په روسیه کې د طالبانو حکومت سفیر ګلحسن حسن ویلي، پاکستان اوسمهال د افغانستان او سیمې امنیت ته یوازینی ګواښ دی.
نوموړي نن (جمعه) په مسکو کې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیتي مسایلو په اړه د ډلهییز امنیتي تړون سازمان، د خپلواکو هېوادونو ټولنې او د شانګهای همکاریو سازمان په ګډ امنیتي کنفرانس کې د وینا پر مهال ویلي، د داعش په ګډون ګڼې وسلهوالې ډلې په پاکستان کې شتون لري او دغه هېواد هڅه کړې چې دا ډلې افغانستان ته راواړوي.

