سه شنبه, اکتوبر 13, 2026
Homeسیمهاردوغان: د مکې دفاعي تړون به ژر د ترکیې پارلمان ته وړاندې...

اردوغان: د مکې دفاعي تړون به ژر د ترکیې پارلمان ته وړاندې شي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، هېواد به یې په راتلونکو څو ورځو کې د مکې ګډ دفاعي تړون د تصویب لپاره پارلمان ته وړاندې کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، اردوغان د دوشنبې په ورځ د کابینې له غونډې وروسته پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې ترکیه د سعودي عربستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده.

دغه دفاعي تړون د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ لاسلیک شوی دی. د تړون له مخې، پر یوه غړي برید د ټولو غړو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here