شنبه, اپریل 11, 2026
Home Blog Page 105

د امریکا پنځمې سمندري بیړۍ؛په منځني ختیځ کې د ژوندیو ډزو پوځي تمرین ترسره کړ

0

د امریکا د پنځمې سمندري بېړۍ قومندانۍ اعلان کړی چې د USS Santa Barbara جنګي بېړۍ سرتېرو د «Killer Tomato» په نوم مهم پوځي تمرین کې برخه اخیستې ده.

دغه تمرین د مرکزي قومندانۍ سنتکام (CENTCOM) تر ساحې لاندې ترسره شوی او پکې د A-10 Thunderbolt II جنګي الوتکو هم فعاله ونډه لرله.

د امریکا پوځ وايي، دا ژوندی فایر تمرین د سمندري ځواکونو د توپچي وړتیا د لوړیدو په هدف شوی، د هوايي او سمندري ځواکونو ترمنځ همغږي یې پیاوړې کړې او په سیمه کې یې د امریکا د پوځي ځواک د چمتووالي او تاثیر اچوونې پیغام روښانه کړی دی.

دا تمرینات داسې مهال کېږي چې په منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ امنیتي کړکېچونه لا هم دوام لري.

حلیم فدایي فدرالي او خراسان غوښتونکو ته:ستاسې غوښتنه بې سره سړي ته د لونګۍ او پکول ډالۍ کولو ته ورته دی

د پکتیا پخواني والي حلیم فدایي ویلي، هغه کسان چې اوس د فدرالي نظام یا د «خراسان» نوم په اړه خبرې کوي، له واقعي اړتیاوو څخه لرې بحثونه مطرح کوي.

د ده په وینا، کله چې د هېواد بنسټیز وضعیت له ستونزو سره مخ وي او خلک له جدي ننګونو سره لاس او ګرېوان وي، فرعي او سمبولیک بحثونه عملي ارزښت نه لري.

فدایي ټینګار کړی چې اوس باید د «ضرورت» او «غوښتنې» تر منځ لومړیتوب وټاکل شي او اساسي اړتیاوې د سیاسي او ټولنیزو بحثونو په سر کې ځای ولري.

نوموړي زیاته کړې چې له ارمانونو او سیاسي نظریاتو سره مخالفت نه لري، خو هر فکر او طرحه خپل مناسب وخت او شرایط غواړي.

د هغه په باور، د هېواد د اوسني کړکېچ او ستونزو په شرایطو کې دا ډول بحثونه تر ډېره غیر عملي ښکاري او ښايي څرګنده او مثبته پایله ونه لري.

سید عباس عراقچي:د مذاکراتو بهیر کې د امریکایي پوځي استازي حضور نه منو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وایي، دوی په څرګنده اعلان کړی چې د مذاکراتو په بهیر کې د پوځي کس حضور نه مني.

نوموړي زیاته کړې چې امریکایانو غوښتنه کړې وه څو د سنتکام له قومندان سره هم یو تشریفاتي لیدنه وشي، خو د ده په وینا، دوی له دې غوښتنې سره کلک مخالفت وښوده.

عراقچي ټینګار کړی چې د سنتکام د قومندان حضور د مذاکراتو په اصل موضوع کې هېڅ بدلون نه راولي.

د یوناما راپور:د تصویر خپرولو بندیز او پر رسنیو محدودیتونه ډیر شوي

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په خپل درې میاشتني راپور کې، چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر څخه تر دسمبر پورې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ارزوي، ویلي چې طالبانو په دې موده کې په هېواد کې د ژوندیو موجوداتو د تصویر د خپرولو بندیز نور هم سخت کړی دی.

د راپور له مخې، دغه بندیز په بلخ، پکتیا، هرات، خوست، کندز او میدان وردګو ولایتونو کې عملي شوی دی.

یوناما زیاتوي چې دا مهال دا محدودیت په بېلابېلو کچو د هېواد په ګڼو ولایتونو کې تطبیقېږي او د دولتي او خصوصي تلویزیوني شبکو فعالیتونه یې اغېزمن کړي دي.

راپور همداراز څرګندوي چې په همدې موده کې د هغو کسانو پر وړاندې خپل‌سري نیونې او ګواښونه زیات شوي چې په ټولنیزو رسنیو کې د نامناسبو محتواوو د خپرولو په تور نیول شوي دي.

یوناما په خپل راپور کې دا هم ویلي چې د طالبانو له لوري د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر له ۲۹مې څخه د اکتوبر تر لومړۍ نیټې پورې د ۴۸ ساعته انټرنېټ پرې کېدو وروسته، ځینو کاروونکو په ټولنیزو شبکو کې محدودیتونه تجربه کړي دي.

د راپور په وینا، دا وضعیت په ځانګړي ډول پر سوداګرو، په ځانګړې توګه ښځینه متشبثینو، منفي اغېز کړی چې د خپلو کاروبارونو د پراختیا لپاره پر ټولنیزو پلاتفورمونو تکیه کوي.

پاکستان ته د ملا عبدالغني برادر خبرداری:افغانستان غوړه ګوله نه، د زقوم ونه ده، هر «نامولود» ماشوم یې د هضم توان نه لري

د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د خپل حکومت د دفاع وزارت یوې غونډې کې خبرداری ورکړ چې «افغانستان غوړه ګوله نه، د زقوم ونه ده» او په خبره یې هر «نامولود» ماشوم یې د هضمولو توان نه لري.

ښاغلي برادر ویلي افغانستان هیڅ هیواد ته زیان نه دی رسولی او له ګاونډیانو هم غواړي چې دې هېواد ته بهانې ونه پلټي.

د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال ټینګار وکړ چې د دوی د حکومت تګلاره په اسلامي شریعت ولاړه ده.

نوموړي دغه څرګندونې نن یکشنبه ‏په ابو عبیدة بن الجراح نظامي پوهنتون کې نظامي افسرانو ته په خبرو کې کړي.

عباس عراقچي:پر امریکا باور نلرو، حتی کیدایشي د مذاکراتو په نوم فریب هم موجود وي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د رسنیو سره په تازه خبرو کې ویلي چې د امریکا سره د روانو خبرو پایله لا هم معلومه نه‌ده او دوی پر امریکا باور نه لري، بلکې حتی احتمال لري چې فریب موجود وي.

نوموړي ویلي، که خبرې بریالۍ شي او که ناکامې هیواد یې باید د کوم تړون په تمه تم نشي او باید د هر ډول موافقې پرته خپل کارونه په خپلواکه توګه پر مخ یوسي.

هغه خپلو مسؤلینو ته ویلي، چې په دې شرایطو کې ویره یو وژونکی زهر دی او د فشار لاندې تسلیمیدل پای نه لري، حتی که یو ګام شاته لاړ شو، نه ده څرګنده چې څومره شاتګ به کوو.

همدارنګه هغه ټینګار کړی چې ایران د نړیوالو د رسمیت پیژندلو ته اړتیا نلري، بلکې غواړي چې د ایران د خلکو حقونو ته درناوی وشي.

عراقچي، د ایران د یورانیمو غني کول د ملي عزت او حقیقي اړتیا برخه وبلله او ویې ویل، که څه هم چیلنجونه موجود وي، هیڅکله به خپل قانوني حقونه قرباني نه کړي.

عباس عراقچي زیاته کړې، چې ایران د اټومي بم غوښتونکی نه دی؛ د دوی “بم” یوازې دا ځواک دی چې لویو ځواکونو ته “نه” ووایي؛ د امریکا پوځي جوړښتونه له ایران ویره لري، او هېواد یې د ډیپلوماتیکو خلکو دی، د جګړې لپاره چمتو، خو د جګړې غوښتونکي نه دي.

د ملګرو ملتونو خبرداری:افغانستان کې د میندو او ماشومانو ژوند له جدي خطر سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق (UNFPA) وایي چې افغانستان لا هم د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو لپاره له تر ټولو خطرناکو هېوادونو څخه ګڼل کېږي.

د دغه صندوق استازي له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې اوس مهال د هر سل زره نوي زیږېدلو ماشومانو څخه ۵۲۱ ماشومان مړه کېږي، چې دا شمېره په منځنۍ اسیا کې تر ټولو لوړه کچه ده.

د UNFPA استازي زیاته کړه چې دا صندوق په افغانستان کې د شاوخوا ۵۰۰ روغتیايي مرکزونو ملاتړ کوي او پلان لري چې په ۲۰۲۶ کال کې ۴.۵ میلیونه کسانو ته بیړني روغتیايي خدمتونه ورسوي.

د ده په وینا، دا مرستې به تر ډېره هغو محرومو سیمو ته ځانګړې شي چې د ښارونو له مرکزونو لرې پرتې دي.

د صندوق د معلوماتو له مخې، دا مهال نږدې ۲۵۰۰ ښځینه قابلې په افغانستان کې فعالیت کوي او ښځو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

خو خبرداری ورکړل شوی چې د ښځو پر طبي زده کړو بندیزونه ښايي په راتلونکي کې د مور او ماشوم د مړینې کچه نوره هم لوړه کړي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق ټینګار کوي چې د مور او ماشوم روغتیا باید له پامه ونه غورځول شي او د روغتیايي خدماتو دوام یوازې د ملي او نړیوالو ګډو هڅو له لارې ممکن دی.

یوناما:په تیرو درې میاشتو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو غړي وژل شوي

د ملګرو ملتونو د افغانستان دفتر (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لومړۍ نېټې د ډسمبر تر پایه لږ تر لږه ۱۴ تنه د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي وژل شوي دي.

یوناما په خپل راپور کې ویلي، چې په همدې موده کې لږ تر لږه ۲۸ کسان په خپل سر نیول شوي او ۷ تنه له شکنجې او ناوړه چلند سره مخ شوي، چې ډېری یې د پخوانیو دولتي چارواکو او امنیتي ځواکونو غړي دي.

یوناما زیاته کړې چې ډېری قربانیان تازه له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي وو.

مسعود پزشکیان:امریکا سره سوله ییزې خبرې مثبت ګام دی، خو ایران هیڅ کله د زور ژبه نه مني

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ تازه خبرې، چې د سیمې د دوستانه هیوادونو په منځګړتوب ترسره شوې، د دواړو هیوادونو لپاره یو مثبت ګام دی.

پزشکیان ویلي، چې خبرې تل د ایران د حل لارې ستراتیژي ده او د شخړو د سوله ییزې هوارۍ لپاره مهمه ده.

هغه ویلي، چې د ایران اټومي فعالیتونه د نړیوالې نه-اشاعې تړون له مخې مشروع دي، او د ایران ملت تل په عزت او احترام غبرګون ښودلی، خو د زور ژبه نه مني.

یوناما:په ۲۰۲۵کال کې د پاکستاني ځواکونو بریدونو ۶۱۳ افغان غیرنظامیان وژلي

د ملګرو ملتونو د افغانستان دفتر (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستاني ځواکونو بریدونو ۶۱۳ افغان غیرنظامیان وژلي، چې دا د تېرو ۱۵ کلونو تر ټولو لوړ کلنی شمېر دی.

یوناما زیاته کړې، چې یوازې په وروستیو درې میاشتو کې ۷۰ کسان وژل شوي او ۴۷۸ نور ټپيان شوي دي.

یاد دفتر د ټولو ښکېلو اړخونو څخه غوښتنه کړې چې د ملکي خلکو او عامو تاسیساتو د خونديتوب لپاره اقدامات وکړي او غیرنظامیان د بریدونو له هدفه وساتي.