د امریکا یوریشیا علمي او څېړنیز مرکز افغانې سندرغاړې مېرمن نغمې ته د افغان نجونو او ښځو د حقونو په ملاتړ کې د هنري مبارزې له امله جایزه ورکړه.
د مرکز په مراسمو کې ډاکټر هارون حکیمي په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو او زدهکړو محدودیتونو خبرې وکړې.
مېرمن نغمې له ګډونوالو وغوښتل چې افغانې نجونې او ښځې هېرې نه کړي.

