د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، مرستیال ولسمشر جیډي ونس ته یې له ایران سره د سولې د خبرو د بیا پیلولو لارښوونه نه ده کړې؛ خو منلې یې ده چې د ده په اجازه ونس له ایراني چارواکو سره د طبي توکو د مرستې په اړه اړیکه نیولې ده.
د «وال سټریټ ژورنال» د راپور له مخې، ونس د اکتوبر په ۲۸مه له یوه ایراني چارواکي محسن رضايي، سره د سولې د خبرو د بیا پیلولو په موخه لیکلې اړیکه درلوده. ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې ونس ترې د اړیکې نیولو په اړه پوښتنه کړې وه او ده اجازه ورکړې وه.
ټرمپ ټینګار کړی چې د اړیکې موخه د هغو خلکو لپاره د طبي توکو برابرول وو چې روغتیايي مرستو ته اړتیا لري، نه د سولې د خبرو د پیلولو لپاره د ده له خوا د ځانګړي ماموریت سپارل.

