د یمن په عدن ښار کې پر نړیوال هوايي ډګر د حوثیانو له برید وروسته هوايي تګ راتګ درول شوی.
د رویټرز د راپور له مخې، د یمن دولتي ځواکونو ویلي چې برید د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۸مه، وروسته له هغې وشو چې حوثیانو له خلکو وغوښتل له هوايي ډګر ووځي.
د حوثیانو ویاند یحیی سریع ادعا کړې وه چې په هوايي ډګر کې د سعودي عربستان یوه پوځي باروړونکې الوتکه چې وسلې لېږدوي، شتون لري. سعودي چارواکو په دې اړه څه نه و ویلي.
د مرستو یوې سرچینې رویټرز ته ویلي چې د ملګرو ملتونو ځینې کارکوونکي له برید لږ مخکې له هوايي ډګره وتلي وو او هغوی ته زیان نه دی اوښتی. د کډوالۍ نړیوال سازمان هم ویلي چې د دغه سازمان کارکوونکي خوندي دي.
په عدن نړیوال هوايي ډګر د حوثیانو په برید کې یو شمېر ملکي وګړي ټپیان شوي، خو د وژل شویو او ټپیانو دقیق شمېر لا نه دی اعلان شوی.
عدن د یمن په سوېل کې د بشري مرستو او طبي تجهیزاتو د لېږد مهمه دروازه ده.

