پنجشنبه, اکتوبر 29, 2026
Homeکورپاڼهد حزب‌الله مشر؛د وسلو سپارل رد کړي او د اسرائیلو پر ضد...

د حزب‌الله مشر؛د وسلو سپارل رد کړي او د اسرائیلو پر ضد یې د مقاومت د دوام خبره کړې

د لبنان د حزب‌الله مشر نعیم قاسم یو ځل بیا ویلي چې تر هغې به د دغه سازمان د وسلو د سپارلو په اړه خبرې ونه شي، څو اسرائیلي ځواکونه د لبنان له خاورې نه وي وتلي او بریدونه یې نه وي درولي.

د «ټایمز اف اسرائیل» د راپور له مخې، قاسم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې حزب‌الله ته د اسرائیلو د ټاکنو پایلې مهمې نه دي او د اسرائیلو پر ضد به خپل مقاومت ته دوام ورکړي.

نوموړي ویلي چې اسرائیل باید د لبنان له خاورې ووځي او د دغه هېواد پر ضد بریدونه ودروي.

د راپورونو له مخې، لبنان او اسرائیلو په جون میاشت کې د یوه چوکاټي تړون په اړه هوکړه کړې وه چې موخه یې د حزب‌الله د وسلو سپارل، له هغو سیمو د اسرائیلي ځواکونو تدریجي وتل چې تر کنټرول لاندې یې دي او سیمې کې د لبناني پوځ ځای پر ځای کول وو. خو حزب‌الله د وسلو سپارلو سره مخالفت کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here