د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې انقره د هرمز تنګي او یمن د کړکېچونو د حل لپاره ډیپلوماټیکې هڅې کوي.
د اردوغان دفتر ویلي چې نوموړي له ټرمپ سره د خبرو پر مهال د سعودي عربستان او پاکستان په ګډون د ګډ دفاعي ائتلاف په چوکاټ کې د سیمهییز وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
اردوغان همدارنګه ویلي چې ترکیه چمتو ده د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پیلولو له هڅو ملاتړ وکړي.

