د خوړو خوندیتوب نړیوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې د ښه کرنیز فصل سربېره به په افغانستان کې د خوړو ناامني او د ماشومانو خوارځواکي نوره هم زیاته شي.
د دغو ادارو د وروستي راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال له نومبر د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې به شاوخوا ۱۹.۲ میلیونه افغانان د خوړو له شدید کمښت سره مخ وي چې د هېواد د نفوس شاوخوا ۳۸ سلنه جوړوي. په دې ډله کې به نږدې پنځه میلیونه کسان د خوړو له بېړني کمښت سره مخ شي.
راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۷ کال کې به په افغانستان کې د خوارځواکۍ پېښې څلور میلیونو ته ورسېږي چې ډېری زیانمنېدونکي کسان به یې ماشومان او میندې وي.
د ملګرو ملتونو د دغو ادارو په وینا، د کډوالو پراخ راستنېدل، بېکاري، د خوراکي توکو د بیو لوړېدل او د بشري مرستو لپاره د بودجې کمښت د خوړو د ناامنۍ له مهمو لاملونو دي.
که څه هم په ۲۰۲۶ کال کې مناسبو ورښتونو کرنیز حاصلات ښه کړي، خو د بېوزلۍ او د پېرلو د توان نشتوالي له امله ګڼې کورنۍ لا هم مغذي خوړو ته لاسرسی نه لري.
د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام غوښتنه کړې چې زیانمنو کورنیو ته دې له ژمي مخکې بېړنۍ خوراکي مرستې او کرنیز ملاتړ برابر شي، څو د لوږې او خوارځواکۍ د لا پراخېدو مخه ونیول شي.

