سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 114

مارکو روبیو:امریکا به ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، واشنګټن به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي، ځکه د ده په وینا دا چاره به نه یوازې د امریکا، بلکې د سیمې، اروپا او نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

روبیو دا څرګندونې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې امریکا باید د هر ډول احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره خپل ځواکونه په سیمه کې وساتي.

هغه همداراز وویل، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د یوې هوکړې غوښتونکی دی؛ خو دې هدف ته رسېدل اسانه کار نه دی او جدي هڅو ته اړتیا لري.

حافظ حمدالله:پر مدرسو د ترهګرۍ تورونه بې ځایه دي

0

د جمعیت علماء اسلام پېژندل شوي مشر او ویاند حافظ حمدالله په تازه څرګندونو کې پر هغو کسانو نیوکه کړې چې د دیني مدرسو پر ضد د ترهګرۍ تورونه لګوي.

هغه پوښتنه کړې چې ایا د پاکستان ټوټې کول ترهګري نه ده او که هو؛ نو ولې سزا نه ده ورکړل شوې، په داسې حال کې چې ملوثو کسانو ته واک او اقتدار ورکړل شوی دی.

حمدالله ویلي، د مدرسو نوم باندې د تور لګولو پر ځای باید اصلي ملوث کسان ځواب ویونکي وګرځول شي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې په پاکستان کې د امنیت او ترهګرۍ ضد عملیاتو په اړه بحثونه تاوده دي.

د طالبانو حکومت په کابینه کې بدلون؛محمد فاضل مظلوم د ټرانسپورټ او هوایي چلند د وزیر په توګه وټاکل شو

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې د شیخ هبت‌الله اخندزاده په حکم په کابینه کې نوې ټاکنې شوې دي.

د یاد حکم له مخې، د دفاع وزارت پخوانی لومړی مرستیال ملا محمد فاضل مظلوم د ټرانسپورت او هوايي چلند د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

همداراز، د ټرانسپورت او هوايي چلند پخوانی وزیر ملا حمیدالله اخندزاده د دفاع وزارت د لومړي مرستیال په توګه ګومارل شوی دی.

فطرت زیاته کړې چې دا بدلونونه د رهبرۍ د حکم پر بنسټ ترسره شوي دي.

ذبیح الله مجاهد:له اسلام‌اباد سره لفظي شخړې د منلو نه دي، یوازې د ملي حاکمیت دفاع کوو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وروستۍ څرګندونې رد کړې او هغه یې بې‌اساسه بللې دي.

مجاهد په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د پاکستاني چارواکو خبرو ته ارزښت نه ورکوي او “اسلامي امارت” یوازې د افغانستان د ملي حاکمیت او خاورې دفاع ته ژمن دی.

هغه ادعا کړې چې د اسلام‌اباد ځینې چارواکي د کابل پر ضد ناسم تبلیغات او بې‌بنسټه تورونه خپروي، څو د افغانستان پر وړاندې منفي فضا رامنځته کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سرحدي او سیاسي مسایلو لفظي ناندرۍ زیاتې شوې دي، خو د طالبانو حکومت وایي د سیمې ثبات د متقابل تورونو پر ځای په رښتینې همکارۍ کې نغښتی دی.

مارکو روبیو:امریکا او اروپا باید خپله تاریخي ملګرتیا نوره هم پیاوړې کړي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د مونیخ امنیتي کنفرانس پر مهال ویلي چې امریکا او اروپا له یو بل سره ژورې تاریخي او ستراتېژیکې اړیکې لري او دا اړیکې باید لا پیاوړې شي.

هغه ټینګار کړی چې امریکا د اروپا څخه د بېلتون اراده نه لري، بلکې غواړي پخوانۍ او اوږدمهاله ملګرتیا بیا ورغوي.

د روبیو په وینا، واشنګټن نه غواړي خپل متحدین کمزوري کړي، بلکې غواړي هغوی دومره پیاوړي وي چې د ځان دفاع وکړای شي او هېڅ دښمن د هغوی د ازمایلو جرئت ونه کړي.

روبیو زیاته کړې چې له اروپایي هېوادونو سره ګډ کار کول به د یوې متوازنې او معقولې بهرنۍ تګلارې په بیا جوړولو کې مرسته وکړي او نړیوال ثبات به پیاوړی کړي.

مولانا فضل‌الرحمن:واشنګټن د افغانستان په اړه له پاکستانه د نیابتي رول تمه لري

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن ویلي چې امریکا په افغانستان کې د چین او روسیې پانګونه د منلو وړ نه بولي او دا موضوع د واشنګټن لپاره سره کرښه ده.

نوموړي په یوه ګډه خبري غونډه کې ادعا کړې چې امریکا د خپلو موخو لپاره له پاکستانه د نیابتي په توګه کار اخلي، او زیاته کړې چې پاکستان له ګڼو ګاونډیو هېوادونو سره له ستونزو سره مخ دی.

هغه ویلي: «هند سره هم دښمني کوي، له افغانستان سره هم دښمني کوي، چین هم ناراضه دی، له ایران سره هم اړیکې تر فشارونو لاندې دي، امریکا هم پر ایران برید ته ګواښېږي او په افغانستان کې د روسیې او چین پانګونې د یوې شېبې لپاره هم امریکا ته د منلو وړ نه‌ دي، امریکا د هغه لپاره پاکستان د یوه نیابتي په توګه کاروي.»

فضل‌الرحمن همداراز ټینګار کړی چې د پاکستان بهرنۍ تګلاره باید بدله شي او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې له اسلام‌اباد سره اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

کاپیسا؛الیاس خېل سیمه کې د غر ښویېدو له امله څلور تنه وژل شوي

تېره شپه د کاپیسا مرکز اړوند «الیاس خیل شوخي» سیمه کې د غره د ښویدو له امله یو کور د تېږو او خاورو لاندې شوی، چې څلور تنه پکې وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت د کاپیسا ولایت د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي ادرس ویلي، د پېښې د وژل شویو کسانو په منځ کې دوه کوچنۍ نجونې، یوه ښځه او یو سړی شامل دي.

ټپیان، چې درې یې ښځې او درې یې سړي دي، د خلکو په مرسته له خاورو راویستل شوي او روغتون ته انتقال شوي دي.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر په وینا، د بیړنیو مرستندویه ټیمونو لټون او د ژغورنې عملیات لا هم په سیمه کې روان دي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې نور څوک د خاورو لاندې نه وي.

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت:روژه کې د دولتي کارکوونکو رسمي کار د سهار له ۹ تر ماسپښین ۲ بجو وټاکل شو

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روژې میاشتې لپاره د دولتي ادارو د کاري وخت نوې طرحه اعلان کړې ده، چې له مخې به یې د مرکز او ټولو ولایتونو ادارې خپل فعالیتونه د سهار له نهو بجو پیلوي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دولتي کارکوونکو رسمي کار به د ماسپښین تر دوو بجو دوام لري او دغه مهالوېش به د پنجشنبې په ورځو هم عملي کېږي، چې پکې د ماسپښین د لمانځه لپاره وقفه هم شامله ده.

وزارت همدارنګه ویلي، هغه ادارې او بنسټونه چې تولیدي، روغتیايي، ښوونیز، خدماتي او نشراتي فعالیتونه لري او یا هم د ۲۴ ساعته خدمتونو برخه دي، کولای شي د خپلو کاري اړتیاوو او اقلیمي شرایطو ته په کتو سره د کارکوونکو د حضور وختونه په خپلواکه توګه تنظیم کړي.

د امریکا د سمندري ځواکونو قومندانۍ:اتلانتیک سمندر کې پر USS Kearsargeبیړۍ د F-35B جنګي الوتکې لومړۍ ناسته ترسره شوه

0

د امریکا د سمندري ځواکونو قومندانۍ اعلان کړی چې د USS Kearsarge (LHD-3) بېړۍ د لومړي ځل لپاره د F-35B جنګي الوتکې بریالۍ ناسته ترسره کړې.

د یادې قومندانۍ په وینا، دا اقدام د امریکا د سمندري ځواکونو او بحري ځواکونو ترمنځ د ګډو عملیاتو په برخه کې یو مهم پرمختګ بلل کېږي، ځکه چې F-35B یوه پرمختللې الوتکه ده چې د لنډې الوتنې او عمودي ناستې وړتیا لري.

د F-35B ناستې بریا ښيي چې د امریکا سمندري ځواک د جګړې په نوې ټکنالوژۍ سمبال شوی او کولی شي په سمندر کې هم د پرمختللو جنګي الوتکو مؤثره کارونه ترسره کړي، چې دا د راتلونکو پوځي عملیاتو لپاره ستر ستراتېژیک اهمیت لري.

د طالبانو حکومت:تېره ورځ له بېلابېلو لارو څخه ۳۷۰۴کسان په جبري ډول هېواد ته را ستانه شوي

د طالبانو حکومت د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ویلي، د تېرې جمعې په ورځ د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو څخه افغان مهاجرین په اجباري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.

د راپور له مخې، په ننګرهار کې د تورخم له لارې (۶۲۱) کورنۍ چې (۳۳۱۲) غړي لري هېواد ته راستانه شوي.

همدارنګه په کندهار کې د سپین بولدک له لارې (۴۴) کورنۍ، په نیمروز کې د ورېښمو له لارې (۱۰) کورنۍ او (۴۷۶) مسافر، په هرات کې د اسلام کلا له لارې (۹) کورنۍ او په هلمند کې د بهرامچې له لارې (۸) کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، ټولټال (۶۹۲) کورنۍ چې (۳۷۰۴) کسان جوړېږي ثبت او بایومیټریک شوي او له دې ډلې (۳۸۹) کورنۍ چې (۲۱۱۴) کسان دي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.