دوشنبه, اکتوبر 12, 2026
Homeپښتونخواعارف علوي: په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلان د ډیموکراسۍ...

عارف علوي: په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلان د ډیموکراسۍ پر تابوت وروستی مېخ دی

د پاکستان پخواني ولسمشر او د تحریک انصاف ګوند غړي عارف علوي په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلان غندلی او ویلي یې دي چې دا پرېکړه د ډیموکراسۍ پر تابوت وروستی مېخ دی.

علوي په اېکس کې لیکلي، د خیبر پښتونخوا د خلکو د سیاسي واک له اخیستو سره د اسلام‌اباد غیرمنتخب حکومت هڅه کړې چې دغه ایالت تر خپل واک لاندې راولي.

هغه ټینګار کړی چې د ایالتي حکومت د لرې کولو حق یوازې د خیبر پښتونخوا خلکو درلود.

نوموړي ادعا کړې چې د بېړني حالت د اعلان تر شا اصلي لامل له عمران خان سره د لیدنې موضوع وه. هغه همدارنګه پر امنیتي ادارو او پولیسو د فشار، د خلکو د ملکیتونو د ویجاړولو او د تحریک انصاف د منتخب استازو د نیولو او شکنجې تورونه لګولي دي.

عارف علوي په بلوچستان او ازاد جمو او کشمیر کې د سوله‌ییزو اعتراضونو ځپل هم یاد کړي او پوښتنه یې کړې چې ایا اوس ورته پیغام خیبر پښتونخوا ته هم ورکول کېږي.

هغه ویلي چې د تحریک انصاف ګوند او د پاکستان خلک به خپلې سوله‌ییزې مبارزې ته دوام ورکړي او زیاته کړې یې ده چې د عمران خان په مشرۍ به د هېواد د بیا رغونې هڅې وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here