پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 134

د شریرو سکتاریستانو په ځواب کې

0

لیکنه: کاندید اکاډمیسین محمد اعظم سیستانی
ژباړه: نجیب پاڅون

کله چې د افغانستان  واکمنان ډیورنډ کرښه تر پوښتنې لاندې راولي او د پښتونستان ملي داعیه مطرح کوي، نو د پاکستان له حکومته مخکې، قومي سکتاريستان تر ټولو سخت غبرګون ښيي او د ډیورنډ کرښې د له منځه وړل کېدو مخالفت کوي.
تازه د همدې سکتاریستانو له ډلې یوه یې د مالیې پخواني وزیر ښاغلي احدي سره په مرکه کې دا ادعا مطرح کړه، چې ګواکې امیر عبدالرحمن خان د ډیورنډ په تړون کې یوازې د قبایلي سیمو خاوره انګرېزانو ته نه ده سپارلې، بلکې د امو سیند شمال ته پرتې ځمکې، یعنې د اوسني تاجکستان او د ترکمنستان پنجده سیمه یې هم روسیې ته ورکړې دي.
دلته دا پوښتنه پیدا کېږي، چې که د افغانستان واکمنان ډیورنډ کرښه نه مني او د هغې غاړې د سیمو د یوځای کېدو خبره کوي، نو ولې دوی د شمالي پولې، یعنې د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د روشان (تاجکستان) او پنجده (ترکمنستان) د بېرته یوځای کېدو غوښتنه نه مطرح کوي؟

د پاکستان‌پلوه سکتاريستانو په ځواب کې باید وویل شي: 

۱ – تاریخي، کلتوري او عاطفي ګډ عناصر شته، چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې پښتانه د افغانستان له ولس، په ځانګړي ډول له پښتنو سره نښلوي. دا ډول ګډ احساسات د امو سیند هغې غاړې خلکو کې په تېره د شمالي افغانستان له تاجک او ترکمن قومونو سره نشته.

۲- د پښتونستان ازادۍ‌غوښتونکي ځوانان هره ورځ او هره اوونۍ د افغانستان درې رنګه بیرغ پورته کوي او د «لر او بر یو افغان» شعار ورکوي، چې یا وژل کېږي او یا زندانونو ته اچول کېږي. خو د امو سیند شمال ته داسې کوم حرکت نه شته او نه پخوا و.

۳- ګیله‌من وزیر، چې یو انقلابي شاعر او پښتون مبارز و یو له همدې ازادۍ‌غوښتونکو ځوانانو څخه و. د افغانستان نوم ورته تر ټولو سپېڅلې کلمه وه. هغه د افغان او افغانستان د مینې له امله درې ځله زنداني شو او سختې شکنجې ورکړل شوې، تر څو د پاکستان د توتالیتر رژیم پر ضد له شعر ویلو لاس واخلي؛ خو ان د شکنجې تر سیوري لاندې یې هم د افغانستان نوم پر لوړ غږ یادوه.
هغه په ۲۷ کلنۍ کې، د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۲مه، د پاکستاني استخباراتي اجنټانو له لوري ووژل شو (انا لله و انا الیه راجعون).
د هغه د جنازې په ورځ، په وزیرستان کې لږ تر لږه دوه میلیونه پښتنو ګډون وکړ. د ګیله‌من وزیر مرګ، لږ تر لږه پنځوس میلیونه پښتانه، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې، په ویر کې کېنول.
حال دا چې د امو سیند شمال ته د هم‌ژبو قومونو لپاره هيڅوک نه بندي شوي او نه وژل شوي دي.

۴- د ډیورنډ کرښې سویل ته مېشت پښتانه، د برتانوي هند له واکمنۍ راهیسې، داسې یوه ورځ هم نه لري چې د انګرېزانو او وروسته د پاکستان د حکومت پر ضد یې پاڅون نه وي کړی او د پنجاب د واکمنانو پر وړاندې یې خپله کرکه او انزجار نه وي څرګند کړی.
خو د شوروي اتحاد د واکمنۍ پر مهال، د امو سیند شمال ته داسې کوم ولسي مقاومت نه دی لیدل شوی.

۵- هغه مهم ټکی چې د افغانستان واکمنان د ډیورنډ کرښې د لغوه کولو او د له منځه وړو لپاره اړ باسي هغه دا دی چې دا کرښه په بې‌رحمانه ډول د داسې ولس پر زړه تېره شوې، چې ګډ کلي، ګډې کروندې، ګډې ویالې او کاریزونه، ګډ جوماتونه، ګډې هدېرې او ګډ کلتور لري.
حال دا چې د امو سیند پوله یوه طبیعي پوله ده، چې شاوخوا ۱۱۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د هغې په ټاکلو کې هېڅ قوم په دوه برخو نه دی وېشل شوی.

۶-  د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو پښتنو کې د پښتونولۍ، ازادۍ‌غوښتنې او د بهرني واک او ځواک پر ضد د مبارزې روحیه، که د روښاني غورځنګ له دورې ورتېر شو، د خوشحال خان خټک له وخته تر ننه پورې نږدې څلور سوه کلنه مخینه لري، او د پاکستان د واکمنۍ پر ضد دا مبارزه هم په تېرو ۷۸ کلونو کې هېڅکله نه ده درېدلې.
د خان عبدالغفار خان، خان عبدالصمد خان او فقیر ایپي (میرزا علي خان) په څېر مشرانو د پښتونستان د ازادۍ لپاره کلونه کلونه زندانونه ګاللي او خپل ژوند یې قربان کړی دی.
د دوی په لاره کې سلګونه نور ځوانان لکه عثمان کاکړ، طاهر داوړ، ارمان لوڼی، عارف افغان، ګیله‌من وزیر، مفتي منیر شاکر او نور د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) له لوري وژل شوي دي.

۷- د ډیورنډ کرښې هغې غاړې پښتنو د لوېدیځو او ختیځو یرغلګرو پر ضد جګړو کې د افغانستان له ولس سره اوږه په اوږه جګړه کړې او قربانۍ یې ورکړې دي، حال دا چې د امو سیند شمال ته خلک یوازې نندارچیان پاتې شوي او هېڅ عملي مرسته یې نه ده کړې.  

۸- د افغانستان د خپلواکۍ په جګړه کې د ډیورنډ هغې غاړې پښتنو فعاله ونډه اخیستې او زرګونه ځوانان یې قرباني کړي دي، خو د امو سیند شمال ته ان یو کس هم پکې ګډون نه دی کړی.

۹- د سقاوي اغتشاش( اړ دوړ) پر مهال، د ډیورنډ کرښې هغې غاړې پښتنو د افغانستان د ژغورنې لپاره مهم رول لوبولی او د پکتیا د لښکر سره یوځای یې د خپلو سرونو په قربانۍ کابل ته لاره هواره کړه او ارګ یې له بچه سقاو (حبیب‌الله کلکاني) پاک کړ.
«د جنرال یارمحمد وزیري » د افغانستان د نجات تاریخ» وګورئ»

۱۰- د شوروي یرغل پر مهال، د ډیورنډ هغې غاړې پښتنو پنځه میلیونه افغان کډوال په پېښور او کوټه کې مېشت کړل او د شوروي ځواکونو پر ضد یې جګړه وکړه، حال دا چې د امو سیند شمال ته خلک یواځې د سندرو په اورېدو او نڅا بوخت وو.

۱۱- د امریکا او متحدینو د یرغل پر مهال هم، د ډیورنډ هغې غاړې پښتنو د افغان کډوالو کوربتوب وکړ او د اشغال پر ضد یې مبارزه وکړه. د منظور احمد پښتین په وینا، یوازې په وزیرستان کې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۸ پورې ۴۰ زره کسان وژل شوي، ۳۲ زره نادرکه شوي، ۱۴۰۰ ښځې وژل شوې او ۱۷۰ زره کورونه ویجاړ شوي دي.
حال دا چې د همدې مودې پر مهال، د تاجکستان ولس هېڅ عملي مقاومت نه دی کړی او یواځې یې د شبنم ثریا سندرې اورېدلې.

۱۲ـ د منظور احمد پښتون په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ، د پښتنو د ملي بیدارۍ او یووالي زیری ورکوي. د دې غورځنګ مشرۍ ته د منظور پښتون رسېدل، د پښتني ولس د نسل‌وژنې د مخنیوي لپاره د یوه ژغورونکي د راڅرګندېدو نښه ګڼل کېږي. دغه ویښ ځوان پښتون  د پاکستان د پوځي استخباراتو بدنامه اداره د پښتنو پر نسل‌وژنه تورنوي.
یوه اردو پرې تورنول چې د څلوېښت میلیونه پښتنو نسل‌وژنه کوي دا اسانه کار نه دی که څوک غواړي داسې غږ پورته کړي؛ نو باید لومړی خپل سر په لاس کې ونیسي او بیا د مبارزې ډګر ته ورننوځي، منظور پښتون همداسې یو زړور کس دی.
بې له شکه، د پښتنو د ژغورنې غورځنګ پښتنو کې ژور او ملي یووالی رامنځته کړی دی او د پاکستان پوځي استخباراتي اداره یې دې ته اړ ایستلې، چې د هغو پښتنو ځوانانو شتون وزغمي، چې سره خولۍ پر سر کوي؛ هغه سره خولۍ چې د پښتنو د ژغورنې غورځنګ نښه بلل کېږي.
هغه پښتون چې د دې غورځنګ تر جوړېدو مخکې یې د پولیسو او امنیتي ځواکونو د سپکاوي او تحقیر پر وړاندې د «ولې» ویلو جرأت نه درلود، نن په غونډو او لاریونونو کې د افغانستان ملي بیرغ پورته کوي، د «لر او بر یو افغان» شعارونه ورکوي او په لوړ غږ د خپل افغان هویت یادونه کوي. دوی د ډیورنډ کرښې پر ځای د اټک پوله یادوي.
https://www.facebook.com/reel/895572729718591
د پښتون ژغورنې غورځنګ تر راڅرګندېدو مخکې، که چا دا ډول شعار ورکاوه، ژوند به یې له سخت ګواښ سره مخ کېده؛ خو نن، د همدې غورځنګ له برکته، د ډیورنډ د تحمیلي کرښې هغې غاړې پښتانه د افغانستان نقشه او د ملي بیرغ نښه پر خپلو کمیسونو ګنډي، په بازارونو کې ښکاره ګرځي او نه وژل کېږي.
تر دې غورځنګ مخکې، هېچا جرأت نه درلود چې د پښتنو په مظاهرو او اعتصابونو کې د افغانستان ملي بیرغ له ځان سره یوسي؛ خو اوس، لکه څنګه چې لیدل کېږي، د پښتنو د ژغورنې غورځنګ په ګڼو غونډو او لاریونونو کې د افغانستان ملي بیرغ د ګډونوالو ترمنځ رپېږي، چې دا له افغانستان سره د تاریخي او ملي تړون څرګنده نښه ده.
افغانستان باید د ډیورنډ کرښې هغې غاړې د پښتنو له ملي غورځنګ ملاتړ وکړي او له هېڅ ډول سیاسي، اخلاقي او معنوي مرستې ډډه ونه کړي.
هیله ده، دا عیني، تاریخي او کلتوري دلایل د هغو سکتاريستانو خولې وتړي، چې بې‌ځایه خبرې کوي او په افغان ولس کې د شرارت او تفرقې خپرولو هڅې کوي؛ هغه هڅې چې له بده مرغه  د تېرو څلورو لسیزو جګړو کې ور سره زموږ ملي یووالی سخت زیانمن شوی دی.
پای

یادونه: سکتاریسم د فرقه‌ګرایۍ او ډل‌پالنې هغه بڼه ده چې یو سیاسي یا فکري ګروپ له ولسي «تودو» ځان جلا کوي او په خپل محدود داخلي جوړښت تمرکز کوي او یواځې د خپل ځان او شخصي ګټو په فکر کې وي، ډېر کله دا حالت د انشعاب او سیاسي کمزورۍ سبب هم ګرځي.
سرچېنه: فرانسوی ویک

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو لغوه کیدو لامل؛ ایران ته مو وویل چې انتخابونه یا همدا دي او یا هېڅ هم نه دي؛ هغوی ځواب راکړ: «نو هېڅ هم نه»

0

امریکا د ایران له خوا د جمعې ورځې د پلان شوي مذاکراتو د ځای او شکل د بدلولو غوښتنه رد کړه.

یوه امریکایي چارواکي اکسیوس ته ویلي: «یا هم هماغه پخوانی قالب، یا هېڅ؛ ایران هم وویل، نو هېڅ.»

امریکا ویلي که ایران چمتو شي چې بېرته پخواني مذاکراتي جوړښت ته راشي، نو دا هفته یا راتلونکې هفته لیدنه کېدای شي.

یو بل ارشد امریکایي چارواکي هم ویلي، هدف یې ژر تر ژره ریښتینی توافق ته رسېدل دي، که نه خلک به نورو انتخابونو ته وګوري.

مسکو؛یو روسي کامیډین د یو معیوب سرتېري د سپکاوي په تور زندان ته ولېږل شو

0

یوه روسي طنزکوونکي ارټمي اوستانین ته د مسکو یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ نږدې د شپږ کاله بند سزا واوروله او سربېره پر دې یې درې سوه زره روبله نغدي جریمه هم پرې ولګوله.

پر نوموړي دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې د یوې طنزي نندارې پر مهال یې داسې څرګندونې کړې وې چې د چارواکو په وینا د کرکې خپرولو او د مذهبي احساساتو د سپکاوي بڼه لري.

اوستانین تېر کال د مارچ په میاشت کې د یوې وړې هنري غونډې پر مهال په خپلې ټوکې کې یو جګړه ځپلی پخوانی سرتېری انځور کړی و، چې د ماین چاودنې له امله یې پښې له لاسه ورکړې وې او په سکېټ‌بورډ یې تګ راتګ کاوه.

دغه ټوکه وروسته په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوه او سخت غبرګونونه یې راوپارول.

یو شمېر پوځي فعالانو یاد طنز د روسي سرتېرو سپکاوی وباله او د قانوني چلند غوښتنه یې وکړه.

تر دې غبرګونونو وروسته، اوستانین هڅه کړې وه چې له هېواده ووځي؛ خو د بیلاروس امنیتي ځواکونو هغه ونیوه او بیا روسیې ته وسپارل شو.

د کانونو وزارت کې د فساد راپورونه؛د یاد وزارت د امو دریا د نفتي حوزې رئیس او دوه لوړپوړي سلاکاران د فساد په تور نیول شوي

د طالبانو حکومت د کانونو وزارت څخه یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته ویلي، چې ددې وزارت د امو دریا د نفتي حوزې رئیس او حقوقي سلاکار مفتي عبدالصمد، او یو بل سلاکار مطیع‌الله حقاني د فساد په تور نیول شوي دي.

سرچینې ویلي، مفتي عبدالصمد شاوخوا لس ورځې وړاندې نیول شوی؛ خو د مطیع‌الله حقاني د نیول کېدو په اړه ضد او نقیض راپورونه موجود دي.

مطیع‌الله حقاني تر دې وړاندې هم د یوې قضیې په تړاو د شاوخوا اووه لکه امریکایي ډالرو د بډې اخیستو په تور تورن شوی و.

حماسه میډیا هڅه وکړه چې په دې تړاو د طالبانو حکومت د استخباراتو ادارې څخه د اړوندې موضوع په تړاو جزیات واخلي؛ خو د استخباراتي ادارو سرچینو ویلي، چې یاد کسان دا مهال د دوی په بند کې نه دي او د نیولو په اړه یې رسمي تأیید نه شته.

کریم خُرم:د اپسټین نوې افشا شويو اسنادو د لوېدیځ د سیاسي نخبه‌ګانو اخلاقي فساد بربنډ کړ

وروسته له دې چې له درې میلیونه نوو خپرو شوو اسنادو سره د جېفري اپسټین قضیه یو ځل بیا نړیواله توجه ځان ته واړوله او د راپورونو له مخې، لا درې میلیونه نور اسناد هم په راتلونکو ورځو کې خپرېږي، د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس کریم خرم وایي، دا اسناد یوازې د یو فرد جنایت نه، بلکې د لوېدیځ د سیاسي، اقتصادي او فکري نخبه‌ګانو د اخلاقي سقوط بشپړ انځور وړاندې کوي.

ښاغلي خرم په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د اپسټین قضیه دا څرګندوي چې یو شمېر ځواکمن سیاستوال او میلیاردران د انسانانو ترمنځ د نابرابرۍ پر فلسفه باور لري او ځانونه له نورو انسانانو «برتر» ګڼي.

نوموړی ادعا کوي چې اپسټین د نړیوالو مشرانو د بلیک‌میل لپاره کارول کېده او د ماشومانو پر ضد جنسي جنایتونه د یوې منظمې شبکې برخه وه.

د کریم خرم په وینا، د غزې جګړه او د اپسټین افشا شوې دوسیې ښيي چې لوېدیځ نور اخلاقي مشروعیت نه لري چې نړۍ ته د بشري حقونو او عدالت درس ورکړي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت:د بهرنۍ جګړې زهرجن میراث، افغانستان کې د سرطان پېښې زیاتې کړې

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د دفتر د مقام عمومي رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم، د سرطان د پوهاوي په یوه غونډه کې ویلي، چې هغه هېوادونه او ځواکونه چې په افغانستان کې یې کیمیاوي وسلې کارولې، باید د خپلو کړنو حساب ورکړي او د رامنځته شوو زیانونو تاوان ورکړي.

نوموړي وویل: «د تاوان ورکول یوازې اخلاقي مسوولیت نه دی، بلکې پر هغو اړخونو قانوني مکلفیت هم دی چې کیمیاوي وسلې یې کارولې دي.»

حلیم زیاته کړه، چې اوس مهال روغتیايي مرکزونو ته داسې ډېر ناروغان مراجعه کوي چې د بمبارۍ، باروتو، چاودېدونکو توکو او نورو جګړه‌ییزو موادو له امله په سرطان اخته شوي دي.

د هغه په وینا، بهرنیو ځواکونو د افغانستان د جګړې پر مهال له هېڅ ډول وسلې ډډه نه ده کړې او د دې وسلو اوږدمهاله اغېزې اوس په تدریجي ډول د ولس پر روغتیا راڅرګندېږي.

ازبکستان او پاکستان؛د ۴.۶میلیارده ډالرو په لګښت، د ټرانس افغان ریل پټلۍ د عملي کار پیل هوکړه کړې

ازبکستان او پاکستان د ټرانس افغان رېل‌پټلۍ د سترې اقتصادي پروژې د میداني سروې او عملي کار د پیل رسمي هوکړه وکړه.

دا پروژه چې شاوخوا ۶۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د افغانستان له خاورې تېرېږي او مرکزي اسیا د پاکستان له بندرونو سره نښلوي.

یاده پرېکړه د پاکستان او ازبکستان د بین‌الحکومتي کمېسیون په لسمه غونډه کې شوې، چې مشري یې د پاکستان د صدراعظم ځانګړي سلاکار هارون اختر خان او د ازبکستان وزیر لذیذ قدرتوف کوله.

دواړو هېوادونو همدارنګه هوکړه کړې چې د ګډو اقتصادي پروژو لپاره نوی عملیاتي چوکاټ جوړ کړي، څو همغږي زیاته او د تطبیق بهیر ګړندی شي.

ټرانس افغان رېل‌پټلۍ به د ترمذ څخه پیل، د میدان ښار او لوګر له لارې تر خرلاچي پورې وغځېږي او بیا به د پاکستان د رېل شبکې سره ونښلول شي.

د دې پروژې له بشپړېدو سره به افغانستان د سیمې د ترانزیټ مهم دهلېز بدل شي او د مرکزي اسیا هېوادونو ته به د کراچۍ بندر له لارې سمندري سوداګرۍ ته مستقیم لاسرسی برابر شي.

د پروژې ټول لګښت شاوخوا ۴.۶ میلیارده ډالر اټکل شوی.

د پاسپورټ عمومي ریاست:روان کال په هېواد کې د پاسپورټونو وېش نږدې ۸۰۰ زرو ته رسېږي

د طالبانو حکومت د پاسپورټ عمومي ریاست ویلي، چې د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه په ټول هېواد کې ۷۸۷ زره ۷۵۰ پاسپورټونه وېشل شوي.

یاد ریاست ویلي، چې په دغه شمېر پاسپورتونو کې د مودې غځول شوي پاسپورټونه او بهرنیو اقامه لرونکو ته صادر شوي پاسپورټونه هم شامل دي.

په ورځني منځګړیتوب، د ۲ زره کسانو لپاره د پاسپورټ اړوند چارې ترسره کېږي.

وال‌سټریټ ژورنال:ډونالډ ټرمپ د ایران د تهاجمي کړنو له امله د خبرو پرېښودو امکان څېړي

0

وال‌سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د ایران د چارواکو له لوري له امریکا سره د خبرو د پرېښودو له ګواښونو سره هممهاله، یو شمېر امریکايي چارواکو ویلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تهران د «تهاجمي کړنو» له امله د مذاکراتو د پرېښودو اختیار ارزولی دی.

راپور زیاتوي چې امریکا د سه‌شنبې په ورځ د ایران یوه بې‌پیلوټه الوتکه هغه مهال وویشته چې د امریکايي ناو هواپیمابر «ابراهام لینکلن» پر لور روانه وه.

سره له دې، رویټرز د یوې سیمه‌ییزې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې امریکا او ایران پلان لري چې د جمعې په ورځ په عمان کې خبرې اترې ترسره کړي.

رویټرز:ایران او امریکا راتلونکې جمعه د عمان په کوربه توب خبرې پیلوي

0

د رویټرز د راپور له مخې، تمه ده چې د امریکا او ایران استازي د راتلونکې جمعې په ورځ په عمان کې خبرو ته کیني.

د راپور له مخې دغه غونډه وروسته له هغې پلان شوې چې د تهران د غوښتنې په اساس د ترکیې پر ځای د عمان په کوربه‌توب ترسره شي.

په راپور کې راغلي، تهران غواړي خبرې یوازې د پخوانیو مذاکراتو دوام وي او د هسته‌یي برنامې څخه بهر، لکه د بالستیک توغندیو موضوعاتو ته پراخه نه شي.