پنجشنبه, اکتوبر 29, 2026
Homeافغانستاننصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي په اړه دې د خلکو...

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي په اړه دې د خلکو اراده منعکس شي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په افغانستان کې د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې د اغېزناک اقدام غوښتنه کړې ده.

فایق د اکتوبر په ۲۸مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې ناستې د درېیمې کمېټې په غونډه کې، د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ له راپور سره د بحث پر مهال، د ښځو او نجونو د زده‌کړې، کار او عامه ژوند کې د ګډون د حقونو پر بېرته تأمینولو ټینګار کړی دی.

نوموړي د ماشومانو، ځوانانو، خبریالانو، د بشري حقونو د مدافعانو، د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو او زیان‌منونکو ټولنو د ساتنې غوښتنه هم کړې ده. هغه د بشري مرستو پر دوام، د افغان کډوالو او راستنېدونکو پر خوندیتوب او د بشري حقونو د جدي سرغړونو په اړه د حساب ورکونې پر پیاوړتیا خبرې کړي دي.

فایق ویلي، د افغانستان راتلونکي په اړه پرېکړو کې باید افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او ځوانان، اغېزناک ګډون ولري. نوموړي د افغانانو په مشرۍ او د ملګرو ملتونو په اسانتیا د یوه سیاسي بهیر غوښتنه کړې، چې ټول‌شموله او حساب ورکوونکې حکومتولي رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړې، د یوې سیمې تر ولکې لاندې راوستل د مشروعیت معنا نه لري او د افغانستان راتلونکی باید د خلکو اراده، حقونه او غوښتنې منعکس کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here