د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبرداری ورکړی، چې د منځنۍ اسیا هېوادونه هم د هغه څه له خطر سره مخ کېدای شي چې نوموړي د لوېدیځ له خوا تنظیم شوي «رنګین انقلابونه» بللي دي.
لاوروف د جمعې په ورځ په مسکو کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د امنیت په اړه یوې سیمهییزې غونډې ته ویلي، د روسیې په ځینو ګاونډیو هېوادونو کې د ورته خوځښتونو د رامنځته کولو هڅې شنډې شوې دي.
نوموړي په افغانستان کې د امریکا او ناټو د شلو کلونو حضور ته په اشارې ویلي، د دغه حضور اغېزې به د اوږدې مودې لپاره پاتې شي او د پایلو له منځه وړل به وخت وغواړي.
په دې غونډه کې د ډلهییز امنیتي تړون سازمان، د خپلواکو هېوادونو د مشترکالمنافع ټولنې او د شانګهای د همکارۍ سازمان استازو ګډون کړی و.
د غونډې د بحثونو موضوعات د افغانستان او منځنۍ اسیا امنیتي ننګونې او د سیمهییزې همکارۍ پیاوړتیا وه.

