یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 11

المپیک؛کابل کې د ۶۰۰ ورزشکارانو لوبې پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون له لوري د کابل ولایت د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ د ۶۰۰ ورزشکارانو په ګډون په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې له دوو اوونیو سیالیو وروسته ۲۶ غوره ورزشکاران د کابل ولایت د سوک وهنې ټاکنیزې لوبډلې ته غوره شول.

یادې سیالۍ د دې لپاره ترسره شوې وې چې د کابل ولایت لپاره تر ټولو وړ او استعداد لرونکي سوک وهونکي وپېژندل شي او راتلونکو ملي سیالیو ته چمتو شي.

عظمت الله عمرزی:له پنجاب کېنګز سره مې نه هېرېدونکی فصل درلود

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ټولچاري لوبغاړي د هند غوره لیګ د ګروپي پړاو له پای ته رسېدو وروسته له خپلې اړوند پنجاب کېنګر لوبډلې او مینه‌والو مننه کړې ده.

عظمت‌الله عمرزي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، له پنجاب کنګز سره یې یو «نه هېریدونکی فصل» درلود او د لوبډلې له ادارې، روزونکو، مرستندویه کارکوونکو، ملګرو لوبغاړو او مینه ‌والو یې ځانګړې مننه کړې ده.

هغه ویلي، د لوبډلې مینه‌ وال د ټول سفر پر مهال ورسره ولاړ وو او د دوی ملاتړ یې کاوه.

عظمت‌الله عمرزی د آی پي اېل ۲۰۲۶ فصل کې هم د پنجاب کېنګز لپاره په محدودو سیالیو کې ولوبېد او د لوبډلې په بریاوو کې یې مهم رول ادا کړ.

په ټوله کې عمرزي ته د پنجاب په درې لوبو کې چانس ورکړل شو چې د درې لوبو په دوه پاڼیو کې ۵۲ منډې وکړې او په درې پاڼیو کې یې درې وېکټې ترلاسه کړې.

د آی پي اېل په سږني پړاو کې د عظمت الله عمرزي او پنجاب کېنګز لوبډلې سفر پلی آف ته د راجستان رایلز لوبډلې په لارموندنې پای ته ورسېد.

د پاکستان له زندانونو؛۳۷۳ افغان کډوال آزاد او هېواد ته راستانه شوي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په تېرو درې ورځو کې ۳۷۳ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو آزاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت نن (دوشنبه غبرګولي ۴مه) په خبرپاڼه کې ویلي چې له دې ډلې ۲۹۶ تنه د تورخم له فرضي کرښې او ۷۷ تنه د سپین بولدک له لارې افغانستان ته راغلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد شمېر افغان کډوال د قانوني اسناد د نه درلودو له امله د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي او زنداني شوي وو.

وزارت زیاتوي، راستنو شویو کسانو ته بشري مرستې هم وېشل شوي او وروسته خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

په دې وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر چټک شوی دی.

اسماعيل بقایي:عباس عراقچي د ویزې د ستونزې له امله د ملګرو ملتونو غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته نه ځي

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي ویلي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به د ویزې د ستونزې له امله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته سفر ونه کړي.

هغه ویلي، اوسنی تمرکز د جګړې پر پای ته رسولو دی او د اټومي پروګرام پر جزییاتو لا خبرې نه دي پیل شوې.

د نوموړي په وینا، په احتمالي تفاهم کې به په لبنان او نورو جبهاتو کې د جګړې درول هم شامل وي.

بقایي امریکا تورنه کړې چې په سیمه کې یوازې د اسرائیل ګټو ته ارزښت ورکوي او د لوېدیځې اسیا د هېوادونو امنیت او ثبات ته پام نه کوي.

بقایي همداراز ویلي، ایران د هرمز تنګي څخه د عوارضو اخیستو نیت نه لري؛ خو د امنیت په بدل کې لګښت اخیستل کېدای شي.

هغه زیاته کړې چې تهران له پاکستان سره په ګډه د هرمز تنګي د خوندي تګ راتګ لپاره پر یوې طرحې کار کوي.

بل لور ته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، له ایران سره احتمالي هوکړه لا هم تر کار لاندې ده.

د پاکستان او استرالیا لوبلړۍ؛د استرالیا درې وړ چټک توپ اچوونکي د نوملړ برخه نه دي

استرالیا د یو ورځنیو لوبو د ترسره کولو لپاره پاکستان ته سفر کوي، خو په دې لوبډله کې د دوی درې مهم چټک توپ اچوونکي پیټ کمنز، مچل سټارک او جوش هیزلووډ شامل نه دي.

دا درې یو ورځنۍ لوبې به د مې په ۳۰مه په پاکستان کې پیل شي او د جون تر ۴مې نیټې پورې به دوام وکړي.

د استرالیا د لوبډلې مشر روزونکي ویلي، چې د دغو مهمو توپ اچوونکو نشتون د دې لپاره دی چې هغوی ته ځانګړې پاملرنه او فزیکي ساتنه یې وشي، څو د ۲۰۲۷ نړیوال جام لپاره په بشپړې روغتیا سره چمتو پاتې شي او د ټپ یا ستړیا له امله د لوبډلې لپاره ستونزه رامنځته نه کړي.

محمد باقر قاليباف؛د پرلپسې اووم کال لپاره د ایران د پارلمان رییس وټاکل شو

محمد باقر قاليباف د ایران د پارلمان د غړو د اکثريت رایو په ترلاسه کولو سره د اووم پرله‌پسې کال لپاره د اسلامي شورا د مجلس د رییس په توګه وټاکل شو.

قالیباف د ایران له مهمو سیاسي څېرو ګڼل کېږي او د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو خبرو او کړکېچونو پر مهال هم د اغېزناکو چارواکو له ډلې شمېرل کېږي.

هغه تر دې وړاندې د تهران ښاروال، د سپاه پاسداران قومندان او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند هم پاتې شوی دی.

اسماعيل بقایي:د امریکا د بدلېدونکو دريځونو له امله واشنګټن او تهران لا وروستۍ هوکړې ته نه دي نږدې شوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي ویلي، هېڅوک دا ادعا نه شي کولی چې ایران او امریکا هوکړې ته نږدې شوي دي، ځکه د امریکايي چارواکو پرله‌پسې بدلېدونکي دریځونه د خبرو اترو بهیر له ستونزو سره مخ کوي.

هغه زیاته کړې، ایران دا مهال د مذاکراتو پر بهیر تمرکز لري او دا چې احتمالي هوکړه به وروسته څنګه اعلان یا لاسلیک شي، هغه موضوع ده چې د پرېکړې لپاره یې وخت شته.

بقایي همداراز ویلي، که اړتیا پېښه شي د پلاوو سفرونه تهران ته یا متقابل سفرونه ممکن ترسره شي؛ خو اوس‌مهال پاکستان ته د ایراني پلاوي د سفر یا ایران ته د پاکستاني پلاوي د ورتګ کوم پلان نه شته.

آریانا افغان هوايي شرکت؛د کابل او ډهلي ترمنځ ورځنۍ الوتنې پیل کړې

آريانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې د افغان مسافرو د اسانتیا او د سفرونو د زیاتېدونکې غوښتنې د پوره کولو لپاره یې د کابل او ډهلي ترمنځ ورځنۍ الوتنې پیل کړې دي.

د شرکت په وینا، د الوتنو د شمېر زیاتوالی به د سوداګرو، ناروغانو، محصلینو او نورو مسافرو لپاره د سفر اسانتیاوې برابرې کړي او د افغانستان او هند ترمنځ به اقتصادي او سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

آریانا افغان ویلي، دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ د اسانتیا او د هوايي خدمتونو د پراختیا په موخه ترسره شوی دی.

د ښځو نړيوال جام سیالیو؛د چمتووالي په موخه د پاکستان د کرکټ ښځینه لوبډله ایرلینډ ته لاړه

د ښځو د راتلونکې نړیوال جام سیالیو ته د تیاري او چمتووالي په موخه د پاکستان د ښځو ملي لوبډله ایرلینډ هیواد ته وخوځیده.

یاده لوبډله به د کوربه هیواد په شمول د ویسټ انډیز هیواد سره درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کړي.

د دې لوبلړۍ له پای ته رسېدو وروسته پاکستانۍ لوبډله نړیوال جام کې د ګډون په موخه انګلستان ته سفر کوي چې د جام لومړۍ لوبه به د جون په ۱۴مه د هند سره ترسره کړي.

د حج د مراسمو پيل؛له ۱.۵ میلیونه ډېر حاجیان منا ته رسېدلي او د حج مراسم یې پيل کړل

له بېلابېلو اسلامي هېوادونو څه باندې یو نیم میلیون حاجیان د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلي او د حج مراسم یې پیل کړي دي.

حاجیان د منا سیمې ته تر رسېدو وروسته د عرفات د ورځې لپاره چمتووالی نیسي، چې د حج تر ټولو مهم رکن ګڼل کېږي.

د سعودي چارواکو په وینا، د حاجیانو د اسانتیا او امنیت لپاره پراخ تدابیر نیول شوي او د ترانسپورټ، روغتیا او بیړنیو خدماتو ځانګړي پلانونه عملي شوي دي.

بل لور ته، د سعودي هوا پېژندنې ادارې د سختې ګرمۍ خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د تودوخې درجه ښايي ۴۷ سانتي ګرادو ته لوړه شي.

چارواکو له حاجیانو غوښتي چې د لمر له مستقیمو وړانګو ځان وساتي، کافي اوبه وڅښي او روغتیايي سپارښتنې جدي تعقیب کړي.

د يادونې ده، چې سږکال ٣٠زره افغان حاجیان هم د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو په ٩٧ الوتنو کې سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.