یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 12

ضمیر کابلوف:د کابل په غوښتنه به افغانستان ته بشري مرستې برابرې کړو

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو چمتو دی چې د کابل د رسمي غوښتنې په صورت کې افغانستان ته بشري مرستې برابرې کړي.

هغه ویلي، که څه هم د افغانستان د کورنیو حاصلاتو راټولېدل به د خوړو اوسنی بحران تر یوه بریده کم کړي؛ خو امکان شته چې هېواد بیا هم د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي.

کابلوف ټینګار کړی چې افغانستان لا هم بشري مرستو او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري، څو اقتصادي او بشري ستونزې راکمې شي.

مارکو روبیو:ډونالډ ټرمپ به له ایران سره د “بدې هوکړې” لاسلیک ونه کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ احتمالي هوکړه لا هم پر مخ روانه ده.

د رویټرز د راپور له مخې، روبیو ویلي د ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو وړتیا او د اټومي مسایلو په اړه د حقیقي او مهمو مذاکراتو لپاره یو نسبتاً قوي وړاندیز پر مېز پروت دی.

هغه زیاته کړې، امریکا هیله لري چې دغه طرحه عملي شي او دا چې د خلیج هېوادونه او نړیواله ټولنه هم تر ډېره د دې ملاتړ کوي.

مارکو روبیو ویلي، ډېری هېوادونه پوهېږي چې دغه اقدام نه یوازې منطقي، بلکې د نړۍ لپاره سم کار هم دی.

روبیو، چې هند ته د سفر پر مهال یې خبریالانو سره خبرې کولې، ټینګار کړی چې ډونالډ ټرمپ د هوکړې لپاره بېړه نه لري او “بد تړون” به ونه مني.

هغه زیاته کړې، امریکا به مخکې له دې چې نورو انتخابونو ته مخه کړي، ډیپلوماسۍ ته د بریا فرصت ورکړي.

سي‌اېن‌اېن:واشنګټن ایران ته ویلي، د یورانیمو له سپارلو پرته به پيسې ونه ګورئ

سي‌اېن‌اېن راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د وړاندیز شوې هوکړې له مخې، دواړو لورو ته ۶۰ ورځې وخت ورکړل شوی څو وروستۍ موافقه نهايي کړي.

د راپور له مخې، د ایران پر ضد د بندیزونو کمېدل به د تهران له لوري د لوړې کچې غني شویو یورانیمو زېرمو سپارلو پورې تړلي وي.

سي‌اېن‌اېن د ټرمپ ادارې د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله لیکلي:« تر هغه چې یورانیم ونه سپارل شي، تهران ته به هېڅ پیسې ورنه کړل شي.»

راپور زیاتوي چې دغه احتمالي تفاهم لا هم د خبرو په پړاو کې دی او تر اوسه د دواړو هېوادونو له خوا په رسمي ډول نهايي شوی نه دی.

رزمي لوبې؛افغان ورزشکارانو رزمي لوبو کې پنځه میډالونه وګټل

افغان رزمي لوبغاړو د آسیايي سیالیو د لارموندنې په لوبو کې د پام وړ بریاوې خپلې کړې او هېواد ته یې پنځه مډالونه وګټل.

په دغو سیالیو کې سمیع الله حمیدي، پرویز کاپیساوال، نصرت جلالي، واصل مردان او احمد رضا ایماق د خپلو غوره لوبو په مټ د افغانستان لپاره پنځه مډالونه ترلاسه کړل.

افغانستان په دې سیالیو کې د ۱۳ لوبغاړو او ۴ روزونکو په ګډون برخه اخیستې وه.

یادې سیالۍ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د مې میاشتې له ۲۲مې تر ۲۴مې نېټې پورې ترسره شوې.

اکونومیست:ریاض له ټرمپ غوښتي چې پر ایران بریدونه د حج تر مراسمو وروسته وځنډوي

اکونومیست نشریې په يو راپور کې ويلي، چې ریاض له ډونالډ ټرمپ غوښتي، پر ایران هر ډول احتمالي نوی برید دې د حج تر مراسمو وروسته وځنډوي.

د راپور له مخې، سعودي عربستان اندېښنه لري چې که جګړه بیا پیل او د سیمې هوايي حریم وتړل شي؛ نو زرګونه حاجیان به په دغه هېواد کې بند پاتې شي.

اکونومیست لیکلي چې د سیمې د امنیتي وضعیت خرابېدو احتمال د حج د مراسمو پر تنظیم او د حاجيانو پر تګ راتګ هم مستقیم اغېز کولی شي.

حال‌وش:ایراني سرحدي ځواکونو پر افغان کډوالو ډزې کړې او درې تنه یې وژلي

د بشري حقونو سازمان حال‌وش راپور ورکړی چې د ایران سرحدي ځواکونو د شنبې په ورځ د سیستان او بلوچستان په “بچه‌راهي” سیمه کې پر هغو افغان کډوالو ډزې کړې چې غوښتل یې ایران ته داخل شي.

د راپور له مخې، په دې ډزو کې لږ تر لږه درې افغانان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

حال‌وش د ځايي سرچینو له قوله ویلي، وروسته له هغې چې یو شمېر افغانانو خپل لاسونه پورته کړل او تسلیم شول، بیا هم پرې ډزې وشوې.

د راپور له مخې، په دغه ډله کې ښځې او ماشومان هم موجود وو.

دغه سازمان ویلي، عیني شاهدانو ویډیوګانې او معلومات ورکړي چې ښيي له پېښې ژوندي پاتې شوي ښځې او ماشومان د ایران د سرحدي ځواکونو له تاوتریخوالي او وهلو ټکولو سره هم مخ شوي دي.

سرچینو همداراز ویلي چې ایراني ځواکونو د دغو افغانانو موبایلونه او ځینې شخصي وسایل ضبط کړي دي.

د قربانیانو هویت لا نه دی معلوم شوی او ایراني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

حال‌وش زیاته کړې چې د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري پر افغان کډوالو ډزې نوې خبره نه ده او تر دې وړاندې هم د سراوان په کلګان سیمه کې ورته خونړۍ پېښې شوې وې. دغه بنسټ ټینګار کړی چې پر بې‌وسلو کډوالو د وسلو کارول د بشري او نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

لیندسي ګراهام:که د ټرمپ له وړاندیزونو پاکستان، قطر او سعودي انکار وکړ، ډېرې بدې پایلې به ولري

د امریکا جمهوري‌پال سناتور لیندسي ګراهام ویلي، که د ایران د کړکېچ د پای ته رسېدو لپاره روان مذاکرات بریالي شي او سعودي عربستان، قطر او پاکستان د «ابراهیم تړونونو» سره یوځای شي؛ نو دا به د منځني ختیځ او اسلامي نړۍ په تاریخ کې یو بنسټیز او تاریخي بدلون وي.

ګراهام په خپله ایکس‌پاڼه، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طرحې ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان په ګډون د عربي او اسلامي هېوادونو د ابراهیم تړونونو منل به د عرب، اسرائیل شخړې د پای ته رسېدو لار هواره کړي.

هغه ټینګار کړی، که سعودي عربستان، قطر او پاکستان د ټرمپ له وړاندیز شوي مسیر څخه انکار وکړي؛ نو دا به د امریکا او دغو هېوادونو پر راتلونکو اړیکو سختې او اوږدمهالې اغېزې ولري او تاریخ به یې لویه ستراتیژیکه تېروتنه ثبت کړي.

سناتور ګراهام له ټرمپ غوښتي چې د ایران سره د احتمالي هوکړې ترڅنګ دې پر سعودي عربستان، قطر او پاکستان فشار وساتي، څو د ابراهیم تړونونو برخه شي.

هغه د ټرمپ دا طرحه «ځیرکه، تاریخي او د نوي منځني ختیځ لپاره بدلوونکې نقشه» بللې ده.

آی پي اېل؛ راجستان رایلز د څلورمې لوبډلې په توګه پلی آف پړاو ته ووتله

د هند غوره لیګ یا آی پي اېل سیالیو په دوام، نن راجستان رایلز لوبډلې د الله محمد غضنفر اړوند ممبۍ انډینز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د څلورمې لوبډلې په توګه یې راتلونکي پلی آف پړاو ته لار پیدا کړه.

رایل چلېنجرز بنګلور، د راشد خان اړوند لوبډله ګجرات ټایټنز، سنرایرزر حیدرآباد او راجستان رایلز هغه څلور لوبډلې دي چې د آی پي اېل ۲۰۲۶ فصل پلی آف پړاو کې به ولوبیږي.

د پلی آف لومړۍ لوبه د روانې می میاشتې په ۲۶مه د بنګلور او ګجرات او دویمه لوبه د می په ۲۷مه د حیدرآباد او راجستان ترمنځ ترسره کیږي.

د لومړۍ لوبې ګټونمې لوبډله به مستقیم پایلوبې ته ووځي او بایلونکې لوبډله به د دویمې لوبې له ګټونمې لوبډلې سره په اېلېمنټر لوبه کې بیا ځلي د پایلوبې لپاره خپل بخت وآزمویي.

د آی پي اېل ۲۰۲۶ فصل پایلوبه هم د روانې می میاشتې په ۳۱مه په احمد آباد لوبغالي کې ترسره کیږي.

بنیامین نتنیاهو:زموږ او د ټرمپ ګډه تګلاره روښانه ده، د ایران اټومي ځواک باید فلج شي

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، له ډونالډ ټرمپ سره یې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د وروستیو مذاکراتو پر سر خبرې کړې دي.

نتنیاهو پر خپله ایکس‌پاڼه ليکلي، په دغه ټلیفوني خبرو کې دواړو مشرانو ټینګار کړی چې له ایران سره هر ډول وروستۍ هوکړه باید د تهران اټومي ګواښ په بشپړه توګه له منځه یوسي.

د هغه په خبره، دا به یوازې هغه مهال ممکنه وي چې د ایران د یورانیمو د غني‌کولو مرکزونه ړنګ او غني شوي اټومي مواد د ایران له خاورې وایستل شي.

د اسرائیل لومړي وزیر همداراز ویلي، ټرمپ یو ځل بیا د اسرائیل د «ځان‌ دفاع حق» تایید کړی او ژمنه یې کړې چې واشنګټن به د لبنان او نورو جبهاتو پر وړاندې د اسرائیل ملاتړ ته دوام ورکړي.

نتنیاهو د «روارینګ لاین» او «ایپیک فیوري» عملیاتو ته په اشارې ویلي، امریکايي او اسرائیلي ځواکونو د ایران د ګواښ پر ضد اوږه په اوږه جګړه کړې او د دواړو هېوادونو پوځي او ستراتیژیک ائتلاف تر بل هر وخت پیاوړی شوی دی.

هغه ټینګار کړی چې د اسرائیل او امریکا ګډه تګلاره بدله شوې نه ده او په وينا یې «ایران ته به هېڅکله د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي.»

ډونالډ ټرمپ:له ایران سره خبرې رغنده دي؛ خو وخت د امریکا په ګټه دی

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروت سوشیال کې لیکلي، هغه احتمالي هوکړه چې د ده اداره یې له ایران سره پرې خبرې کوي، د بارک اوباما د دورې له اټومي تړون سره توپیر لري.

ټرمپ ویلي، خبرې په منظم او رغنده ډول روانې دي او خپلو استازو ته یې سپارښتنه کړې چې د هوکړې لپاره بېړه ونه کړي، ځکه د هغه په وینا “وخت د امریکا په ګټه دی.”

هغه ټینګار کړی چې تر هغه به بندیزونه او محاصره په بشپړ ډول دوام ولري، څو هوکړه نهايي، تایید او لاسلیک شي.

ټرمپ زیاته کړې چې دواړه لوري باید کافي وخت ورکړي ترڅو هېڅ تېروتنه رامنځته نه شي.

نوموړي همداراز ویلي، د ایران له حکومت سره اړیکې د لا مسلکي او رغنده بڼې پر لور روانې دي؛ خو ایران باید درک کړي چې د اټومي وسلې یا بم د جوړولو اجازه نه لري.