چهارشنبه, اپریل 15, 2026
Home Blog Page 106

شمالي وزیرستان؛د پل ترمیم کوونکي ټیم تر وسله وال برید لاندې راغلی

0

ځايي سرچینې وایي چې د خېبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان ولسوالۍ، میرعلي سیمه کې سختې ډزې روانې دي.

راپورونه ښيي چې د یوه زیانمن شوي پل د ترمیم لپاره ورغلی ساختماني ټیم تر وسلوال برید لاندې راغلی دی.

ویل کېږي دغه پل مخکې د وسله‌والو له لوري الوځول شوی و.

د پېښې په اړه نور جزییات لا نه دي خپاره شوي.

روسیه:د افغانستان–تاجکستان پر پوله وضعیت لا هم ترینګلی دی

د روسیې د امنیت شورا منشي، سرګي شویګو، ویلي چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله وضعیت لا هم ترینګلی پاتې دی.

د هغه په وینا، له پولې څخه د ناقانونه اوښتو څو ځلې هڅې شوې چې ځینې وختونه یې د وسلوالو نښتو لامل هم ګرځېدلي دي.

شویګو د انترفاکس خبري اژانس ته ویلي چې د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه مهم مسوولیت دی.

هغه زیاته کړې چې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان (CSTO) له لوري د افغانستان–تاجکستان پولې د پیاوړتیا پروګرام عملي کېږي.

نوموړي همداراز اعلان کړی چې د روان کال په وروستیو کې به CSTO، د خپلواکو دولتونو ګډه ټولنه (CIS) او د شانګهای همکارۍ سازمان (SCO) ګډه غونډه وکړي څو د افغانستان او منځنۍ اسیا د امنیتي ننګونو ارزونه وکړي.

د پاکستان ستره محکمه:عمران خان د جدي ړوندوالي له خطر سره مخ شوی

0

د پاکستان سترې محکمې ته وړاندې شوي راپور کې ویل شوي، چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان د زندان پر مهال د سترګو له جدي ناروغۍ سره مخ شوی او دا مهال د ښۍ سترګې یوازې ۱۵ سلنه لید لري.

د سترې محکمې له خوا ټاکل شوي وکیل سلمان صفدر د فبرورۍ په ۱۰مه له عمران خان سره دوه ساعته لیدنه کړې او د زندان وضعیت یې هم څېړلی دی.

نوموړي په اووه مخیز راپور کې ویلي، چې عمران خان له تېرو درې میاشتو راهیسې د لید خرابېدو شکایتونه کول، خو د زندان چارواکو ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

د راپور له مخې، عمران خان د «Right Central Retinal Vein Occlusion» په ناروغۍ اخته شوی، چې د سترګې په رګ کې د وینې ټپ (clot) بلل کېږي او د دایمي ړوندتوب لامل کېدای شي.

صفدر ویلي، عمران خان ورته ویلي چې ناڅاپه یې د ښۍ سترګې لید په بشپړ ډول له لاسه ورکړی او د لید خرابېدو له امله سخت رواني فشار سره هم مخ دی.

سترې محکمې د راپور تر ترلاسه کېدو وروسته امر کړی، چې د متخصصو ډاکترانو یو خپلواک طبي ټیم دې ژر تر ژره د عمران خان معاینه وکړي او همدارنګه دې هغه ته اجازه ورکړل شي چې له خپلو زامنو سره، چې په بریتانیا کې اوسي، ټلیفوني اړیکه ټینګه کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي، د عمران خان روغتیايي وضعیت ته جدي اندېښمن دي او خبرداری یې ورکړی، چې که د هغه روغتیا ته نور زیان ورسېږي، د اړوندو چارواکو پر ضد به قانوني اقدام وکړي.

عمران خان له اګست ۲۰۲۳ راهیسې په اډیاله زندان کې بندي دی او د راپور له مخې، شاوخوا دوه کاله او څلور میاشتې یې په عملي ډول یوازې‌توب (solitary confinement) کې تېرې کړې دي.

د سعودي عربستان د دفاع وزیر:ریاض د پاکستان سره ستراتیژیکې دفاعي اړیکې پیاوړې کوي

0

د سعودي عربستان د دفاع وزیر، خالد بن سلمان، ویلي دي چې هېواد یې د پاکستان سره قوي او ستراتیژیکې دفاعي اړیکې لري.

نوموړي دا څرګندونې د پاکستان د پوځ د مشر، فیلډ مارشل عاصم منیر، سره د لیدنې پر مهال کړي.

خالد بن سلمان زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه په ګډه هڅې کوي څو د نړیوالې سولې او امنیت د خوندي کولو لپاره ګټور ګامونه پورته کړي، او دا هڅې به د دواړو هېوادونو د ګډو ملي او سیمه‌ییزو ګټو په خدمت کې وي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې سعودي عربستان د پاکستان سره په دفاعي او ستراتیژیکو همکاریو کې ژمن دی او غواړي دغه اړیکې لا پیاوړې شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛د طالبانو حکومت پر وړاندې بندیزونه یو کال نور هم وغځول

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ د طالبانو حکومت پر ضد د بندیزونو د څار ټیم ماموریت د یو کال لپاره نور هم وغځاوه.

له دې پرېکړې سره به د طالبانو حکومت یو کال نور هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو لاندې پاتې شي.

د شورا ټولو ۱۵ غړو د ۱۹۸۸م پریکړه‌لیک د دوام ملاتړ کړی او د ځینو طالب مشرانو د سفر معافیت هم ونه غځول شو.

د دې پریکړه‌لیک مسوده امریکا چمتو کړې وه.

د طالبانو حکومت مخکې د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې وه؛ خو په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه او د ټول‌ګډونه حکومت نشتون د دې لامل شوی چې بندیزونه پر خپل حال پاتې شي.

تسلیمه نسرین:د جماعت اسلامي بریا به بنګله‌دېش په دوهم افغانستان بدل کړي

0

بنګله‌دېشۍ لیکوالې او فعالې تسلیمه نسرین خبرداری ورکړی چې که جماعت اسلامي په روانو ټاکنو کې واک ته ورسېږي، په هېواد کې به ډیموکراسي پای ته ورسېږي او دیني حکومت به حاکم شي.

هغې ویلي چې په داسې حالت کې به لږکي او ښځې له سختو محدودیتونو او ځورونې سره مخ شي او هېواد به د افغانستان په څېر وضعیت ته ولاړ شي.

نسرین هیله څرګنده کړې چې جماعت اسلامي به بریالی نه شي او ټینګار یې کړی چې هر راتلونکی حکومت باید د ډیموکراسۍ، بیان ازادۍ، د ښځو او بشري حقونو ساتنه وکړي.

په ورته وخت کې، راپورونه وایي چې ټاکنې تر ډېره سوله‌ییزې وې، خو په ځینو سیمو کې ګډوډۍ، د رایو د اخیستو ادعاوې او نښتې هم شوې دي.

روانې ټاکنې د بنګله‌دېش د سیاسي راتلونکې لپاره مهمې بلل کېږي.

بنګله‌دېش کې پارلماني ټاکنې؛د BNP او جماعت اسلامي تر منځ نږدې سیالي رامنځته شوې

0

الجزیره وایی چې د ۳۵۰ څوکيو لپاره نن په بنګله‌دیش کې پارلماني ټاکنې ترسره شوې.

د الجزیرې په وینا، د طارق رحمان په مشرۍ د بنګله‌دیش ملي ګوند (BNP) او د شفیق‌رحمان په مشرۍ د ۱۱ ګوندیز جماعت اسلامي اتحاد تر منځ نږدې سیالي رامنځته شوې.

د راپورونو له مخې، ټاکنې په عمومي ډول سوله‌ییزې وې، خو د ځینو سیمو راپورونه د جعلي رایو او د رایه ورکوونکو ځورونې څرګندوي، چې جماعت اسلامي په درې حوزو کې د بیا ټاکنو غوښتنه کړې ده.

ویل کېږي چې نږدې ۱۲۷ میلیونه وګړي د رایې ورکولو لپاره ثبت شوي، چې له دې جملې پنځه میلیونه وګړو تر دې مهاله رایه ورکولو کې ګډون کړی.

راپورونو کې دا هم ویل شوي چې د ماسپښین په ۲ بجو د ګډون کچه شاوخوا ۴۸ سلنه وه.

په ورته وخت کې د بنګله دېش د لنډمهاله حکومت مشر محمد یونس د ټاکنو ستاینه کړې او له ګوندونو یې وغوښتل چې د پایلو له اعلان وروسته د ډیموکراسۍ اصولو ته ژمن پاته شي.

همدا رنګه، د اروپایي ټولنې ۹۰ څارونکو، د ټاکنو شفافیت څارلی دی.

په داسې حال کې چې د عوامي لیګ ګوند برخه اخیستنه منع شوې ده، د دغه ټاکنو اصلي پایله به د طارق رحمان او شفیق‌رحمان تر منځ سیالي وټاکي.

کرملین؛په روسیه کې د واټساپ اپلیکیشن وتړل شو

0

د روسیې حکومت په رسمي ډول اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې د واټس‌اپ پیغام‌رسوونکي اپلیکیشن فعالیت بند شوی دی.

کرملین وایي، دا پرېکړه وروسته له هغې عملي شوه چې یاد اپلیکیشن د روسي قوانینو له پلي کولو انکار وکړ.

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، دا اقدام د ملي امنیت او سایبري حاکمیت د ساتنې په موخه شوی او له دې مخکې هم خلکو ته خبر ورکړل شوی و، خو د واټس‌اپ اصلي شرکت «میټا» دغه بندیز سیاسي فشار بولي او وایي، مسکو غواړي کاروونکي دې ته اړ کړي چې له دولتي څار لاندې پیغام‌رسوونه وکاروي.

میټا خبرداری ورکړی چې د شخصي او کوډ شويو اړیکو بندول د خلکو ډیجیټلي ازادي کمزورې کوي.

له بلې خوا، د ټیلیګرام بنسټګر پاول دورف هم دا اقدام غندلی او ویلي یې دي چې د اړیکو محدودول د ستونزو حل نه، بلکې د سانسور پراخول دي.

د طالبانو حکومت:هیڅوک حق نلري چې غیر له اجازې د جېمر دستګاوې نصب کړي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معینیت د جېمر دستګاوو د وېش او کارونې لپاره رسمي لارښود تصویب کړی چې له مخې یې، ټولې ادارې، شرکتونه او اشخاص چې غواړي په خپلو وسایطو کې د جېمر دستګاوې نصب کړي، اړ دي چې د چاودېدونکو توکو سره د مبارزې انجنیرۍ ریاست ته مراجعه وکړي او رسمي جواز ترلاسه کړي.

وزارت ټینګار کړی چې هر ډول جواز، استعلام یا لیک چې د یادې مرجعې له لوري نه وي صادر شوی، قانوني اعتبار نه لري.

ریچارډ لینډزي:ازادې رسنۍ د افغانانو د غږ د رسولو لپاره حیاتي رول لري

د افغانستان لپاره بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ریچارډ لېنډزي د افغانستان د خپلواکو رسنیو له استازو سره په یوه انلاین ناسته کې ویلي، چې رسنۍ د هېواد دننه او بهر د افغانانو د غږ د رسولو لپاره بنسټیز رول لري.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې د رسنیو ترمنځ ګډ کار کولای شي د افغانانو غږ نړیوالو ته ورسوي او د ټولنې ستونزې په اغېزمن ډول منعکس کړي.

لېنډزي زیاته کړې، چې د بیان ازادي د یوه خوندي، ټول‌شموله او سوکاله افغانستان لپاره اساسي ارزښت لري او پرته له ازادو رسنیو د ټولنې پرمختګ ناشونی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي او ګڼ خبریالان د فعالیت له ستونزو سره مخ دي.