سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 113

ذبیح الله مجاهد:د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې د لا پرمختګ پر لور روانې دي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې په وروستیو کې ښه شوي او دواړه لوري په سیاسي، اقتصادي او سرحدي برخو کې د پرمختګ شاهدان دي.

نوموړي د تهران راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لویې ستونزې نه شته او د سرحدي سیمو امنیتي ځواکونه په ښه همغږۍ کار کوي، چې دا چاره د سرحدي کړکېچونو د مخنیوي سبب شوې ده.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه، افغانستان او ایران یو بل ته متقابل درناوی لري او اړیکې یې د لا پراختیا په حال کې دي.

هغه وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه چې اوس شاوخوا درې میلیارده ډالره ده، پلان شته تر لسو میلیارده ډالرو پورې لوړه شي او د دې هدف لپاره عملي ګامونه پورته کېږي.

مولوي یعقوب مجاهد:مونږ امنیت لرو او د ساتلو لپاره یې هرې قربانۍ ته چمتو یو

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وایي، افغانستان اوس له پیاوړي امنیت څخه برخمن دی او له دې خاورې نورو هېوادونو ته هېڅ ډول ګواښ نه متوجه کېږي.

نوموړي د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په خطاب کې وویل، چې د افغانستان اوسنی نظام د هیچا پر وړاندې بده اراده نه لري او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې بل هېواد ته زیان ورسېږي.

دفاع وزیر له بهرنیو پانګوالو وغوښتل چې خپلې پانګې افغانستان ته راوړي، د تخریب او بدنامولو هڅې ودروي او د افغانستان له امنیت او ثبات ملاتړ وکړي.

هغه ویلي، هغه څوک چې د خدای، دین او اسلام پر لاره متیقین وي هماغه موږ ته ښاغلي دي.

هغه ټینګار وکړ چې “اسلامي امارت” د ټولو هغو ډلو د مهار توان لري چې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښوي، او زیاته یې کړه چې افغانستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو لپاره د تعامل دروازې خلاصې ساتلي، حتی له هغو هېوادونو سره هم چې پخوا یې پر افغانستان یرغل کړی و.

عبدالسلام ضعیف:د دلوې ۲۶مه د افغانستان د قربانیانو او ملي مقاومت ورځ ده

پاکستان کې د ط..البانو حکومت پخواني سفیر مولوي عب..دالس..لام ضعی..ف ویلي چې د دلوې ۲۶مه د جنتري له مخې ښايي یوه عادي ورځ وي؛ خو د افغانستان لپاره یوه تاریخي ورځ ده چې د یو نیم ملیون شهیدانو، معلولینو او قربانیو یاد تازه کوي او د افغانانو هغه امیدونه راژوندي کوي چې د دې ورځې په انتظار یې کلونه سبا کړي دي.

ضع..یف زیاته کړې چې د کمونیزم د سرو لښکرو وتل د پخواني شوروي اتحاد لپاره ستره ماتې وه، چې د روسانو د ښکیلاک خوبونه یې بې تعبیره کړل او ډېری هېوادونه د خپلواکۍ څښتنان شول.

هغه همداراز ویلي چې له بده مرغه د جهاد په وخت کې یو شمېر ځان غوښتونکو او قدرت پرست مشرانو د پردیو په لمسون د خپل منځني تربګنیو د پیاوړتیا لپاره د قربانیو ارزښت نه دی درک کړی او بې پروايي یې کړې ده.

بارک اوباما:د فضایي مخلوقاتو شتون رښتیا دي، خو تر دې دمه یې ثبوتونه نه دي موندل شوي

0

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ویلي، چې دی د بهرنیو ژوندي موجوداتو ” فضایي مخلوقاتو” پر شتون باور لري، خو تر اوسه یې نه کوم شخصي ثبوت لیدلی او نه هم د امریکا حکومت داسې اسناد لري چې دا موضوع تایید کړي.

اوباما دا څرګندونې د یو تازه پوډکاسټ مرکې پر مهال له یوټیوبر براین ټایلر کراون سره کړي.

هغه وویل: “Aliens شته، خو ما تر اوسه نه دي لیدلي.”
نوموړي ټینګار وکړ چې د خلکو ترمنځ مشهورې دسیسې، په ځانګړي ډول د Area 51 په اړه، حقیقت نه لري او هلته کوم پټ مرکز یا بهرني موجودات نه ساتل کېږي.

اوباما زیاته کړه، که چېرې دا ډول معلومات موجود وای، نو د امریکا ولسمشر به خامخا پرې خبر و، او دا ناشونې ده چې دومره لوی راز له ولسمشر څخه پټ وساتل شي.

په همدې حال کې، په وروستیو کلونو کې د ناپېژاندو الوتونکو شیانو یا UFOs موضوع بیا ګرمه شوې ده.

دا ډول پېښې اوس د UAP یا “ناپېژاندو غیرمعمولي فضايي پدیدو” په نوم یادېږي، چې د امریکا حکومت هم منلې ده ځینې ثبت شوې الوتنې لا تر اوسه علمي توضیح نه لري.

اوباما مخکې هم په ۲۰۲۱ کال کې ویلي وو چې د امریکا له لوري ثبت شوې ویډیوګانې ښيي په فضا کې داسې شیان شته چې د هغوی اصل، سرچینه او ټکنالوژي لا نه ده معلومه، خو دا مانا نه لري چې دا حتماً د فضایي مخلوقاتو له لوري دي.

د ایران ولسمشر:د ترانسپورټ پروژو خنډونه باید لرې شي ترڅو سیمه‌ییزه همکاري پیاوړې شي

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه نړیواله غونډه کې د رېل او سړکونو د پانګونې په اړه ویلي چې د ترانسپورټي پروژو پر وړاندې موجود خنډونه باید اصلاح یا لغوه شي، څو د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ترانسپورتي همکاري پیاوړې شي.

په اعلامیه کې چې په کابل کې د ایران سفارت خپره کړې، ویل شوي چې ایران د پرمختګ پر وړاندې د خنډونو له منځه وړلو ته ژمن دی.

نوموړي د افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره د تاریخي او کلتوري اړیکو یادونه کړې او د شفافې پانګونې او ګډو پروژو د اهمیت پر ټینګار کړې.

لندن؛یو امام د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي تېري په تور محکمې ته وړاندې شوی

د لندن یوې محکمې یو ۵۴ کلن امام مسجد عبدالحلیم خان د ۲۰۰۴–۲۰۱۵ کلونو په اوږدو کې د ۷ ښځو او نجونو پر وړاندې د ۲۱ جنسي تېريو او تعرض په جرمونو مجرم وپېژند.

محکمې ویلي چې له دې ډلې درې قربانیانې یې په هغه وخت کې نجونې وې.

پولیس وايي، نوموړي د خپل مذهبي مقام په ګټه د ښځو او نجونو اعتماد ترلاسه کړی و او هغوی یې په جادويي ځواکونو ډارولې چې د بدو پېښو مخه ونیسي.

قربانیانو ویلي چې د دې امام د عملونو له کبله یې له کورنۍ او ملګرو سره د موضوع شریکولو جرأت نه درلود.

عبدالحلیم خان به تر ۱۴۰۵ کال د ثور میاشتې پورې د محکمې په توقیف کې پاتې شي.

د طالبانو حکومت:د دلوې ۲۶مه د شوروي ځواکونو د ماتې او وتلو ویاړمنه ورځ ده

د طالبانو حکومت له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د وتلو د ۳۷مې کلیزې په مناسبت اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې د دلوې ۲۶مه د هېواد په تاریخ کې ویاړمنه ورځ بلل شوې او دا ورځ یې د الله تعالی د شکر ورځ یاده کړې ده.

د طالبانو حکومت ټول ولس ته د دغې ورځې مبارکي ویلې ده.

اعلامیه زیاتوي چې الله تعالی د افغانانو او مسلمانانو د جهاد، مبارزې، قربانیو، هجرتونو او ستونزو له برکته افغان ولس ته دا ویاړ ور په برخه کړ چې د شوروي اتحاد په څېر ستر ځواک ته ماتې ورکړي او له هېواده یې ایستلو ته اړ کړي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې افغانستان په تېرو څه باندې سلو کلونو کې درېیم ځل د الله تعالی په نصرت له اشغاله ازاد شوی، چې دا د افغان مسلمان ولس د دین د ساتنې او خپلواک ژوند لپاره د کلک هوډ او ژمنې څرګندونه کوي.

د طالبانو حکومت له تېرو یرغلونو د عبرت اخیستو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې هېڅ لوری باید د افغانستان د آزادۍ او حریت پر ضد بیا ګام پورته نه کړي.

اعلامیه همدارنګه له هېوادوالو غوښتي چې د هر ډول توطیو او دسیسو پر وړاندې بیدار واوسي، اسلامي وحدت وساتي او د خپلو اسلافو لار تعقیب کړي، څو دین، عقیده او خپلواکي خوندي پاتې شي.

سیف الاسلام خیبر:د ویلنټاین ورځ له اسلامي او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې ده

د د طالبانو حکومت د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د ویلنټاین د ورځې په اړه ویلي چې دا ورځ په اسلامي او افغاني ارزښتونو کې هېڅ تاریخي او دیني سابقه نه لري او په ټولنه کې یې دود کېدل د پردیو کلتوري اغېزو پایله ده.

نوموړي زیاته کړې چې ویلنټاین د غرب له فرهنګه راټوکېدلې پدیده ده او په تېرو کلونو کې په افغانستان کې مشهوره شوې ده.

د هغه په وینا، دا ورځ د اسلامي اخلاقو، شرعي حدودو او ملي دودونو سره په ټکر کې ده او د مینې او عاطفې تر نوم لاندې د اخلاقي انحراف لپاره زمینه برابروي.

سیف الاسلام خیبر ویلي چې رښتینې مینه، عاطفه او درناوی باید د انسان د ټول ژوند برخه وي، نه دا چې یوازې یوې ورځې ته ځانګړې شي.

هغه ټینګار کړی چې ځوانان دې د احساساتو د څرګندولو پر مهال د نکاح، مسئولیت، وفادارۍ او شرعي اصولو پابندي په پام کې ونیسي.

د یاد وزارت ویاند همداراز څرګنده کړې چې د مور او پلار خدمت، د کورنۍ درناوی او د اسلامي اخلاقو مراعت کول هغه ارزښتونه دي چې باید په دوامدار ډول عملي شي، نه دا چې یوازې په یوه ځانګړې ورځ نمایشي بڼه خپله کړي.

بلوچ ازادي غوښتونکي وسله وال غورځنګ؛پاکستاني پوځ سره د ۷تنه نیول شویو پوځیانو پر سر ۷ورځې ضرالاجل کېښود

0

د بلوچ ازادي غوښتونکي غورځنګ (BLA) وسله‌والې ډلې اعلان کړی چې د پاکستان له حکومت سره د بندیانو د تبادلې لپاره یې اووه ورځنی وروستی ضرب‌الاجل ټاکلی دی.

یادې ډلې ادعا کړې چې د پاکستان د پوځ اووه تنه سرتېري یې په یو لړ عملیاتو کې ژوندي نیولي دي او دا مهال د دوی په ولکه کې دي، چې د تبادلې لپاره یې امانتي ساتلي..

بي ایل ای، ویلي که د ټاکلې مودې تر پای پورې د دوی غوښتنې ونه منل شي، نو د نیول شوو پوځیانو د برخلیک مسؤلیت به د پاکستان پر دولت وي.

دې ډلې د خپلو غوښتنو جزییات نه دي خپاره کړي، خو ټینګار کوي چې تبادله باید بې‌له ځنډه ترسره شي.

تر دې دمه د پاکستان حکومت او پوځ په رسمي ډول د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

مارکو روبیو:امریکا به ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، واشنګټن به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي، ځکه د ده په وینا دا چاره به نه یوازې د امریکا، بلکې د سیمې، اروپا او نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

روبیو دا څرګندونې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې امریکا باید د هر ډول احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره خپل ځواکونه په سیمه کې وساتي.

هغه همداراز وویل، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د یوې هوکړې غوښتونکی دی؛ خو دې هدف ته رسېدل اسانه کار نه دی او جدي هڅو ته اړتیا لري.