شنبه, مې 30, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت؛د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د حج د اختتام...

د طالبانو حکومت؛د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د حج د اختتام نړیواله غونډه کې ګډون کړی

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، شیخ نورمحمد ثاقب، د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمي بلنه د «ختامه مسک» تر سرلیک لاندې نړیواله غونډه کې ګډون وکړ.

دغه غونډه د حج پروسې د بریالي پای ته رسېدو په مناسبت په مکه مکرمه کې جوړه شوې وه، چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د حج وزیرانو او لوړپوړو چارواکو پکې برخه اخیستې وه.

په غونډه کې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر، ډاکټر توفیق بن فوزان الربیعة، د هېوادونو د حج بعثو هڅې او اغېزمن مدیریت ستايلی او ویلي چې د سږني حج مراسم د منظمې همغږۍ او غوره خدمتونو له امله په بریالیتوب ترسره شول.

نوموړي د افغانستان په ګډون د هغو هېوادونو د حج بعثو ځانګړې ستاینه کړې چې د حاجیانو د ستونزو په حل، د معیاري خدمتونو په وړاندې کولو او د حج د چارو په منظم مدیریت کې یې فعاله ونډه لرلې ده.

بل لور ته، نورمحمد ثاقب د سعودي عربستان له حکومت، د حج او عمرې وزارت او اړوندو خدماتي شرکتونو څخه د افغان حاجیانو لپاره د برابر شوو اسانتیاوو او خدمتونو له امله مننه کړې او د حج د مراسمو منظم او خوندي ترسره کېدل یې د ستاینې وړ بللي.

هغه د غونډې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو د حج له وزیرانو او مسؤلینو سره هم لیدنې کړې او د حج د چارو او دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here