پنجشنبه, جون 25, 2026
Home Blog Page 103

د پړانګانو د ژغورنې لپاره نړيواله هڅه؛افغانستان کې دا ژوی له کلونو راهیسې ورک دی

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام يا UNDP ويلي، د نړۍ د پړانګانو شمېر چې شاوخوا یوه لسیزه وړاندې د اندېښنې وړ کچې ته راټیټ شوی و، اوس د نړیوالو ساتندویو پروګرامونو او ګډو هڅو له امله د بیا زیاتېدو نښې ښيي.

یاد بنسټ وایي چې د نړیوالو سازمانونو، حکومتونو او سیمه‌ییزو ټولنو ترمنځ همغږي د دې لامل شوې چې د پړانګانو طبیعي استوګنځایونه تر یوه بریده خوندي شي او د هغوی د بقا لپاره مناسب شرایط رامنځته شي.

د راپور له مخې، د چاپېریال ساتنې نړیوال صندوق او نور شریک بنسټونه هڅه کوي چې د پړانګانو د ساتنې لپاره دوامدار مالي ملاتړ او اغېزمنې پالیسۍ رامنځته کړي، څو دغه نایابه وحشي ژوی له ورکېدو وژغورل شي.

په داسې حال کې چې په یو شمېر آسیایي هېوادونو کې د پړانګانو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی، افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې پړانګان پکې له لسیزو راهیسې ورک شوي ګڼل کېږي.

د تاریخ له مخې، د «کیسپین پړانګ» په نوم ډول پخوا د افغانستان په شمالي او شمال‌ختیځو سیمو کې هم ژوند کاوه، خو د ښکار، د استوګنځایونو د له منځه تلو او بشري فعالیتونو له امله یې نسل له منځه ولاړ.

کارپوهان وایي، که څه هم په افغانستان کې د پړانګانو د بېرته راګرځولو کوم رسمي پروګرام نشته، خو هېواد لا هم د واورین پړانګ، مارخور او نورو نادرو ژوو لپاره مهم طبیعي استوګنځایونه لري چې د ساتنې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

د چاپېریال د ساتنې فعالان ټینګار کوي چې د طبیعي تنوع خوندي کول نه یوازې د وحشي ژوو د بقا لپاره مهم دي، بلکې د ایکوسیستم د توازن او راتلونکو نسلونو د ګټې لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

راپورونه:ممبي غواړي پانډیا له لوبډلمشري څخه لرې کړي

د وروستیو راپورونو له مخې د ممبي انډینز لوبډلې مشرتابه او مسؤلین غواړي هارډیک پانډیا د لوبډلمشرۍ له دندې لرې کړي.

راپورونه ښيي چې سږ کال د نوموړي تر مشرۍ لاندې ممبي انډینز د تمې خلاف کارکردګي وکړه، ګڼې مهمې لوبې یې وبایللې او لوبډله هم له لوبو ژر بهر شوه.

نیویارک ټایمز:د ایران د مذاکره کوونکي ټیم او سختدریځو څېرو ترمنځ کړکېچ زیات شوی

نیویارک ټایمز وايي، د ایران یوه سختدریځه ډله هڅه کوي چې له امريکا سره روانې خبرې اترې ګډوډې کړي.

راپور وايي چې په پارلمان، حکومتي رسنیو او د ملي امنیت په عالي شورا کې ځینې سختدریځي څېرې، سره له دې چې د ایران رهبر له مذاکراتو ملاتړ کړی، د لاریونونو، رسنیزو کمپاینونو او سیاسي فشارونو له لارې له واشنګټن سره د امتیاز ورکولو مخالفت کوي.

د ورځپاڼې په وینا، د ایران ولسمشر، مسعود پزشکيان، په دې وروستیو کې پر دولتي ټلوېزیون نیوکه کړې چې مذاکرات ناکام ښيي او د سیاسي اختلافاتو د ژورېدو لامل کېږي، په داسې حال کې چې د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي له خوا له امريکا سره خبرې لا هم روانې دي.

راپور د شنونکو او چارواکو له قوله لیکلي چې د سختدریځو ډله د اقلیت استازیتوب کوي؛ خو بیا هم د ایران د سیاسي جوړښت په ځینو برخو او د اسلامي جمهوریت د ملاتړو ترمنځ نفوذ لري.

نیویارک ټایمز همداراز د سختدریځو څېرو او د ایران د مذاکره کوونکي ټیم د غړو ترمنځ د واشنګټن سره د خبرو اترو د مسیر پر سر د اختلافاتو او تاوتریخوالي خبر ورکړی دی.

لغمان؛سرخکان څلورې ته نږدې ترافیکي پېښې ۱۸ تنه وژلي

د لغمان ولایت ځایي چارواکي وایي، د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د لغمان د والي ویاند، عبدالمالک نیازي، ویلي چې پېښه نن سهار د سرخکان څلورلارې ته نږدې هغه مهال رامنځته شوه چې د یوې کورنۍ موټر چپه شو.

د نوموړي په وینا، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د مړو شویو کسانو له ډلې ۱۰ ماشومان او ۵ ښځې دي.

چارواکي زیاتوي چې یاده کورنۍ څه موده وړاندې له پاکستانه افغانستان ته ستنه شوې وه او د کونړ ولایت څخه کابل ته پر لاره وه چې له دې خونړۍ پېښې سره مخ شوه.

د پېښې ټپیان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي، خو د مسؤلینو په خبره د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت لا هم نازک دی.

د پېښې د څرنګوالي او اصلي لامل په اړه څه نه دي ويل شوي.

هند کرکټ بورډ؛په لوبو او پویلین کې پر سمارټ عینکو بندیز ولګاوه

د هند کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې کمېټې (ACSU) د لوبو پر مهال د هر ډول سمارټ عینکو چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) عینکې هم پکې شاملې دي پر کارولو بندیز ولګاوه.

یادې کمېټې ویلي دا پرېکړه یې د لوبو د فکسینګ د مخنیوي او د قماربازانو او شکمنو کسانو سره د هر ډول غیرقانوني اړیکو د مخنیوي په موخه کړې ده.

د دغو سمارټ عینکو له لارې لوبغاړي، روزونکي او رسمي غړي کولای شي په اسانۍ سره پیغامونه واستوي او ترلاسه کړي، غږیزې او ویډیويي اړیکې ټینګې کړي او له بهرنیو اشخاصو سره پټې اړیکې وساتي چې دا چاره د لوبو د شفافیت او رښتینولۍ لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

د طالبانو حکومت؛د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د حج د اختتام نړیواله غونډه کې ګډون کړی

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، شیخ نورمحمد ثاقب، د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمي بلنه د «ختامه مسک» تر سرلیک لاندې نړیواله غونډه کې ګډون وکړ.

دغه غونډه د حج پروسې د بریالي پای ته رسېدو په مناسبت په مکه مکرمه کې جوړه شوې وه، چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د حج وزیرانو او لوړپوړو چارواکو پکې برخه اخیستې وه.

په غونډه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر، ډاکټر توفیق بن فوزان الربیعة، د هېوادونو د حج بعثو هڅې او اغېزمن مدیریت ستايلی او ویلي چې د سږني حج مراسم د منظمې همغږۍ او غوره خدمتونو له امله په بریالیتوب ترسره شول.

نوموړي د افغانستان په ګډون د هغو هېوادونو د حج بعثو ځانګړې ستاینه کړې چې د حاجیانو د ستونزو په حل، د معیاري خدمتونو په وړاندې کولو او د حج د چارو په منظم مدیریت کې یې فعاله ونډه لرلې ده.

بل لور ته، نورمحمد ثاقب د سعودي عربستان له حکومت، د حج او عمرې وزارت او اړوندو خدماتي شرکتونو څخه د افغان حاجیانو لپاره د برابر شوو اسانتیاوو او خدمتونو له امله مننه کړې او د حج د مراسمو منظم او خوندي ترسره کېدل یې د ستاینې وړ بللي.

هغه د غونډې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو د حج له وزیرانو او مسؤلینو سره هم لیدنې کړې او د حج د چارو او دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د درملو د تولید شرکتونو مسولين:په افغانستان کې د درملو کورنی تولید ۳۸ سلنې ته لوړ شوی

د درملو د تولیدوونکو شرکتونو مسوولان وايي، د پاکستان څخه د درملو د وارداتو له محدودېدو وروسته په افغانستان کې د درملو د کورني تولید کچه د پام وړ لوړه شوې او اوس د هېواد د اړتیاوو نږدې ۳۸ سلنه درمل په کور دننه تولیدېږي.

د دوی په خبره، د تولید کچه له پخوا ۲۵ سلنې څخه ۳۸ سلنې ته رسېدلې ده.

د يادو مسوولانو په وینا، په کورنیو فابریکو کې جوړېدونکي درمل د کیفیت له معیارونو سره سم تولیدېږي او د بازار د اړتیاوو یوه مهمه برخه پوره کوي.

د اسیانور فارما د تولیدي څانګې رئیس، ضیاالدین مایار، ویلي چې د درملو د تولید زیاتوالی د کورنیو فابریکو د ظرفیت د پراختیا څرګندونه کوي او اوسنی تولید د هېواد د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د پام وړ ونډه لري.

د روغتیا برخې یو شمېر متخصصینو هم د کورنیو تولیداتو کیفیت د منلو وړ بللی او ویلي یې دي چې د درملو د صنعت پراختیا کولی شي پر وارداتو د افغانستان تکیه راکمه کړي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې د درملو او روغتیايي توکو د تولید ۱۳۵ فابریکې فعالیت لري او په دې سکټور کې شاوخوا ۴۵۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې ده.

په ورته وخت کې، افغانستان د پاکستان ترڅنګ له نورو آسیایي هېوادونو څخه هم د درملو واردات پراخ کړي دي.

سربېره پر دې، د روسیې د درمل جوړونې شرکت «فارماسینټېز» اعلان کړی چې د طالبانو له حکومت سره یې د همکارۍ هوکړه کړې او په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي.

لېسټ اې لوبې؛ابراهیم ځدراڼ روان پړاو لېسټ اې لوبو کې له مس عینک سره یو ځای شو

افغان ملي لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ چې د ټپ له امله د لېسټ اې لوبو د روان پړاو برخه نه و.

د هند خلاف د افغان لوبډلې د ټیسټ لوبډله هند ته رسیدلې چې ابراهیم ځدراڼ یې برخه نه دی.

ځدراڼ به د ګربز پر ځای لېسټ اې کې د مس عینک زون په ګټه ولوبیږي.

څانګه صدیقي:هالنډ د افغان ښځو د خوندیتوب لپاره هغوی ته ویزې ورکوي

په هالنډ کې مېشتې افغان‌الاصله حقوقي او سیاسي فعالې، څانګه صدیقي ویلي چې د افغان ښځو په اړه د هالنډ د پناه‌غوښتنې په تګلاره کې وروستي بدلونونه یو مهم او پر ځای اقدام دی.

نوموړې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې شته محدودیتونه، تبعیض او د بنسټیزو حقونو نقض د دې لامل شوي چې نړیواله ټولنه د دوی د خوندیتوب لپاره ځانګړي تدابیر ونیسي.

صدیقي ټینګار کړی چې د هالنډ له لوري د پناه او اقامت د شرایطو اسانتیا کولی شي هغو افغان ښځو ته د خوندي ژوند زمینه برابره کړي چې له جدي ګواښونو او محدودیتونو سره مخ دي.

نوموړې ويلي چې دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې د همدې اوونۍ په ترڅ کې د هالنډ پارلمان د پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه یوه توده او جنجالي بحث درلود.

حنيف اتمر:د پښتو ملي ورځ دې د ژبې د ودې او علمي پرمختګ لپاره د نوي تعهد فرصت شي

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر، حنيف اتمر د پښتو ملي ورځې په مناسبت ویلي چې د دې ورځې نمانځنه باید یوازې تر مبارکیو محدوده نه وي، بلکې د پښتو ژبې د ودې، معیاري کېدو او علمي پیاوړتیا لپاره د عملي ګامونو د پورته کولو لامل وګرځي.

اتمر په خپل ايکس پیغام کې پښتو د افغانستان د هویت، فرهنګ او ادبي میراث یوه مهمه برخه بللې او ویلي یې دي چې دې ژبې د هېواد د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې د خلکو د یووالي، ملي شعور او ازادۍ غوښتنې په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی دی.

هغه ټینګار کړی چې د پښتو ترڅنګ د افغانستان نورې ملي او بومي ژبې هم د هېواد د فرهنګي شتمنۍ برخه دي او د ټولو ژبو متوازن پرمختګ د ملي یووالي د ټینګښت لپاره ارزښت لري.

د نوموړي په وینا، د پښتو ملي ورځ باید د ژبنیو او علمي هڅو د پراخولو، څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا او د راتلونکو نسلونو لپاره د ژبني میراث د خوندي ساتلو په موخه د ملي ژمنتیا د تازه کولو فرصت وګرځي.

اتمر د پښتو ژبې لیکوالانو، شاعرانو، څېړونکو او مینه‌والو ته د دې ورځې مبارکي ویلې او د ژبني همغږۍ او ملي یووالي پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.