پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 135

د پاسپورټ عمومي ریاست:روان کال په هېواد کې د پاسپورټونو وېش نږدې ۸۰۰ زرو ته رسېږي

د طالبانو حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست ویلي، چې د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه په ټول هېواد کې ۷۸۷ زره ۷۵۰ پاسپورټونه وېشل شوي.

یاد ریاست ویلي، چې په دغه شمېر پاسپورتونو کې د مودې غځول شوي پاسپورټونه او بهرنیو اقامه لرونکو ته صادر شوي پاسپورټونه هم شامل دي.

په ورځني منځګړیتوب، د ۲ زره کسانو لپاره د پاسپورټ اړوند چارې ترسره کېږي.

وال‌سټریټ ژورنال:ډونالډ ټرمپ د ایران د تهاجمي کړنو له امله د خبرو پرېښودو امکان څېړي

0

وال‌سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د ایران د چارواکو له لوري له امریکا سره د خبرو د پرېښودو له ګواښونو سره هممهاله، یو شمېر امریکايي چارواکو ویلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تهران د «تهاجمي کړنو» له امله د مذاکراتو د پرېښودو اختیار ارزولی دی.

راپور زیاتوي چې امریکا د سه‌شنبې په ورځ د ایران یوه بې‌پیلوټه الوتکه هغه مهال وویشته چې د امریکايي ناو هواپیمابر «ابراهام لینکلن» پر لور روانه وه.

سره له دې، رویټرز د یوې سیمه‌ییزې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې امریکا او ایران پلان لري چې د جمعې په ورځ په عمان کې خبرې اترې ترسره کړي.

رویټرز:ایران او امریکا راتلونکې جمعه د عمان په کوربه توب خبرې پیلوي

0

د رویټرز د راپور له مخې، تمه ده چې د امریکا او ایران استازي د راتلونکې جمعې په ورځ په عمان کې خبرو ته کیني.

د راپور له مخې دغه غونډه وروسته له هغې پلان شوې چې د تهران د غوښتنې په اساس د ترکیې پر ځای د عمان په کوربه‌توب ترسره شي.

په راپور کې راغلي، تهران غواړي خبرې یوازې د پخوانیو مذاکراتو دوام وي او د هسته‌یي برنامې څخه بهر، لکه د بالستیک توغندیو موضوعاتو ته پراخه نه شي.

ټي‌ټي‌پي؛د طالبانو د حکومت له لوري د وسلو ورکولو تورونه رد کړل

د پاکستاني طالبانو تحریک د شریعت محکمې یوه قاضي د سي‌اېن‌اېن سره په مرکه کې رد کړې چې د طالبانو حکومت دې ټي‌ټي‌پي ته وسلې ورکوي.

قاضي امیر محمد محسود ویلي چې دا تورونه بې‌اساسه دي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې له امریکا پاتې شوې وسلې د ټي‌ټي‌پي لاس ته ورغلې دي؛ خو د طالبانو حکومت څو ځله دغه ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې د ټي‌ټي‌پي موضوع د پاکستان کورنۍ مسله ده او باید خپله یې حل کړي.

اتحادالمجاهدین؛په سویلي وزیریستان کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې د پاکستاني پوځ دې ځانونه لیرې وساتي

0

د سویلي وزیرستان د اعظم ورسک سیمې اوسېدونکو ته د اتحادالمجاهدین وسله والې ډلې له خوا د شپې پاڼو له لارې خبرداری ورکړل شوی، چې له امنیتي ځواکونو دې ځانونه لرې وساتي او خپل ماشومان دې د امنیتي پوستو او د هغوی فعالیتونو ته نږدې نه پرېږدي.

د راپورونو له مخې، پاڼې د یادې ډلې جیش خراسان څانګې خپرې کړي دي.

په یادو پاڼو کې خلکو ته سپارښتنه شوې چې د امنیتي ځواکونو روغبړ ونکړي او د ممکنه خطرونو مخنیوي ته پام وکړي.

په سیمه کې د پاکستاني ادارو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

بلوچستان؛د اورګاډي خدمتونو ځنډ پاکستان ته درې میلیونه روپۍ زیان رسولی

0

د پاکستان د اورګاډي ملي ادارې ویلي، چې په بلوچستان کې د اورګاډي خدمتونو ځنډ دې هېواد ته شاوخوا درې میلیونه روپۍ مالي زیان رسولی.

دغه راز د بولان میل اورګاډي، چې له کراچۍ څخه کویټې ته ځي، د روانې میاشتې تر ۱۲مې نېټې پورې ځنډول شوی دی.

سربېره پر دې، د پنجاب او بلوچستان ترمنځ د ډېره اسماعیل خان-لورلايي او کویټه-تفتان لارې د تېرو پنځو ورځو راهیسې تړل شوې دي، چې د ترانسپورټ او مساپرو لپاره یې لویې ستونزې رامنځته کړې دي.

اسرائیل هیوم:ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې څلور شرطونه ټاکلي

0

د اسرائیل هیوم رسنۍ ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې ټینګار لري چې ایران باید د څلورو شرطونو سره سم عمل وکړي.

یادې رسنۍ ویلي چې دغه شرطونه د اټومي پروګرام پای ته رسول، د بالیستیک توغندیو پروګرام بندول، له نیابتي ډلو سره مرسته بندول، او د معترضینو پر وړاندې تاوتریخوالی درول دي.

دې رسنۍ ویلي چې د اسرائیل لوړپوړي چارواکي باور لري چې ایران به دې شرطونو ته غاړه نه ږدي.

د راپور له مخې، د امریکا هدف دا دی چې مخکې له هر ډول احتمالي نظامي اقدام څخه، د داخلي او نړیوال مشروعیت فضا رامنځته شي.

عادله راز؛د ملګرو ملتونو په مشورتي پلاوي کې ټاکل شوې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ۱۵ نړیوال کارپوهان د «څو اړخیزه زیان منونکي شاخص مشورتي پلاوي» لپاره وټاکل.

په دې پلاوي کې په امریکا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره عادله راز هم شامله ده، چې د پرمختیايي هېوادونو د زیانمنتیا او د مقاومت د محدودیتونو په ارزونه کې به برخه واخلي.

پلاوي به د اقتصادي، ټولنیزې پراختیا او چاپېریال ساتنې په برخو کې د پرمختیايي هېوادونو وضعیت وڅېړي، هر درې کاله به شاخص تازه کوي او د سرچینو د عادلانه وېش لپاره به سپارښتنې وړاندې کوي.

ملګرو ملتونو ویلي، د پرمختیايي هېوادونو زیانمنتیا د دوامداره پرمختګ پر وړاندې ستر خنډ دی، په ځانګړي توګه هغه هېوادونه چې له بهرنیو فشارونو او شاکونو سره مخ دي.

قزاقستان؛افغانستان ته د غلو دانو صادرات دوه برابره کړي

د قزاقستان د اورګاډي ملي شرکت ویلي، چې تېر کال افغانستان ته د دغه هېواد د غلو دانو صادرات له ۲۱۶ زره ټنو څخه ۴۱۶ زره ټنو ته لوړ شوي، او په سیمه کې یې د سترو صادروونکو هېوادونو په ډله کې خپل ځای ساتلی.

د شرکت په وینا، د ۲۰۲۵ کال سپټمبر څخه تر ۲۰۲۶ کال جنورۍ پورې قزاقستان نږدې ۵٫۸ مېلیونه ټنه غله صادره کړې، چې د تېر کال په پرتله شاوخوا یو مېلیون ټنه زیاتوالی ښيي.

مسوولین وایي، چې قزاقستان خپل صادرات په ځانګړي ډول د مرکزي او سوېلي اسیا دودیزو بازارونو ته کوي.

د قزاقستان هېواد صادرات ازبکستان ته ۴۹ سلنه زیات شوي دي، چې له ۱٫۸۱۳ مېلیون ټنو څخه ۲٫۷۰۲ مېلیون ټنو ته رسېدلي دي.

خیبر پښتونخوا؛لکي مروت کې وسله والو یو پولیس افسر او د هغه د کورنۍ غړي په خپل کور کې وژلي

0

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ، د سرای نورنګ په سیمه کې، د پولیسو لومړی درجه افسر دستګیر خان او د هغه د کورنۍ غړي په خپل کور کې وژل شوي دي.

پولیسو ویلي چې وسله‌وال د هغه کور ته ننوتي، د کور دروازې یې ماتې کړې او دستګیر خان او د هغه کورنۍ یې په ډیره بې‌رحمانه توګه شکنجه کړي او بیا یې وژلي دي.

پولیسو زیاته کړې چې د بریدګرو له خوا کور ته اور هم اچول شوی.

پولیس وايي چې د بریدګرو د نیولو لپاره پلټنې پیل شوي دي.