سه شنبه, اپریل 21, 2026
Homeافغانستانحامد کرزی:افغانستان جګړې ته نه، سولې او د خلکو پر اراده ولاړ...

حامد کرزی:افغانستان جګړې ته نه، سولې او د خلکو پر اراده ولاړ نظام ته اړتیا لري

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه مفصله مرکه کې ویلي چې افغانان نه غواړي هېواد بیا د جګړې او مقاومت لوري ته لاړ شي، او د تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو جګړو له امله ستړي شوي دي.

هغه له جرمني اشپیګل رسنۍ سره په مرکه کې ټینګار کړی چې خلک د سولې، ثبات او د خلکو پر اراده ولاړ نظام غواړي، نه د نوې شخړو او بې‌ثباتۍ دوام.

د هغه په وینا، اوس ډېری افغانان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او تر ټولو لویه غوښتنه یې د امن او عادي ژوند بېرته راتګ دی.

هغه د طالبانو حکومت د کورنیو اختلافاتو په اړه ویلي چې د هر حکومت په څېر د دوی حکومت کې هم بېلابېل نظرونه شته، خو باید د وېش او سقوط هیله ونه شي.

ښاغلي کرزي ویلي چې که څه هم امنیتي وضعیت تر یوه حده ښه شوی، خو افغانستان لا هم اقتصادي ودې، هوساینې او یو باثباته نظام ته اړتیا لري.

د پاکستان په اړه کرزي سختې څرګندونې کړې او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد په تېرو لسیزو کې د افراطیت د پاللو له امله اوس د خپلو تېرو سیاستونو پایلې ګوري.

هغه ویلي چې افغانستان باید د پاکستان د داخلي ستونزو مسوول ونه ګڼل شي او د ملکي خلکو پر ضد بریدونه “لویه تېروتنه” ده.

نوموړي همداراز د امریکا د مرستو په اړه ویلي چې دا مرستې د افغانستان د اقتصادي نظام د نه درېدو لپاره ورکول کېږي، نه دا چې مستقیم طالبانو ته انتقال شي.

هغه په پای کې ټینګار کړی چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او یوازې د ملي یووالي، ګډ کار او د خلکو د ارادې په درناوي سره باثباته راتلونکی جوړېدای شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here