د سوډان په سویلي دارفور ایالت کې پر یوه ډک بازار د بېپیلوټه الوتکې په برید کې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او ۱۱۳ نور ټپیان دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، برید د دوشنبې په ماښام د نیالا ښار په یوه بازار کې شوی، چې د بشري حقونو د «بېړنیو حقوقپوهانو» ډلې یې د تلفاتو شمېر له ۱۰۰ ډېر ښودلی دی. د دغې ډلې په وینا، د قربانیانو ډېری ښځې او ماشومان دي.
د بېپولې ډاکټرانو سازمان ویلي، د نیالا په هغه روغتون کې چې دوی یې ملاتړ کوي، د برید له ساعتونو وروسته د ۳۶ کسانو جسدونه او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان ور وړل شوي.
خو د سوډان د ډاکټرانو شبکې په لومړنیو معلوماتو کې د ۲۱ کسانو د وژل کېدو او تر ۴۰ د ډېرو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د جګړې او امنیتي محدودیتونو له امله د تلفاتو کره شمېر په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
دا برید په داسې حال کې شوی چې په سوډان کې د پوځ او چټک ملاتړ ملېشو ترمنځ جګړه روانه ده او د ملګرو ملتونو په وینا، د بېپیلوټه الوتکو بریدونه د ملکي وګړو ژوند ته مخ پر زیاتېدونکی ګواښ دی.

