د لیبیا ختیځ حکومت د دې سیمې له ټولو ځمکنیو، سمندري او هوايي لارو د افغان او ایراني وګړو پر داخلېدو بندیز لګولی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د دغه حکومت چارواکو تر اوسه د بندیز د لامل په اړه وضاحت نه دی ورکړی. د پرېکړې د پلي کولو مسؤلیت د کورنیو چارو وزارت ته سپارل شوی او هغه افغانان او ایرانیان چې د استوګنې معتبر جواز ونه لري، له هېواده به وایستل شي.
د راپور له مخې، باورلیک لرونکو دیپلوماتیکو او کونسلګریو استازي او د هغوی د کورنۍ غړي له دې بندیزه مستثنا دي. همدارنګه، په روغتیايي او ښوونیزو برخو کې کارکوونکي د کار جواز په ترلاسه کولو سره له دې محدودیت معاف کېدی شي.
د لیبیا ختیځ حکومت د روان کال په جون کې هم د سوډان، اریتریا، ایتوپیا او سومالیا د وګړو پر داخلېدو ورته محدودیتونه لګولي وو.
لیبیا په دې وروستیو کې اروپا ته د ناقانونه کډوالۍ پر یوې مهمې لارې بدله شوې ده.

