پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 137

اکسیوس:امریکايي او ایراني لوړپوړي چارواکي د اټومي تړون د بیا خبرو لپاره په استانبول کې سره ګوري

0

اکسیوس د دوو باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیو وېتکاف او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ټاکل شوې ده د جمعې په ورځ په استانبول کې سره وګوري، څو د اټومي تړون د ممکنه هوکړې د ترلاسه کولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

اکسیوس ټینګار کړی چې د دې لیدنې پلان د ترکیې، مصر او قطر د ډیپلوماتیکو هڅو پایله ده.

دا به د تېر کال د جون له ناکامو خبرو او ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د امریکايي او ایراني چارواکو ترمنځ لومړۍ مخامخ ناسته وي.

یوې بلې سرچینې اکسیوس ته ویلي چې د جمعې د غونډې ترسره کېدل تر ټولو ښه سناریو ګڼل کېږي؛ خو تر هغه چې ناسته عملي نه شي، هېڅ څه هم قطعي نه دي.

اکسیوس:د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی د نتانیاهو په غوښتنه اسراییل ته ځي او وروسته ترکیې ته سفر کوي

0

اکسیوس د یوه اسراییلي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیو وېتکاف به د دوشنبې په ورځ اسراییل ته سفر وکړي او د سې شنبې په ورځ به د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره وګوري.

د دغه چارواکي په وینا، دا لیدنه د نتانیاهو په غوښتنه ترسره کېږي.

د راپور له مخې، وېتکاف به همداراز د اسراییل د پوځ له لوی درستیز ایال زمیر سره هم لیدنه ولري.

اکسیوس زیاته کړې چې وېتکاف به تر دې وروسته د روسیې او اوکراین ترمنځ د درې‌اړخیزو سولې خبرو کې د ګډون لپاره د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو ابوظبي ته ولاړ شي، او له هغې وروسته به د عباس عراقچي سره د خبرو لپاره ترکیې ته سفر وکړي.

عاصم افتخار احمد:له افغانستانه پر پاکستان وسله‌وال بریدونه د زغملو وړ نه دي

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د پاکستان سفیر، عاصم افتخار احمد، خبرداری ورکړی چې له افغانستان څخه پر پاکستان د وسله‌والو بریدونه د پام وړ زیات شوي او دا وضعیت یې د نه زغملو وړ بللی دی.

نوموړي د طالبانو پر حکومت تور ولګاوه چې له افغان خاورې د فعالیت کوونکو وسله‌والو ډلو پر وړاندې یې اغېزمن ګامونه نه دي اخیستي.

د هغه په وینا، اسلام‌اباد څو ځله د هغو شبکو په اړه اندېښنې شریکې کړې دي چې د پاکستان د ادعا له مخې، له افغانستانه د بریدونو لپاره کار اخلي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د بلوچستان ایالت کې تاوتریخوالی زیات شوی او بلوڅ بېلتون‌پالو په وروستیو ورځو کې پرله‌پسې بریدونه کړي دي.

بل لورته د پاکستان د دفاع وزیر ویلي چې بلوچستان کې بریدونه د هند په ملاتړ ترسره کېږي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړي او پاکستان کې ترهګري یې ددې هېواد کورنۍ ستونزه بللې ده.

افغاني غالۍ؛د استانبول نړۍوال نندارتون کې د غوره ډيزاین جایزه وګټله

افغاني غالۍ د ۲۰۲۶ کال د استانبول د نړۍوالو غالیو نندارتون کې د غوره ډيزاین لومړی مقام ترلاسه کړ.

د نندارتون په دې دوره کې له ۱۹ هېوادونو څخه غالۍ وړاندې شوې وې، چې افغاني غالۍ د خپل ځانګړي ډيزاین له امله لومړی مقام خپل کړی دی.

د کابل په یوې غونډه کې، د افغاني غالیو جوړونکو او صادروونکو ټولنې چارواکو ویلي، دا بریا د افغانستان ویاړ دی او د دې هېواد پخوانی فرهنګ یې په نړیوالو بازارونو کې مطرح کړی دی.

نوموړي ډاډ ورکړی چې حکومت او خصوصي سکټور به د صادراتو او د کاري زمینو د پراختیا لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.

حاتم ناز سومالني؛د پاکستاني پوځ پر ضد د مجید بریګیډ ډلې، نوې ښځینه ځانمرګې بریدګره معرفي شوه

0

د بلوڅ ازادۍ غوښتونکي غورځنګ (BLA) د مجید بریګیډ څلورمه ځانمرګې بریدګره ښځه معرفي کړه.

بریدګره، حاتم ناز سومالني نومېږي او د کوډ نوم یې ګل بي بي دی.

۶۰ کلنه ګل بي بي د ۲۰۱۵ کال راهیسې د غورځنګ غړې ده، چې په ۲۰۱۶ کال کې ټپی شوه، وروسته د پاکستاني ځواکونو لخوا وتښتول شوه او څلور میاشتې په جبري توګه ورکه پاتې شوې وه.

نوموړې د ۲۰۲۳ په جنورۍ کې د پاکستاني پوځ په خلاف د فدایي کیدو پریکړه کړې.

بي ایل ای ویلي، د هغې کیسه د زغم، مقاومت او کلونو د زیانونو ډک ژوند ښيي، چې د یوې ښځې د هوډ او مبارزې مثال دی.

سهیل شاهین:د هند د مرستو زیاتوالی د کابل او نوې ډیلي د اړیکو د نوې مرحلې پیل دی

په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین ویلي، د هند له لوري افغانستان ته د مالي مرستو زیاتوالی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم سیاسي او اقتصادي پیغام لري.

نوموړي له هندي رسنۍ WION سره په خبرو کې ټینګار کړی چې دا پرېکړه ښيي، کابل او نوې ډیلي چمتو دي خپلې اړیکې له محدود تعامل څخه د پراخې همکارۍ پر لور وغځوي.

سهیل شاهین زیاته کړې چې اوسني بدلونونه کولای شي د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او سیاسي همکاریو لپاره نوې دروازې پرانیزي.

هغه ویلي، افغانستان له هند سره تاریخي اړیکې لري او دا اړیکې یوازې د حکومتونو ترمنځ نه، بلکې د ولسونو په کچه هم ژورې او دوامدارې پاتې شوې دي.

نوموړي همداراز د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په اشارې ویلي چې هېواد د بیا رغونې په بهیر کې دی او دې وضعیت د بهرنیو پانګوالو لپاره بې‌ساري فرصتونه رامنځته کړي دي.

شاهین هندي شرکتونو ته بلنه ورکړې چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او ویلي، د سوداګرۍ او پانګونې پراخ ظرفیت شته چې دواړه هېوادونه ترې ګډه ګټه اخیستلی شي.

نوې ډیلي؛د ۲۰۲۶کال بودجه کې د بنګله‌دېش پر ځای، افغانستان ته مرستې زیاتې کړې

د هند حکومت د ۲۰۲۶ تر ۲۰۲۷ مالي کال په فدرالي بودجه کې د سیمې لپاره د مرستو تګلاره بدله کړې، چې له مخې یې بنګله‌دېش ته مالي مرسته ۵۰ سلنه راکمه شوې او پر ځای یې افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته بودجه لوړه شوې ده.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، نوي ډیلي بنګله‌دېش ته خپله مرسته له ۱۲۰ کروړه څخه ۶۰ کروړه روپیو ته راټیټه کړې ده.

دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې په ۲۰۲۴ کال کې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې له واکه لېرې کېدو وروسته، د ډاکې سیاسي دریځونه بدل شول او د پاکستان سره یې اړیکې پراخې کړې.

برعکس، هند افغانستان ته د پرمختیايي همکاریو لپاره ۱۵۰ کروړه روپۍ ځانګړې کړې دي.

همداراز، نیپال ته ۸۰۰ کروړه، سریلانکا ته ۴۰۰ کروړه او منګولیا ته ۲۵ کروړه روپۍ په بودجه کې شاملې شوې دي.

د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز:یوازې غچ نه اخلو، بلکې د مخکښو بریدونو تګلاره به هم عملي کوو

0

د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز عبدالرحیم موسوي، اعلان کړی چې د وروستۍ ۱۲ ورځنۍ جګړې او د امریکا او اسراییلو د پرله‌پسې خصمانه اقداماتو له امله، د هېواد پوځي تګلاره کې بنسټیز بدلون راغلی دی.

نوموړي ویلي، له دې وروسته به د ایران د وسله‌والو ځواکونو پوځي تګلاره یوازې دفاعي نه وي، بلکې د مخکښ برید پر بنسټ به چټک، قاطع او پراخ عملیات د هېواد د امنیت د تضمین لپاره ترسره کېږي.

د هغه په وینا، نوې تګلاره د دې لپاره طرحه شوې چې هر ډول احتمالي ګواښ ته سمدستي، سخت او اغېزمن ځواب ورکړل شي.

بلوچستان؛په واشک ولسوالۍ کې پر حکومتي تاسیساتو برید شوی

0

د بلوچستان په واشک ولسوالۍ کې د حکومتي ادارو پر تاسیساتو برید شوی دی.

چارواکي وایي، بریدګرو څو حکومتي ودانۍ وسوځولې او ګڼ رسمي موټرونه یې له ځانه سره وړي دي.

د راپورونو له مخې، د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ د ډزو تبادله لا هم روانه ده.

تر اوسه ددې بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

اورشلیم پوسټ:د اسراییل د پوځ مشر واشنګټن ته په پټ سفر لاړ

0

د اورشلیم پوسټ د راپور له مخې، د اسراییل د پوځ لوی درستیز، ال زمیر، واشنګټن ته پټ سفر کړی چې د امریکا د پوځ د ستاد مشر دن کین او د هغه د لوړپوړو سلاکارانو سره یې لیدلي.

د راپور له مخې، د اسراییل او امریکا ترمنځ یو درې اړخیز عملیاتي او ستراتیژیک کانال جوړ شوی، چې له درېیمې جګړې وروسته رامنځته شوی دی.

دا کانال د معلوماتو شریکولو، ګډ پلان جوړونې او احتمالي سناریوګانو د برابرولو لپاره کار کوي.

ویل کېږي چې دغه نوي همغږي د دواړو هېوادونو د پوځي او استخباراتي همکاریو په پراختیا کې مهم رول لري.