د مالي سقوط له جدي خطر سره مخ دی

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په یوه رسمي لیک کې د نړۍ هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې دغه نړیوال سازمان د نږدې مالي پرځونې له جدي خطر سره مخ دی.

د نوموړي په وینا، د غړو هېوادونو له خوا د حق‌العضویت پر وخت نه ورکول د سازمان مالي وضعیت تر ټولو لویه ستونزه ګرځېدلې ده.

ګوتریش ویلي، سربېره پر دې، هغه سخت بودجوي قانون چې له مخې یې ملګري ملتونه اړ دي نه‌مصرف شوې پیسې بېرته ورکړي، د سازمان د مالي انعطاف مخه نیسي او د فعالیتونو پر دوام مستقیم منفي اغېز کوي.

چارواکي خبرداری ورکوي چې که ژر تر ژره د بودجې ستونزې حل نه شي، نو ملګري ملتونه به له جدي محدودیتونو سره مخ شي او ښايي د سولې ساتنې، بشري مرستو او نړیوالو ماموریتونو ګڼ پروګرامونه ټکني شي.

د صربستان ولسمشر:ښايي امریکا په ۴۸ ساعتونو کې پر ایران برید وکړي

0

د صربستان ولسمشر الکساندر ووچیچ ویلي، امکان شته چې امریکا په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې پر ایران پوځي برید وکړي.

ووچیچ دا څرګندونې د صربستان له «پینک» ټلویزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د احتمالي برید ترڅنګ د نورو سترو بدلونونو د رامنځته کېدو تمه هم لري.

د صربستان ولسمشر ویلي: «د نن ورځې شرایط اسانه نه دي، او د سولې ساتلو ته ژمنتیا حیاتي اهمیت لري.»

د ووچیچ دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا لوړه شوې او نړیواله ټولنه د وضعیت له احتمالي خرابېدو اندېښنه څرګندوي.