د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، هېواد به یې په راتلونکو څو ورځو کې د مکې ګډ دفاعي تړون د تصویب لپاره پارلمان ته وړاندې کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، اردوغان د دوشنبې په ورځ د کابینې له غونډې وروسته پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې ترکیه د سعودي عربستان د خلکو ترڅنګ ولاړه ده.
دغه دفاعي تړون د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ لاسلیک شوی دی. د تړون له مخې، پر یوه غړي برید د ټولو غړو پر وړاندې برید ګڼل کېږي.

