د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد په اسلاماباد کې پر یوه شیعه جومات وروستی برید د پاکستان د «داعشپالنې» د تګلارې پایله بللې ده.
هغه له یوې ایراني رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، که له داعش څخه استخباراتي ګټه واخیستل شي، دا کار به نه یوازې پاکستان ته زیان ورسوي، بلکې افغانستان به هم اغېزمن کړي.
مجاهد د تحریک طالبان پاکستان د ملاتړ ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان په خاوره کې هېڅ غیرمسوول وسلهوالې ډلې ته د فعالیت اجازه نشته.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تړل کېدل د سوداګرو لپاره زیانمن بللي او له پاکستان یې غوښتي چې د سوداګریزو لارو د پرانیستې پاتې کېدو ضمانت ورکړي.
د جرمني سیاستوال او د حزب اتحادیه سوسیال مسیحی غړی آندریاس مینیخ اعلان کړی چې له رضا پهلوی سره یې لیدنه کړې او د ایران د راتلونکې په اړه یې خبرې کړې دي.
نوموړي په ټولنیزه شبکه ایکس کې په خپل پیغام کې لیکلي: «د ایران د راتلونکې په اړه له شهزاده رضا پهلوي سره خبرې وشوې.»
مینیخ زیاته کړې: «ازاد ایران د منځني ختیځ لپاره د لا ډېر ثبات او د اتریش او اروپا لپاره د لا زیات امنیت معنا لري. ازادي او بشري حقونه زموږ ګډې امنیتي اندېښنې دي.»
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د يکشنبې په ماښام د يو ډيپلوماټيک پلاوي په مشرۍ د اټومي خبرو اترو د دويم پړاو او د ځينو ډيپلوماټيکو سلا مشورو لپاره د سویس مرکز ژنو ته ولاړ.
عراقچي تر دې وړاندې ويلي وو:«زموږ توغندي د خبرو اترو وړ نه دي.»
د ايران رسنيو ويلي چې له امريکا سره غير مستقيمې اټومي خبرې به د سې شنبې په ورځ د عمان په منځګړيتوب ترسره شي.
همداراز د ایران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال، مجید تخت روانچي ويلي:«د غنيسازۍ موضوع نور مطرح نه ده او د ایران د حکومت له نظره دا موضوع نور د مذاکراتو پر مېز نه ده.»
د طالبانو حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو د ۳۷مې کلیزې په مناسبت ویلي، چې دا ورځ د افغانانو د اوږدې مبارزې او سترې قربانۍ ژوندی سمبول دی.
نوموړي ویلي، چې د شوروي اتحاد پر وړاندې بری د افغان ملت د میلیونونو شهیدانو، ټپیانو او مجاهدینو د سرښندنو پایله وه، چې په ترڅ کې یې د نړۍ یو ستر نظامي ځواک له ماتې سره مخ شو او خپله ماتې یې ومنله.
منصور زیاته کړې، افغانان باید له خپل تاریخي تجربې زده کړه وکړي او د خپلواکۍ د ساتنې لپاره یو موټی پاتې شي، څو هېڅ بهرنی ځواک بیا د افغانستان د اشغال هڅه ونه کړي.
هغه دا هم ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید د افغان ملت دا قرباني هېره نه کړي، ځکه همدې ملت د کمونیزم د پراختیا مخه ونیوله او نړۍ یې له یوه ستر ګواښ وژغورله.
د یادونې وړ ده، چې په همدې ورځ ۳۷ کاله وړاندې د شوروي وروستي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او دا پېښه د شلمې پېړۍ له مهمو تاریخي بدلونونو څخه ګڼل کېږي.