نیویارک ټایمز وايي، د ایران یوه سختدریځه ډله هڅه کوي چې له امريکا سره روانې خبرې اترې ګډوډې کړي.
راپور وايي چې په پارلمان، حکومتي رسنیو او د ملي امنیت په عالي شورا کې ځینې سختدریځي څېرې، سره له دې چې د ایران رهبر له مذاکراتو ملاتړ کړی، د لاریونونو، رسنیزو کمپاینونو او سیاسي فشارونو له لارې له واشنګټن سره د امتیاز ورکولو مخالفت کوي.
د ورځپاڼې په وینا، د ایران ولسمشر، مسعود پزشکيان، په دې وروستیو کې پر دولتي ټلوېزیون نیوکه کړې چې مذاکرات ناکام ښيي او د سیاسي اختلافاتو د ژورېدو لامل کېږي، په داسې حال کې چې د ایران د مذاکره کوونکي پلاوي له خوا له امريکا سره خبرې لا هم روانې دي.
راپور د شنونکو او چارواکو له قوله لیکلي چې د سختدریځو ډله د اقلیت استازیتوب کوي؛ خو بیا هم د ایران د سیاسي جوړښت په ځینو برخو او د اسلامي جمهوریت د ملاتړو ترمنځ نفوذ لري.
نیویارک ټایمز همداراز د سختدریځو څېرو او د ایران د مذاکره کوونکي ټیم د غړو ترمنځ د واشنګټن سره د خبرو اترو د مسیر پر سر د اختلافاتو او تاوتریخوالي خبر ورکړی دی.

