جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 136

فاطمه مهاجراني:د امنیتي دلایلو له امله د حکومت لخوا د انټرنټ بندېدو ملاتړ کوو

0

د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي چې د انټرنټ بندول د حکومت د ملاتړ وړ اقدام دی.

هغې په دې اړه ویلي: «حکومت د آزاد انټرنټ ملاتړ کوي؛ خو په امنیتي مسایلو کې ټول موږ د دې پرېکړې تابع یو.»

مهاجراني زیاته کړې، کله چې امنیت له ګواښ سره مخ وي، د انټرنېټ د قطع کولو په څېر پرېکړې د ملي امنیت عالي شورا له خوا نیول کېږي.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوي چې په ایران کې د انټرنټ بندیزونه د خلکو د اعتراضونو او د امنیتي ستونزو په اړه د اندېښنې له امله زیات شوي دي.

ملګري ملتونه:ناروې د افغانستان د بشري بحران د کمولو لپاره ۹۹۰ زره ډالر مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، ناروې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۹۹۰ زره امریکايي ډالر ځانګړي کړي، څو د هېواد په بېلابېلو برخو کې له کړکېچ سره مخ خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسول شي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، افغانستان دا مهال له نړۍ له تر ټولو سختو بشري بحرانونو څخه یو تجربه کوي او نږدې ۱۷ میلیونه وګړي د ژوند د دوام لپاره پر نړیوالو مرستو تکیه لري.

اوچا یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د روان بشري ناورین د مهار لپاره ۱.۷ میلیارده ډالر بېړنۍ مرستې برابرې کړي، څو د ژمي له لا سختېدو مخکې د خلکو اساسي اړتیاوې پوره شي.

آلمان:د ایران د حکومت منتقدان په دې هېواد کې له جدي خطر سره مخ دي

0

د آلمان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د ایران د حکومت منتقدان چې په آلمان کې ژوند کوي، په خطر کې دي.

دغه وزارت په برلین کې د سبز ګوند د استازي مارسل امریش د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په منظم ډول راپورونه را رسیږي چې د بهرنیو ایرانیانو د تاوتریخوالي هڅې په ډاګه کوي.

د وزارت په وینا، یاد افراد کولای شي د ایران د حکومت د سایبري حملو قرباني هم شي.

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې لږ تر لږه بهر کې د مېشتو منتقدو ایرانیانو پر وړاندې یو تهدید شته او دا خطرونه د امنیتي ادارو له خوا په جدي توګه څارل کېږي.

د وزارت په بیان کې ویل شوي چې د بهرنیو دولتي ادارو فعالیتونه یا له هغوی سره تړلي کسان په آلمان کې ډېر جدي ګڼل کېږي او په هېڅ صورت به اجازه ورنه کړل شي، چې د آلمان په خاوره کې د نورو خلکو ژوند ته خطر پېښ کړي.

ذبیح الله مجاهد:په نورستان کې ښځې له درنو فزیکي کارونو منع شوې

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی چې په نورستان کې ښځې له درنو فزیکي کارونو منع شوي دي.

د مجاهد په وینا، دا پرېکړه د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده د حکم (۱۷مه فتوې) د عملي کولو په موخه شوې.

د یادونې ده چې د نورستان ښځې تر دې دمه په کرنې، لرګیو راټولولو او څارويو ساتلو کې بوختې وې.

د برېښنا شرکت:د سختو واورو له امله د شمالي سالنګ برېښنا لین قطعه شوی

د افغانستان د برېښنا شرکت خبر ورکړی چې د شمالي سالنګ په شاول سیمه کې د برېښنا وارداتي لین د سختو اقلیمي شرایطو او درنو واورو له امله زیانمن شوی دی.

یاد شرکت ویلي، چې د سلواغې میاشتې پر ۲مه د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا یوه پایه ولوېده او د لین یو برخه پرې شوې، چې د وارداتي برېښنا لېږد یې له ستونزو سره مخ کړ.

شرکت وایي، د سیمې د بیا نښلولو او ترمیم لپاره د اړوندو ادارو په همغږۍ تخنیکي ټیمونه چمتو دي او هڅه کوي چې ژر تر ژره د برېښنا لېږد په عادي حالت کې راوګرځي.

د یادونې ده چې هېواد کې وروستیو اورښتونو او واورې ګڼ خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

نیویارک‌ټایمز:د ایران حکومت له انقلاب وروسته تر ټولو کمزوري پړاو ته رسېدلی

0

نیویارک‌ټایمز وایي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له څو استخباراتي راپورونو خبر شوی چې ښيي د ایران د حکومت دریځ په بې‌ساري ډول کمزوری شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ، د ایران حکومت پر واک خپل کنټرول د ۱۳۵۷ کال له انقلاب وروسته تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.

راپور زیاتوي، پراخو اعتراضونو د حکومت بنسټونه لړزولي، ان هغه دودیز مرکزونه چې د علي خامنه‌ای ملاتړ یې کاوه هم اغېزمن شوي دي.

سره له دې چې حکومت اعتراضونه په سخت او خونړي ډول ځپلي؛ خو لا هم له جدي نازک وضعیت سره مخ دی.

فرانسه:له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومانو ته د ټولنیزو رسنیو کارول بندوو

0

د فرانسې ملي شورا یو نوی قانون تصویب کړی چې له مخې یې له ۱۵ کلونو کم عمره ماشومانو ته د ټولنیزو رسنیو کارول منع کېږي.

دا قانون د ماشومانو د رواني سلامتۍ او خونديتوب د ساتنې په موخه طرحه شوی دی.

یاده لایحه اوس د فرانسې د مشرانو جرګې (سنا) ته لېږل کېږي.

که چېرې سنا هم دا قانون تصویب کړي؛ نو د ۱۵ کلونو نه کم عمره ماشومانو لپاره به په ټول هېواد کې د ټولنیزو شبکو کارول په رسمي ډول منع شي.

فرانسوي چارواکي وایي، ټولنیزې رسنۍ پر ماشومانو منفي اغېزې لري او دا بندیز به د هغوی د ذهني ودې او ټولنیز چلند د خوندي کولو لپاره مهم ګام وي.

د یادونې وړ ده چې استرالیا هم تېر کال په ډسمبر میاشت کې ورته قانون نافذ کړ، چې له مخې یې له ۱۶ کلونو کم عمره ماشومانو ته د ټولنیزو رسنیو کارول محدود شوي دي.

افغان ایواک:د ناټو د افغان همکارانو د خوندیتوب لپاره مو نړیوال ائتلاف جوړ کړ

د افغان ایواک ادارې اعلان کړی چې د ناټو له پخوانیو افغان همکارانو د ملاتړ لپاره یې له لوکل سټف انټرنشنل سره یو نوی نړیوال ائتلاف رامنځته کړی دی.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، یاد ائتلاف به هڅه وکړي څو د بېلابېلو هېوادونو ژمنې منسجمې کړي او دا ډاډ ترلاسه کړي چې هغه افغانان چې له نړیوالو ځواکونو سره یې کار کړی، له خطر سره یوازې نه پرېښودل کېږي.

افغان ایواک وایي، د دې نوښت موخه دا ده چې په راتلونکو نړیوالو ماموریتونو کې د سیمه‌ییزو همکارانو د ساتنې لپاره روښانه او عملي اصول جوړ شي او د تېر په څېر د هغوی د هېرېدو مخه ونیول شي.

ګاردین:د امریکا احتمالي برید پر ایران د سیاسي مشرتابه د نښه کولو لپاره دی

0

ګاردین وايي، د امریکا احتمالي برید پر ایران به د اټومي پروګرام پر ځای د د سیاسي مشرتابه علي خامنه‌یي د نښه کولو لپاره وي.

د راپور له مخې، ددې برید موخه به د خلکو د اعتراضونو بېرته راژوندي کول وي.

د «یواس‌اس آبراهام لینکلن» جنګي بېړۍ د ډلې له ځای پر ځای کېدو وروسته، تهران د نوي برید لپاره چمتووالی نیسي.

ګاردین لیکي، امریکا د اسرائیلي جګړه‌ییزو الوتکو په همغږۍ د پراخ برید توان لري.

د یادونې ده چې د امریکا جنګي بېړۍ لا وروستي موقعیت ته نه دي رسېدلي، خو د ایران د برید په واټن کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:ایران دې اټومي او توغندیز پروګرامونه او د نیابتي ډلو ملاتړ بند کړي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ایران د نړۍ تر ټولو لوی د دولتي ترهګرۍ ملاتړی هېواد بللی.

واشنګټن له تهران غوښتي چې اټومي فعالیتونه، بالستیک توغندي او د نیابتي ډلو ملاتړ ودروي.

د وزارت په وینا، د ایران حکومت د خلکو اقتصاد او بنسټیز خدمات له پامه غورځولي دي.

د یاد وزارت پت خبره، د ایران حکومت د هېواد شتمني د نیابتي ډلو او اټومي وسلو پر څېړنو لګوي.

دا څرګندونې د هغو راپورونو په ځواب کې شوې چې د اسرائیل پېژندنه د سولې شرط بلل شوې وه.